دا لومړي ځل ندي چې د افغانستان د حکومت لوړ پوړي چارواکې د وطن د ښمنانو لخوا وژل کیږي. بلکې لدي مخکې، د کندهار ښاروال او برهان الدین ربانې هم د لنګېو قربانیان شوي ول.

زمونږ د سولۍ دښمنان د هېواد د دود او دستور سره په پوره ډول اشنائې لري، او په دي پوهیږي چې لونګې، چپنه، واسکټ د ښځو جامي، حجاب، څادرۍ او ښځې ته زمونږه په دود او دستور کې د احترام ځانګړي ځاي ورکړل شوي، او د همدي احترام د ارزښت ساتلو لپاره تر ډیره کچه څوک د شک په سترګه نه ګوري او ډیر سر هم پري نه خوږوي.

له بده مرغه د هیواد دښمنانو زمونږه دا ارزښتونه تر پښو لاندي کړي او په کراتو ئې له دي ارزښتونو څخه ناوړه ګټه پورته کړئ.

اوس سوال دا دي، چې موږ ژوندي ولس يو که نه ساه مو د لاسه ورکړي؟

حتمأ به وایاست چې نه ژوندي یو. نو که چيري ژوندي یو،  نو باید د دا ډول کړنو د منخنېوي په لارؤ چارؤ غور وکړو.

په یویشتمې پیړې کې هر څه شونې دي. اوسمهال داسې دستګاوي شته چې په هوائې میدانونو کې د تالاشې لپاره پکار وړل کیږي. دا دستګاوي ډیري ساده دي، خو ځیرکې.

دا دستګاوي د انسان په وجود کې د هر ډول مخدره موادؤ او چاودېدونکؤ توکؤ تشخیص کولأي شې. چې سل په سلو کې مثبته نتیجه لري.

دا آلې د ارزښت له پلوه هم دومره ګرانې ندي. او که د مرحوم خليل په څیر مشران زمریان ساتلې شي، بې له شکه به د دي آلې بیه د زمري له بیې ټیټه وي.

اوس سوال دا دي، چې دولت ولې د غوائې په ښکر کې ویده دي؟

که چیرته زما په څیر ساده کلیوال سره د دي معزلې د حل اسانه لارۍ چاري وي، نو هغوي چې کالونه ئې په امنیتې ارګانونو کې په لوړ پوړو چوکیو کار کړي، د دي حل به نه وي ورسره؟

اوسمهال تر کومه بریده چې مونږ ګورو، نو لوړ پوړو چوکيو چارواکې په خپلو خوښېو او سینګارونو بوخت دي. د بیلګې په ډول د دفاع د وزرات محترم ویاند، چې ورځ تر بلې د سینګارنو نوۍ ډولونه خپلوي ستاسو مخ ته د قضأوت لپاره ږدم.

تر څو چې کار اهل کار ته ونه سپارل شي، او د هیواد اوسنئ اداره بدلون ونه مومې، هېوادوال دي لدي بدترو ته چمتو اؤسې!

د سؤکاله او سرلوړې افغانستان په هيله

0 thoughts on “حشمت خلیل کرزي، د لونګې دریم قربانې شو/ اباسین جکړ”
  1. ګوری ورونو په دا لوړه ليکنه کشی ډيره غوره خبری شوي اما زه دانتخاباتو د کمسيون څخه غواړم چي رايي شميرنه دقانون سره سم څرنګه چی کانديدانو په لمړی کی دکمسيون سره تعهد کړی وه ،بايد بيله کوم ځنډ ه بيله نوو ډيزاين څخه اعلان شی ځکه چی وطن نور هم په دستوری ډول دبيثباتی سره مخ کيږی دا اوږد مبحث ده اما دوطن سا تنه پدی ډول نه سا تل کيږی

  2. لونګی د انتحاریانو او خرمرګو سمبول وګرځیده.
    نور به هیڅ افغان لونګی په سر دولتی ځایونو ته نه ورننوځی.
    که ضرورت شو د اشتباهی ږیره ورو خښتګونه هم باید وکتل شی .

  3. هغه خوك جه به داسي استخباراتي دندو بوهيزي هغو به نورو ملكو كي بيكاره شبي سبا كوي اوخوك ورته ديوي بيسي أهميت نه وركوي درحاليكه دهغو به تربيه يو عالم بودجه مصرف شوي به دي هكله ما خبله دنده إنجام كري دتاند له لوري مي به وخت اوزمان خبر داري وركري . اوس بياهم ياد اوري كوم دالر ي به روانه وي ترخو أساسي جاره او مخه ونه نيول شي به داكه وايم مسكنيار داشرف غني د ترور بلان درلوده خاد أفشا كره مكر ولي كرزي أقدام ونه كر مسول ددي غمناكي واقعي أوله حامد كرزي او بيا نور إنجامونكيدي
    بايد به داكه ووايم عبدالله د آي ، آس ، أي سره مسكنيار او سياف دعبدالله سره،أودّ طالبانو دانتهاري كروب سره مستقيما اريكي لري هغه خه جه دانتخاباتو دنتايجو وروسته به وطن كي خه به قندهار، ننكرهار ، غور ،مزار ،او شمال كي بيش شوي تول بلانونه دهمدو دي خكه دوي اوبه خروي او ماهي نيسي او بو هيزي جه خوكءي مخه نه نيسي او نهءي شي نيولي ي
    مهمه داده جه دخاد تول قدر ونه دامر الله ،صالح خاي به خاي شو ي قدرونه دي جه اوس هم دصالح تر تأثير لأندي كار إنجام وي . به لحاظ دخداي دوطن كتي به نظر كي ونيسي كار أهل كار او وطن فروشانو ته نه بلكه وطن برستانو ته وسباري ترخو دداسي دلخراشو واقعاتو مخه ونيول شي
    دازما خبري نه بلكه دايو استخباراتي تحليل جه مستند او به إسنادو ولاري خبري دي

  4. جګړ جانه خه بکر کوی که چیقی دغه مشران خلګ لوخ ومنی لکه ددوی بربندی غلاوی او خیانتونه.

ځواب ورکول hassan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *