تاند- په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر حسین حقاني وویل چې متحدو ایالتونو د پاکستان په اړه تل ناسم اټکلونه کړي او اوس هغه وخت راغلی چې پر پاکستان مرستې بندې کړي.

په امریکا کې د پاکستان پخواني سفیر د امریکا او افغانستان ترمنځ د اړیکو په اړه په خپل کتاب کې چې تازه یې لیکلی او چاپ کړی دی او (Magnificent Delusionons) نومېږي، له متحدو ایالتونو څخه غوښتي چې د پاکستان په اړه خپل دریځ بدل کړي.

د حسین حقاني په وینا د امریکا پر مرستو د پاکستان انحصار مخ پر زیاتېدو دی خو په پاکستان کې د اصلاحاتو بهیر مخ په ځوړ روان دی.

ده وویل، امریکا فکرکوي چې که له پاکستان سره پوځي مرسته وکړي نو دا هیواد به ځان خوندي احساس کړي او د هند په وړاندې به سیالۍ ته شا واړوي خو د پاکستان باور دا دی چې د امریکا د مرستو او وسلو په وسیله به د هند په وړاندې مقابله وکړای شي.

حسین حقاني وویل، د امریکا د ملیاردونو ډالرو له مرستې سره سره د پاکستان په پالیسیو او دریځونو کې بدلون نه دی راغلی.

One thought on “حسین حقاني له پاکستان سره د امریکا د مرستو د بندېدو غوښتنه وکړه”
  1. د حقاني دا ليكنه د افغانستان په تاوان تمامیږی نه په ګټه. امریکه خپله ستراتیژی لری او د هغی لاری خپل کومکونه کوی. زمونږ خبرو له اهمیت نه ورکوی. نو په داسی لیکونو ولی ځان له دښمنان زیات کړو. اول بایید دی خپل ځان پاک کړی. چه له دَ سره کوم کومکونه شوی هغه یی چیری او څنګه مصرف کړل. په درنښت

ځواب ورکول Jamal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *