د پاکستان ولسمشر ممنون حسین

تاند، پنجشنبه، د حوت ۱۵مه: د پاکستان د نظامي ترهګرۍ پالنې د پالیسۍ سرسختي مخالف او په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني ویلي، که طالبانو لپاره دا غوره وي چې هم جګړه وکړي هم مذاکرات مخته یوسي، نو افغان حکومت هم حق لري چې هم د دوی بندیان له ځان سره وساتي او هم مذاکرات وکړي.

حسین حقاني دا خبره په خپل ټویټر داسې مهال کړې ده، چې د پاکستان د باندنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا او طالبانو د سولې تړون لویه بریا بللې او د طالب بندیانو په ژر خوشې کولو یې ټینګار کړی دی.

طالبان له امریکا سره د سولې له هوکړې وروسته د خپلو ۵ زره بندیانو په ژر تر ژره خوشې کولو ټینګار کوي چې افغان حکومت یې دا غوښتنه رد کړې ده او ویلي یې دي طالبان به ضمانت ورکوي چې ایا د سولې اراده لري که نه یې لري؟

4 thoughts on “حسین حقاني: افغان حکومت په حقه دی چې هم مذاکرات کوي هم طالب بندیان ساتي”
  1. د امریکا او طالبانو د تفاهم د لاسلیک نه وروسته د افغانستان د اسلامی جمهوریت د رهبری او طالبانو تر منځ د مذاکراتو پیل باید په اوربند وشی او بیا وروسته په مذاکراتو کی د بندیانو موضوع د څو موضوع ګانو نه یوه موضوع ده چه هلته به پری خبری کیژی

  2. قریشي، ګلمرجان او د آی اس آی پخوانۍ مکاره څهره کرزی درېواړه د ټالیبانو د بندیانو په هکله ورته نظر لري.
    له دې مالومیږي چې پنجاب رښتیا هم د افغانستان د ولسمشرۍ په ټاکنو کې ډاکتر عبدالله ګلمرجان ته 39 میلیونه دالره ورکړي چې د هغو په مقابل کې یې 39 سلنه رایی هم تر لاسه کړې. اوس دادی د پنجابیانو د خوشحالۍ لپاره غواړي د ټالبانو غوښتنه چې 5000 ټالب بندیان د افغانستان له محابسو نه فورا آزاد شي.
    آیا دغه بندیان یواځې په پنجشیر او بدخشان کې د ډاکتر ګلمرجان ته منسوبینو نیولي او که دوی په ټول هېواد کې د بېلابېلو سیمو څخه نیول شویدي.
    د بندیانو خلاصون د سترې محکمې او د افغانستان د منتخب ولسمشر جلالتمآب دوکتور محمد اشرف غني صلاحیت دی. که رښتیا هم ټالیبان سوله غواړي او له افغان وژنې لاس اخلي ، دوی په راتلونکي کې ولس ته ضمانت ورکوي چې نور د خپلو مظلومو هېوادوالو په مقابل کې نه جنګیږي ، په هغه حالت کې د دوي آزادول یو انساني ، اسلامي او افغاني کار دی. اما که ټالبان د خپل کبر په زړې خرې سپاره وي ، د افغانستان له ولس او دولت سره مذاکراتو ته نه حاضریږي ، بیا یې لاس تر لاهوره خلاص.

  3. د پاکستان پوځ یوه جنرال شاهد عزیز له القاعده ډلې سره بعیت کړی دی .‌

    په پاکستان کې د القاعده ډلې له خوا په خپرېدونکې مجله “نوای افغان جهاد” کې د دې پوځي جنرال شاهد عزیز له القاعده سره اړیکې ښکاره شوې دي .

    القاعده وايي چې شاهد عزیز په حقیقت پوی شوی وو او ددغه ډلې بعیت یې کړی وو.

    پاکستاني‌ ډېری پوځي جنرالان د توندلارو ډلو تر شا ولاړ وي ، خو په لویه کې د پوځ له لوري دا سي‌ مسایل پټ ساتل کېږي ؛ البته دا ځل دا مهمه موضوع چې د یوه پوځي افسر تړون له القاعده شبکې سره په ګوته کوي‌د ډېرو لپاره د بحث وړ کرزېدلې ده .

    د القاعده د برصغیر ډلې له خوا د خپرېدونکې “نوای افغان جهاد” د فرورۍ په ګڼه کې لیکل شوي چې لیفټینینټ جنرال شاهد عزیز په 2015م کال کې وروسته له هغه د القاعده ډلې بیعت وکړ چې د دې ډلې مشر حافظ طیب نواز ورسره خبرې وکړې.

    شاهد عزیز ۳۷ کاله د پاکستان په پوځ کې تر نوکرۍ وروسته په ۲۰۰۵م کال کې د جنرل پروېز مشرف د پوځي‌ واکمنۍ په مهال له خپلې دنده تقاوت شوی وو.

    تر ریټایر کېدو وروسته عزیز په ۲۰۱۳م کال کې یو کتاب لیکلی وو، چې پکې یې د پروېز مشرف پر پالیسیو تنقید هم کړی وو.

    دا لمړی دی چې د یوه پاکستاني پوځي‌ جنرال رسمي اړیکي ‌له یوه توندلاري

    ‌تنظیم «القاعده» سره را برسېره کېږي‌.

    رپوټونه وایي افغانستان ته له تلو وړاندې جنرل عزیز ویلي وو چې ده له امریکایي پوځ سره په جوخته ملګرتیا کولو افغان طالبانو ته لوی تاوان رسولی او د خپلو همدې ګناهونو د کفارې ادا کولو لپاره جهاد ته افغانستان ته ځي خو د ده زوی ذیشان عزیز د هغه د مړینې خبرونه رد کړي وو او ویلي یې وو چې هغه افریقې ته تبلیغ ته تللی دی.

    د القاعده برصغیر ډلې پخپله مجله کې د هغه د مړینې او ژوند په اړه داسې ویلي “القاعده چې کوم معلومات تر لاسه کړي، شاهد عزیز د خدای په لار کې شهید شوی، خدای دې قرباني قبوله او جنت دې درکړي، خو لږ امکان شته چې کېدای شي هغه ژوندی او بندي وي، که داسې وي نو موږ ستا د ژر خوشي کېدو لپاره دعا کوو“.

    حسېن حقاني پخپل یو مضمون کې لیکلي چې د پاکستان په پوځ کې دننه سختدریځه اسلامي سوچ لرونکي افسران له لومړي سره را روان دي چې په دې برخه کې یې د جنرال جاوید ناصر، جنرال ظهیرالاسلام او جنرال حمید ګل ځانګړې یادونه کړې ده.

    د پاکستاني پوځ یو بل لوړپوړی پوځي‌افسر بریګېډیر علي خان هم پوځ په ۲۰۱۱م کال کې په دې تور نیولی وو، چې وایي هغه د حزب التحریر په نوم وسلوالې ډلې سره اړیکې لرلې. حزب التحریر په پاکستان کې ناقانونه اعلان شوې ډله ده، چې هغه مهال یې پر پاکستاني پوځ وسلوال بریدونه کول.

ځواب ورکول یفتلی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *