د غني ټیم همدا نن نن، په کمیسیون کې د هرې رأیې پر سر د شر او فساد له بانډ سره په محاسبه بوخت دی. دا حالت ډېر خوند کوي. دا ټیم له داسې چا سره په محاسبه بوخت دی، چې په تېر دېرش کاله کې چا حساب نه دی ورسره کړی.

تر دې خوندوره یې دا ده چې د حساب ورکولو او اخیستلو دغه سلسله راتلونکي حکومت ته هم غځېږي. لکه نن چې د هرې رأیې پر سر حساب دی، سبا د ملي امنیت د هر پوسټ او هر مدیریت او ماموریت پر سر حساب دی. دا حساب هم له همدا اوسه پیل شوی دی، او تاسې به یې اوازې اورېدلي هم وي. همدغه زما د باور او اطمینان ټکی دی.

زما په اند، عمومي جوړښتونه او عنوانونه دومره مهم نه دي، لکه تر عنوانونو لاندې محتوا…. دغه رنګ، وزارتونه دومره مهم نه دي، لکه په وزارتونو کې دننه موذي ټلوالپال مامورین، قراردادونه، پروژې او لوحه په لوحه، تشکیل په تشکیل، فرقه په فرقه، حوزه په حوزه محاسبه. د غني ټیم دغه انګېزه نه یواځې د منشور برخه ده، بلکې د غني د اوسني ټیم د هر فرد فرد د زړه غوټه هم ده. تر دې مهمه دا ده د غني ترڅنګ د غني د خپل ټیم پر ظرفیتونو سربېره، د ولسمشر کرزي د ټیم ټول ټلوال ضد او اصلاحات غوښتونکي ظرفیتونه را ټولېږي، ولسمشر کرزی خپله د غني نیږدې لاس او مرستیال پاته کېږي.

ځینې ملګري د پروني مطبوعاتي کنفرانس او شویو هوکړو په اړه شدید غبرګون ښیي. زما په اند، دا غبرګونونه تروخت مخکې دي.

زما لپاره د غني امتحانول تر هغه وروسته پیلېږي چې هغه زما په رأیه مشروع ولسمشر شي. تر څو چې غني ما ولسمشر کړی نه دی، هیڅ ډول حق نه پرې لرم.  ما رأیه ورکړې خو زما رأیه ځای ته نه ده رسېدلې او هغه لا زما په رأیه ولسمشر شوی نه دی.

ما باید د خپلې رأیې تر پایه دفاع کړې وای. زه دا کار نه کوم. د غني هیڅ پلوی د خپلې رأیې د دفاع لپاره نه مطبوعاتي کانفرانس، نه لاریون، نه رسنیو، نه اعتراض ته راوزي. دوی فکر کوي چې غني مو ارګ ته رسولی، خو حقیقت دغسې نه دی. د غني په مخ کې لنډه غرو وسلې را ایستلي، په ښار کې بدمعاشۍ روانې دي، بغاوت روان دی، نړیوالې توطیې روانې دي. نو دا یو حقیقت دی چې غني ارګ ته ستا په رأیه نه دی رسېدلی. ستا رأیې خپل مزل نه دی طی کړی او ته تر اوسه پر غني د خپلې رأیې احسان نشې بارولای.

رأیه د یوه کاندید او رأیه اچوونکي ترمنځ قرارداد دی او عملي کېدل یې ولسمشرۍ ته تر رسېدلو وروسته پيلېږي، نه مخکې.

زما پوښتنه ده، که ستاسې رأیه غني ارګ ته ونه رسوي، آیا ستاسې رأیه غني ته کوم ډول قانوني صلاحیت ورکولای شي؟ (اخلاقي صلاحیت نه ښیم، اخلاقي صلاحیت کافي نه دی).

د یوه جنګ د اعلان خو څه د یوه کس د وینې تویولو قانوني جواز او اجازه ورکوي؟

زما په نظر، تر څو چې ما غني په خپله رأیه هغه ځای ته نه دی رسولی، د غني په اړه زما قضاوت به مثبت وي.

غني که سل دغسې موافقې وکړي هم، د اساسي قانون لخوا د یوه منتخب ولسشمر په توګه د هغه صلاحیتونه تر سلو دا رنګه موافقو زیات، مهم او غښتلي دي. د غني په ټیم کې زموږ تکیه او اسره له لویه سره هم د غني شخصیت او رهبري وه. بیا هم ده. د هغه د شخصیت او رهبرۍ صلاحیت تر هغه وروسته معلومېږي چې هغه ته د رهبرۍ د چلولو واګې ورکړو. زما رأیه ورکوونکي او غني ولسمشر ترمنځ د قرارداد عملي کېدل هم له هماغه وخته پیلېږي.

البته، زه د خپلې خوشبینۍ لپاره دوه عمده دلیلونه لرم:

لومړی، په دې مې باور دی چې د غني او د هغه د ټیم انګېزه به د فساد، ټوپکسالار او ټلوالې په مقابل کې د ولسمشر کرزي د دورې تر انګېزې ډېره غښتلې وي. لاملونه یې څرګند دي. ولسمشر کرزی هیڅکله له ټلوالې سره په رقابتي موډ او وضعیت کې نه و. د ډاکټرغني ټیم له همدا اوسه د ټلوالې د یوه سرسخت رقیب ټیم په بڼه ولسمشرۍ ته رسېږي. زما باور دی، د غني ټیم به له ټلوالې سره، لکه همدا اوس چې په رأیه رأیه حساب کوي، په څوکۍ څوکۍ، دفتر دفتر حساب وکړي. دا د غني منشور هم دی، او د غني د ټیم روحیه هم.

د ولسمشر کرزي په دوره کې د ټلوالې په اړه دا عمومي نېک نظر موجود و چې کېدای شي له شر او فساده یې لاس اخیستی وي. دا ځل د افغانستان هر فرد ته د ټلوالې شومې ارادې معلومې دي او د ټلوالې په مقابل کې عمومي تحرک به د ټلوالې نفوذ کمزوری کړي.

که له یوې خوا مخالف ټیم ته په حکومت کې یوه اتتصابي چوکۍ ورکړل شوې، له بلې خوا د حکومت ټیم ته د اپوزیشن په تعیین کې لاس ورکړل شوی. د دې معنا دا شوه چې د اپوزیشن مشر به نه یواځې په حکومت کې دننه د حکم تابع وي، بلکې له حکومته د باندې به هم د ولسمشر تر احسان او واک لاندې وي.

دا چې اجرائیوي کس ولسمشر ټاکلای، عزل کولای او صلاحیتونه یې ور زیاتولای او کمولای شي، مثال یې د أنت و مالک لأبیک ده… یعنې دا چې ته او ستا مال، دواړه ستا د پلار دي.

دوهم، دا چې غني، او تړون د اساسي قانون د مراعات ژمنه کوي. زما تر ټولو غټه اسره بیا هم اساسي قانون دی. اساسي قانون چې ولسمشر ته کوم صلاحیتونه ورکوي، هغه له ولسمشر سره دي. دا چې وبه یې کاروي او کنه، دا خبره تر ولسمشر کېدلو وروسته معلومېږي، او موږ ته همدا خبره مهمه ده. د نظام تقسیم دا دی چې د ولسمشر صلاحیتونه تقسیم شي. د ولسمشر هیڅ صلاحیت بل چا ته نه دی تفویض شوی، او د ولسمشر اتیا سلنه صلاحیتونه د اساسي قانون مطابق اصلا بل چا ته لېږدېدلای نشي.

پاتې شوه تر څو میاشتو پورې په امنیتي سکتور کې د تغییراتو نه را وستلو موضوع، نو لومړی خو مو دا خبره د غني له خولې نه ده اورېدلې او اصلي متن مو نه دی لیدلی، خو که دا خبره وي هم، نو د امنیتي سکتور په دریو اورګانونو، یعنې ملي امنیت، کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت کې یواځې یو د دفاع وزارت د ټلوالې په لاس کې دی. په دې وزارت کې هم د لوی درستیز مقام د دفاع وزارت اتیا سلنه برخه جوړوي، د ټلوالې له واکه وتلی. ملي اردو مستقیماً د اعلی سرقوماندان تر واک لاندې ده او اعلی سرقوماندان ولسمشر دی. دوهمه دا چې تغییرات یواځې د رهبرۍ په کچه نشي را تللای، په نورو کچو کې هر ډول تغییر راتللای شي. نو دا موضوع زموږ په تاوان نه ده، او ښایي تر ډېره تخنیکي موضوع وي.

وروستۍ خبره دا چې زموږ تکیه بیا هم دوه شیان دي. د راتلونکي ولسمشر د اصلاحاتو اراده، انګېزه او شخصیت..

دوهم، د افغانستان اساسي قانون…

زما باور دی چې د اصلاحاتو او له شر او فساد سره د   سیالۍ انګېزه په دې ټیم کې څه چې په افغانستان کې تر بل هر وخت غښتلې ده.

او په هوکړه لیک کې وضاحت دی چې اساسي قانون او اصلاحات اساس او معیار دي.

زه د خپل قناعت لپاره همدا دوه ټکي کافي ګڼم.

By Editor2

7 thoughts on “حساب تر میان دی! مجید قرار”
  1. قرار صاحب ستا خبري منطقي او واقيعت ته نزدي خبري دي.
    مكر به دي هم بوه اوسه د دري يو متل دي واءي؟ بدر ختي باش ، نه مادر ختي.
    هدف مي دا دي ازموده را ازمودن ختي است
    ستا دا خبره رشتيا ده جه اول اشرف غني قدرت ته ورسوه بيا تو قوع ورخخه وكره
    واءي ؛: غواءي حلال نه خنك به سر نيولي بل خاي واءي مار خورلي دبري هم ايريزي
    صرف زما تشويش دامنيت دولتي، أودّ مسلحو قواو قدري تغيراتو تر دري مياشتو بوري نه كول هغه هم دبايللي كانديد له طرفه بشنهاد يزي او دمنلو وركري دخه دباره ،اوبه دي كه خه مطلب بت او بنهان بروت دي ايا دا واضح يو تهد يد او تعجيز بر حال او كتونكي ريس جمهورته نه دي.
    دسياسينواو،سياستمدارانو خخه جه داشرف غني به خوا راتول شوي هيله كوم جه خبل مسوليت ، دسياست به عمومي جوكات كي درك او مصداق دعمل ءي وكرخوي غره نه شي دتير شوو دولتين دانو دتر خي تجربو خخه بند وأخلي او تكرار نه شي
    ومن الله تو فيق

  2. قرار صاحب زه تاسو سره همنظره یم. کله چی ټلوالی کودتا پیل کړه او موازی حکومت یی اعلان کړ . ټول وډارشول او هیچا د یوی کوچنی مظاهری تابیا هم ونه کړه. که چا اشرف غنی احمدزی ته رایه ورکړی ده نو باید دفاع یی هم وشی. په هر حال د احمدزی ملاتړ په هر صورت کی ضرور دی . ښه ملګری په سخته ورځ کی معلومیږی. افغانان په ملګرتیا کی کلک دی او خصوصا چی کله چی پوه شی یوڅوک حق په جانب دی نو خپل سر هم له ملګری قربانوی.
    غوټه چی په لاس خلاصیږی ، خولی ته حاجت نشته. سیاسی جنجال چی په ملی حکومت حل کیږی دا هم یو ابتکار دی چی تر اوسه پوری زمونږ په سیاسی تاریخ کی ساری نه لری.
    پاته شوه د ښاغلی جلالزی ورور خبری ، فکر نه کوم چی زمونږ د پوځ جنرالان به په خپلو لیکنو کی املایی او انشایی غلطی وکړی. هیله ده مخکی له دی چی خپلی تبصری نشر ته وسپاریی اول یی کوم ملګری ته ورکړی چی اصلاح یی کړی . ح بریال

  3. قرار صیب ! پر بسم الله او امثالهم او معلم عطا او امثالهم می ډیر زړه ډک دی پس له دی چی ډاکټر صیب ارګ ته ننوځی زه غواړم چی د داسی افرادو کمپله ورټوله کړی .

  4. سلامونه
    دملت به سترگو کی خاوری مه اچوی
    نه تفتش سته نه شمیرنه
    دتولی دنیا مخکی دقدرت به سر دمعاملی سند ایمضا سوو

  5. گوره گوره یادوی خوله به مو خوژه وی غنی وال لارل
    قند او قورت په یوه نرخ شول
    راتلونکی حکومت تر اوسنی به دیر فاسد وی

    یوه قیصه را یاده شوه ملگرو
    وایی پخوا زمانه کی په سیمه کی یو کفن کش وو نو کله به چی په سیمه کی مری وشو نو دا کفن کش به ورغی
    قبر به یی رالوچ کر او د مری کفن به یی وایست او تری راتلو به خو سه وخت وروسته دا کفن کش وفات شو او
    دنده یی زوی پر غاره واخیسته
    خو زوی به یی چی قبر لوچ کر مری به د قبر نه دباندی راوایست کفن به یی تری واخیست او بی ادبی معاف د مری په کونه کی به یی لرگی ورتک واهه خلکو چی ولیدل
    نو دده پلار یعنی وفات شوی کفنکش ته به یی دعا گانی کولی

    نو د کرزی لالا په تگ سره چی د مخلوط خونخورریس اودلا غنی حکومت راشی نو تاسو به هم کرزی ته دعا وکی دا جای د نخه وی

ځواب ورکول zarghoon ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *