تاند- د ایران د کورنیو چارو وزیر نن/شنبه/ اعلان وکړ چې حسن روحاني د جمعې د ورخې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې بشپړ اکثریت ترلاسه کړی او د ایران د ولسمشرۍ چوکۍ یې ګټلې ده.

د ایران د کورنیو چارو وزیر مصطفي نجار خبریالانو ته وویل، حسن روحاني اتلس ملیونه، شپږ لکه ۱۳ زره درې سوه نهه ویشت رایې ترلاسه کړي چې د ټولو اچول شویو رایو تر نیمايي ډېرې دي.

د ایران د ولسمشرۍ د جمعې د ورځې په انتخاباتو کې ټولټال ۳۶ ملیونه اووه لکه څلور زره ۱۵۶ رایې اچول شوي دي.

ښاغلي روحاني سره له دې چې ځان اصلاح غوښتونکی نه باله اصلاح غوښتونکو یې ملاتړ اعلان کړی و.

ده په خپله ویلي چې د اصلاح غوښتونکو او سخت دریځو ترمنځ به د پُل په توګه رول ولوبوي. ده له بریالیتوب وروسته هم وویل چې اصلاح غوښتونکو، منځلارو او محافظه کارانو ته د دوستۍ لاسونه اوږدوي.

روحاني د خپل بریالیتوب تر اعلانېدو وروسته په یوه خبرپاڼه کې په انتخاباتو کې د خلکو ګډون او خپل بریالیتوب د ایران د خلکو له لوري سیاسي حماسه بللې ده.

د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي ښاغلي روحاني ته د بریالیتوب په خاطر مبارکي ویلي او نوموړی یې د ایران د ټول ولس منتخب ولسمشر بللی دی.

د روحاني د بریالیتوب له اعلانېدو وروسته ګڼ شمېر خلک د ایران په مختلفو ښارونو کې واټونو ته راووتل او د خوښۍ په نښه یې نڅاوې وکړې.

By admin

2 thoughts on “حسن روحاني د ایران ولسمشر غوره شو”
  1. د ایران نوی ولسمشر د ټاکلو له امله د افغانستان د خلکو مبارکی
    د ایران ولس په ډیره زړه ورتیا ، هوښیاری او دموکراتیکه فضا کی خپل راتلونکی ولسمشر ته رایی ورکړی او خپل دوهم نمبر دولتی مشر یی وټاکه. زه په خپل نوبت سره د ایران ورور او مسلمان ولس ته د دوی د نوی مشر د ټاکلو له امله مبارکی وایم. له نوی ولسمشره د افغانستان د مظلومو خلکو هیله داده چی د اسلامی ورورولی ،‎، ښه ګاونډیتوب او د تاریخی او ژبنی ، اقتصادی مشترکاتو په نظر کی نیولو سره نور زمونږ په کورنیو چارو کی مداخله ونه کړی او خپل لاس پوڅی او بړیڅی را ونه لمسوی. که ایران غواړی زمونږ سیمه واقعا امنیتی او نظامی ثبات ولری نو د سیمی له هیوادونو سره د پراخی اقتصادی اړیکی ټینګی کړی، او هغه اقتصادی مرستی چی د خپلو امنیتی او نظامی ارګانو له خوا د سیمی هیوادونو د بی ثباتی لپاره مصرفوی ، په رسمی ډول سره له دولتونو سره مرسته وکړی اویا له مظلومو مهاجروسره کمک وکړی ، د ټولو په ګټه وی.

  2. سرلیک سم نه دی، غوره کېدل، د انتصاب لپاره راځي، انتخاب د ټاکنې لپاره دا سړی ټاکل شوی دی، خلکو رایې ور کړې دي.خو د چا په انتصاب نه دی راغلی چې غوره شوی ورته وویل شي.

ځواب ورکول پښتون ارمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *