تاند- د ولسمشر کرزي د تره زوی حشمت کرزی غواړي چې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډاکتر اشرف غني احمدزي ننګه وکړي ځکه چې د ده په باور زلمی رسول د افغانستان په خیر نه دی.

د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې حشمت کرزي، چې په لوېدیځ کې یې لوړې زده کړې کړي دي، خبرداری ورکړ چې که زلمی رسول ولسمشر غوره شو په داسي حال کې چې بهرني پوځیان له افغانستانه وځي ډېر خلک به له طالبانو سره ملګري شي او افراطیت به غښتلی شي.

د رویټرز خبري اژانس د راپور پراساس، حشمت کرزي وویل چې د درو جنوبي ولایتونو قومي مشران او سپین ږیري راټولوي څو د اشرف غني احمدزي ملاتړ وکړي.

د نوموړي په باور اشرف غني احمدزی د ځوانانو او ښځو په منځ کې زیات ملاتړ کوونکي لري.

حشمت کرزي رویټرز خبري اژانس ته وویل:«کله چې قومونو یا قومي مشرانو د اشرف غني احمدزي د ملاتړ پرېکړه وکړه، پر انتخاباتو به لوی اغېز وشیندي.»

ده د هیواد اوسني چارواکي د بې عدالتۍ او په فساد کې د ککړوالي له کبله وغندل، ویې ویل چې دا مسلې عام خلک د طالبانو غېږ ته اچوي.

رویټرز خبري اژانس وايي چې ځیني افغانان بېره لري چې که ولسمشر کرزي ته نژدې کاندید زلمي رسول وبایلله نو د کندهار پښتانه به یې ونه مني او هغوی به د کابل د نوي حکومت حاکمیت ته غاړه کښېنږدي. خو ځیني نور بیا د دې برعکس نظر لري.

دې اژانس په عین حال کې ویلي چې دا اندېښنه هم شته چې د ۲۰۰۹ میلادي کال د ولسمشرۍ د انتخاباتو په شان به بیا درغلۍ وشي چې په نتیجه کې یې د کندهار ۴۰ فیصده رایې باطلې اعلان شوې.

په کندهار کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون رييس عبدالهادي رویټرز خبري اژانس ته ویلي، څه چې تېر ځل په کندهار کې پېښ شوي و، بیا هم په هماغه اهدازه پېښېدای شي.

4 thoughts on “حشمت کرزی وايي، زلمی رسول په خیر نه دی ځکه د اشرف غني ملاتړ کوي”
  1. دا چټی د دروغو آوازې دی چی کندهاریان دکرزی به حکومت خوشحاله دی، دا کندهاریان دکرزی دحکومت په وخت کی قتل عام سول، توهین سول ،دقرت نه په دولت کی بیبرخه سول، دبیا رغونی نه اصلاً برخه نه درلودل،وژبی ته یی خیانت وسول ،پر ناموسونه یی تجاوز وسول ،
    کرزی عمداً دخارجیانو په امر تول پشتانه بیا زیاتره کندهاریان سره خیانت ، اوجنایت کړی خکه نو کندهاریان د کرزی او دده له پوشالی حاکمیت نه بیزاره دی

  2. قدرمنو دا چه دکندهارخلک د زلمی رسول نه بغیر بل څوک نمنی درواغ او د پښتون قوم دښمنانو ګنګوسی دی. اول خو ځکه چه کندهاریانو د کرزی څه خیر ولید بغیر له مرګ ، وروروژنی، نفاق او ځورونی. د کرزی که هر چا ته خیر رسیدلی وی کندهاریانو ته یې له تاوانه بل هیڅ ورنکړل.دوهمه خبره دا چه کندهاریان د پښتنو د سر تاج دی. دا کله امکان لری چه دا زموږ ښایسته مشران دومره ځانونه کوچنی کړی.

    په پښتنه مینه

  3. د سلام په وړاندی کولو سره زه ویس کندهارئ یو څو حقیقتونه به درته ووایم حشمت خلیل یو عام عادی د ښار اوسیدونکی دی او د کندهار ولایتی شوراته خپلواک نوماند دی چی شوق یی سګوانی ده چی ړیر خاص نوم د ده حیوانان لری او د کندهار پښتون ولس او نور هر ورور او خور ددی حق لری چی رایه ورکړی او خپل آینده رحبر په خپله نمایندګی د خپلی رایی وټاکی همدارنګه زلمی رسول د دولتی اتباعو دهر یوه خوښ دی په خاصه توګه جنوب غرب حوزه کی هر یو دخپلی رایی د ورکولو حق لری چی ښاغلی زلمی رسول ددی میلت ریس جمهور وټاکی او یوبل سه به هم درته ووایم چی دکندهار خلګ یو ریس جمهور ددی وطن لپاره ونه ټاکی بل هیڅ څوک نسی کولای او هغه به هم د کندهار سه وی ځکه ددی افغانستان خښته ددی کندهار څخه ایښول سویده.

  4. د زلمی رسول له حکومتداری نه زه فکر کوم چی د عبدالله پنجشیر سرداری به ښه وی که نور نه وی نو لږ او ډیره پښتو خو ویلی شی . زلمی رسول سره به تل یو پښتون ژباړن یا ترجمان ګرځی تر څو دپښتنو خبری ورته ترجمه کړی. څوک چی د یوه اکثریت قوم په ژبه پوه نه شی هغه ته د حکومت واکداری ورکول لوی خیانت دی. زما په نظر د ټول افغانستان د خیر او صلاح لپاره یواځی ډاکتر اشرف غنی احمدزی ښه مشر او زعیم دی. د هغه ملاتړ وکړی چی هیواد او خلک مو له بدبختی او جګړی نه خلاص شی.

  5. ویس کندهاری ته!
    ویس جانه تاسو لیکلی دی چی (زلمی رسول د دولتی اتباعو دهر یوه خوښ دی). دا خبره دی بلکل ریشتیا ده ځکه چی زلمئ رسول هم د دی فاسد نظام یو غړی وه او نن سبا هم ورسره سر ښوروی نوپه همدی لحاظ ستاسو د وینا په اړه، دئ د دولتی اتباعو خوښ دئ.
    داسی معلومیږی چی تاسو هم د زلمی رسول د کاکا زوئ یاست ځکه چی ستاسو پښتو هم ډیره کمزوری ده چیرته چی تاسو (رهبر) په (ح) باندی لیکلئ.
    دا حقیقت دئ چی لوئ میرویس نیکه او احمدشاه بابا چی ټول پښتانه ورباندی ویاړی، د کندهارنه راپورته شوی خو دا مه هیروه چی هر کندهارئ نه میرویس نیکه جوړیدئ شی او نه احمدشاه بابه. کرزئ خان هم د کندهار دئ، پښتنو ته یی څه وکړل او کندهاریانو ته یی څه وکړل؟ په دی باندی سر خلاص کړه چی نن سبا کندهار یوازی د افغانستان د ۳۴ ولایتونو څخه یو ولایت دئ. امید دئ چی زما لیکنه ستاسو د خفګان سبب نشی.

  6. دا خبر نه دی منغي تبلیغ دی

    .رویټرزخبري ایجنسي یو انګلیسي خبري ایجنسي ده چې اوس افغانستان کې د زلمي رسول پسې منغي تبلیغ کوي.

    کرزی لوی ټبر دی د کرزي په نوم هر یو کرزي څخه ولسمشر حامد کرزی نه جوړیږي حشمت کرزی یو عام افغان د ولسمشرر تره زوی او ولایتي شورا ته نوماند دی

    په افغانستان کې ۳۰۰ څخه دیر ولایتي شوراګانو نوماندان دي دوي چې هر یو د ډاکتر زلمي رسول په زیان څه ووايي هغه باید خبر شي؟

  7. Hashmat Karzai is right, In my openion only Ghani is the elader to resolve the issues and move forward and lead the country and Nation on a good side of the development. Regards.

ځواب ورکول J Khan Nasar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *