وایه شي یو مهال یو کور ته غله د څه شکونې په موخه ننوتل او غوښتل يې، چې په کرارۍ خپل کار بشپړ کاندي؛ خو له بده مرغه د کور څښتنان پرې راويښ شول او سم له واره يې نارې سورې جوړې کړې.

 وړاندې تر دې، چې کلی خبر شي، وسله والو غلو د کور د مالک پر ټنډې د وسلې شپېلۍ کېښوده او د کوټې په منځ يې ورته کرښه تېره کړه او د کور څښتن ته يې وویل، که چېرې دې سپڼ وکړ او یا دې له دې کرښې پښه وایسته؛ نو هماغه شېبه به دې د ژوند وروستۍ شېبه وي. د کور مالک هم ډارن سړی و او لاس تر زنۍ يې د خپلو نابللو مېلمنو ننداره کوله. غله چې په دې پوه شول، چې ځوان خو ښه باتور زمری دی؛ نو په ارامه يې د کور مال و حال ته اوږه ورکړه او ښه په تبه يې کور ور جارو کړ؛ خو د مېرمنې يې زړه نه ټینګېده څو ځلې يې خاوند وسکونډه، وه ځوانیمرګ شې څه کار وکړه، هرڅه يې یوړل، کور مو پوپنا شو؛ خو د کور څښتن به د بریتو لاندې مسک شو او ویل به يې: ښځې غم مه کوه ما يې هم داسې چاره کړې، چې ټول عمر به يې یاد ساتي؟! کله چې کور پر هدیرې بدل شو؛ نو ښځې يې په غوسه د مېړه خوا ته وکتل او د هغه د مېړانې پوښتنه يې ترې وکړه؟

مېړه هم په ډېر همت او بریالیتوب ځواب ورکړ، کله به چې د غلو پام بله خوا شو؛ نو ما به څلور پنځه ځلې له کرښې پښه وایسته او په دې توګه مې غلو ته غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.

پر موږ هم همداسې ټوکه شوې ده، کابو څو دېرش کاله پخوا مو په دې نامه ټوپک ته لاس کړ، چې هېواد مو د وېشاکګرو او زبېښاکګرو په لاس کې لوېدلی او تر دې زیات د خپل ناموس او عزت تېری نشو زغملای، چې له نېکه مرغه پایله يې هم ښه وه او آن د هېواد له هر ګوټ ګوټ څخه پر نارينه وو سربېره ښځمنو هم ونډه واخیسته او د وخت زبرځواک پخوانی شوروي يې په ګونډو او د خپلو اوږو د غلامۍ جغ يې مات کړ؛ خو دا ماتېدنه او ژغورنه لکه څنګه چې په الفاظو ویل کېږي دومره اسانه هم نه وه، په بسنده توګه قرباني مو ورکړه او په زرګونو انسانانو یا ژوند له لاسه ورکړ او یا کنډول شول، چې د بېوزلۍ يې موږ ټول شاهدان یو.

جګړه په ظاهره بریالۍ وه او افغانان پکې ګټونکي شول، ځکه هم يې ځان او هم يې نړۍ له دې ګواښه وژغورله؛ خو د پردې تر شا بیا بله کيسه روانه وه، چې په وخت سره ډېرو لږو انسانانو شنلای شوه، په دې معنا هغو کسانو ته، چې په لومړي سر کې دا مبارزه رښتینې ښکارېده، چې لکه نېکه مرغه همداسې هم وه، خپل کار ته ادامه ورکوله؛ خو چې کله په حقیقت پوه شول او دا یې درک کړه، چې زیان يې موږ او ګټه يې نوره خوري، نو له جګړې يې لاس واخیست او په زغرده يې وویل، چې جهاد همدومره و، هېواد ازاد او د ظلم پرده ټوله شوه، له دې وروسته جهاد نه، بلکې ف… دی، خو هغه کسان چې لا تر دې دمه هم د هاتي په غوږ کې ویده ول او یا هم غرضي جنګېدل لا يې ولس هڅاوه، چې له جګړې یا د دوی په اصطلاح له جهاد لاس وانخلي او پرې نږدي، چې د هېواد دښمنان په خپلو موخو کې بریالي شي؟

ډاکټر نجیب، چې د وخت هوښیار سیاست پوه او د نړۍ له ډېرو خبرو خبر و، ډېرې نارې سورې وکړې، ان د ملي پخلاینې پروګرام يې هم پیل کړ او خورا ډېرو کسانو ته يې دا ازانګې وکړې، چې نړۍ او په ټوله کې امریکه، چې لاسپوڅي يې پاکستان او ایران دي اوبه خړي او کبان نیسي؛ خو چا ته يې وايې او پر چا يې اورې؟ بس د هر چا په خوله کې همدا خبره وه، د روس واکمني ختموو او د مجاهدینو نظام غواړو.

ډاکټر نجیب، چې په دې ټولو کیسو پوه و او په خپلو لومړنیو کړنو او وژنو له زړه نه پښېمانه شوی و؛ نو په رښتینې معنا يې نه غوښتل، چې جګړه نوره هم وغځېږي او یا دی د واک لپاره وجنګېږي؛ نو خپل مسوولیت يې ترسره او په کرارۍ يې واګې رهبرانو ته وسپارلې، خو له بده مرغه رهبرانو له هماغه لومړي سر نه داسې غویامنډ جوړ کړ، چې هر جهاد غوښتونکي او هر اسلامي نظام غوښتونکې خولې د خپلې خولې د ماتېدو غوښتنه کوله او خپلو ځانونو ته يې تر دې زیاتې ستونزې هم خوښې وې؛ ځکه دوی يې غوښتونکي ول؛ خو د دې معنا هېڅکله هم دا نه ده، چې ګواکې جهاد ناوړه یا ناسمه ښکارنده ده، بلکې جهاد مقدس کلام دی او د انسان د تقوا تر ټولو لویه مرتبه ده، خو له بده مرغه ځینو ښاغلو او ټوپکوالو ترې سوداګریزه ښکارنده جوړه کړه او ډېر خلک يې د دې نامې قرباني کړل.

ښاغلی حضرت او دې ته ورته نور ښاغلي هم هغه کسان ول، چې د پخواني روس پر وړاندې را پاڅېدل او د جهاد نارې يې پیل کړې، نه یوازې يې نارې پیل کړې؛ بلکې په عملي توګه يې هم دې ډګر ته را ودانګل، چې په اصطلاح يې د یرغلګرو ځواکونو تر ماتې وروسته لومړنی جهادي مشر هم همدی و، چې د افغانستان واګې يې په لاس کې واخیستې او د تړون له مخې له دوو میاشتو او څو ورځو مشرۍ وروسته يې څوکۍ خپل بل سیال ته پرېښوده، چې له بده مرغه تر نننه پورې يې ډېر کسان له تیغه تېر کړل او لا تېرېږي، خو د دې ټولو کړنو تر شا د امريکې لاس و او په ښکاره يې دا جوته کړه، چې په دوی کې ډېرو ښاغلو د جهاد په نامه د دوی د موخو لپاره کار کاوه او چې کله يې هم د دوی د لېوالتیا پر خلاف او یا هم په خپلې خوښې کار ترسره کړی، نو یا يې له صحنې لري کړي او یا يې هم له دې نړۍ رخصت کړي دي، چې د بېلګو راوړلو ته يې اړتیا نشته؛ خو یو نیم ماهر رهبر یا پاړوګر، چې د دواړو لورو هوده ورسره وه، نو لا يې هم ولس ته ځان سپین باز کړای و او د څو کسانو له خوا د درناوي وکړ ګڼل کېدل؛ خو دا هم جوته خبره ده، چې د پاډوګر مرګ هم د مار له لاسه وي، شته داسې د لستوڼي ماران، چې موقع ته ګوري او په وخت سره ټس ورکوي.

په حضرت صاحب هم همدا کیسه شوې ده، له ډېرو ستونزو او ناخوالو روغ را ووت، ډېرې کودتاوې او چاودنې پرې وشوې؛ خو دی ترې روغ ووت، ښايي ځینو لاس په نامه کسانو يې د روغتیا او ژوندون سوالونه هم کړي وي؛ خو په ټوله کې د ولس دریځ معلوم دی. دی چې د روس او روس پلو ضد رهبر دی تل يې د دغه ډول وګړو او ځواکونو پر وړاندې په ظاهره د جهاد نارې وهلي او تل یې ورسره مخالفت څرګند کړی دی؛ ځکه د ده په اصطلاح افغانستان خپلواک و، خپلواک دی او خپلواک به وي او هېڅکله به چا ته اجازه ورنه کړي، چې افغان ولس ته زیان ورسوي؛ خو په دې وروستیو کې، چې له امریکې سره د امنیتي تړون د مشورتي لویې جرګې مشر و؛ نو په داسې خبره له ولس او ولسمشره خوابدی او مسافر شو، چې د ده دا ټولې کړنې او جهاد تر پوښتنې لاندې راولي او ښايي دا ترې زبات شي، چې ګواکې ده او د ده په څېر نورو ښاغلو په رښتیا هم د امریکې د موخو لپاره قربانۍ ورکولې او په افغانستان کې يې د امریکې شتون غوښت، چې رسېدلو ته يې تر ټولو ښه وسیله جهاد او خپلواکۍ کلمې او نارې دي. ښايي د حضرت صاحب په ګډون د ډېرو ښاغلو دلیل دا وي، چې ګواکې دوی د ولس د ښېرازۍ او امنیت د ساتلو لپاره د دې تړون غوښتونکي دي او که چېرې دا تړون ونشي، نو افغانستان به یو ځل بیا د کورنیو جګړو ښکار شي؛ خو د دوی دغه غوښتنه او دغه کړنې ایا پخپله د دوی د پوښتنې ځواب نه وايي او ایا په افغانستان کې جګړه په رښتینې معنا پخپله امریکې جوړه کړې نه ده؟

 ایا د پاکستان او ایران لاسوهنې د امریکې په اشارو نه کېدې او په رښتیا هم امریکه دا لوبه مهارولای نشي؟ که د څو شېبو لپاره ومنو، چې زموږ ځواب منفي دی او دا هرڅه امریکه په څو شېبو کې نشي کولای؛ نو بیا ولې د ولسمشر کرزي له دریځ سره همغږي نه یو؟ دا سمه ده، چې کرزي دا دولس کاله پرته له دې، چې خپل ځان او خپلې ډلې ټپلې ته کار وکړي، بل کار نه دی کړی او نه یې د هېواد لپاره داسې برخلیک جوړونکی کار کړای، چې په ګانده کې يې ولس په ښه یاد کاندي؛ خو د دې معنا دا هم نه ده، چې موږ دې د کرزي له دغه دریځ سره، چې په ظاهره ملي دی مخالفت وکړو او هغه دې د ده د غوښتنو یوه پلمه وبولو.

 په دې کې شک نشته، چې د پردۍ تر شا به همداسې وي او کرزی به یو صدارتي نظام غواړي؛ خو د اوس لپاره امنیتي تړون ته ځینې شرطونه پکار دي، چې باید امریکه يې ومني؛ ځکه تر دې دمه د ډېرو افغانانو کورونه بې ستره شوي، ډېر افغانان بې عزته شوي، په سپیو داړل شوي او په زندانونو کې په بې جرمه جرم پراته دي.

ښاغلو چارواکو، سیاسي رهبرانو او حضرت صاحب ته په کار دي، چې د داسې پېښو پوښتنه وکړي او لاملونه يې وپوښتي، ځکه هغوی چا ته شکایت وکړي او د کومو کومو خبرو شکایت وکړي، هغوی زیانمن شوي او هره ورځ يې د کورنیو غړي له لاسه ورکوي، څوک يې په ریموټي بمونو وژل کېږي، څوک يې د بهرنیو پوځیانو په چاپو وژل کېږي او څوک يې هم په بې پیلوټه الوتکو او قصدي بريدونو، چې د افشا کېدلو په صورت کې یوازې په بښنې خلاصېږي او بس؛ نو که چېرې د دغو ښاغلو د کورنۍ غړي او خواږه بچیان د داسې پېښو قرباني شي ایا په هغه صورت کې به بیا هم د تړون په نه لاسلیکولو وطن پرېږدي او یا بیا به هم د جهاد نارې پورته کړي؟ او ایا د دوی د جهاد هغه پخوانۍ نارې، پخواني تعریفونه او پخوانۍ موخې، چې ولس ته يې بیانولې د اوسنۍ کړنې سره برابرې دي او جهاد ته يې جهاد ویلای شو؟

6 thoughts on “حضرت صاحب له کرښې پښه وايسته/ سیدنظیم سیدي”
  1. ولی رشتیا نه خلک بیریږی، مجددی له کومه ځایه حضرت شو؟ اوبیا دا دصاحب کلمه له کومه ځایه ورته ډالۍ شویده؟ او ورستۍ پوښتنه داچی مجددی کوم وخت خپل په وزن برابر خپله پښه
    پر اختیار ایشې وه چی اوس نو ورنه غواړۍ ولی پښه یی د چوکاته وتلې؟
    اوس نو راځم او زه هم حضرت صاحب ورته وایم ولی چی دئ پخپله داسی انګيړی ګواکی حضرت صاحب دئ، اوهیواد ته یی خدمت کړیدئ؟ دئ دی لطف وکړی داخپل خدمت وخلکوته وریاد کړی چی کوم خدمت؟ هغه چی دپاکستان استخباراتو په امر کبل ته راغی او لکه امربر دیخوا هی خواته به یی دپاکستانی استخباراتو امرونه او هدایات انتقالوه او چا به یی په خوله بیاز هم نه پوستاوه! او دئ بیچاره بیاهم چاته به یی دخالد بن ولید لقب ورکاوه او چاته به یی دجنرالی لقب ورکاوه ، لکه بیزو چی ترکاڼ شی او هسی په ترکاڼی اخته شی او ځان به خوشحاله ساتی چی خدمت یی کړیدئ؟! دحضرت صاحب خدمت زمونږ ولس ته او دبیزو صاحب ترکاڼئ دواړه سره ورته کارونه دی. زه به یوه جالبه دحضرت صاحب دریاست جمهوری دوخت قصه وکړم چی زه یی ددې خدمت دصحنی شاهد یماوهغه داسی:کله چی حضرت صاحب دپاکستانی استخباراتو په امر کابل ته راغی هغه وخت تقریبا تول کابل په تنظیمونو او جنګسالارانو او پاتکسالارانو تقسیم شوی وو، دحضرت صاحب تنظیمی دله هم دپلچرخی په سیمه کی داعظمی صدارت ګدامونه ور ورسیده او داګدامونه په هغه وخت کی کاملا دخوراکی ،پوشاکی ، فرش ،دکور سامان او سایل ، خیمې ، هر هغه شی چی دچا فکر یی هم نه منی پدی ګدامونوکی موجود وه او داحتیاطی شرایطو دپاره دا خوار افغانستان دخپله وسه دیر اضافی او مجهز اکمالات لرله ،که مو په یاد وی په هغه وخت کی د کابل ښار کی په یوه وار دیره ارزانی راغله چی حضرت صاحب دا ارزانی دمجاهدینو برکت یاد کړ، دا هاغه شیان او وسایل وه ددې ګدامونوڅخه غلا او چور شول او بیا په بازارکی هر چا خپله دغلا برخهپه ارزانه وپلورله ، حال داچی دامواد دچا شخصی مال نه وه بلکه دا دبیت المال دارایی وه خو دحضرت صاحب دخدمتونو له برکته دا دبیت المال دارایی چور چپاول شوه او خدمت یی وکړ؟!په هر حال اصلی قصه دلته ده زما د ادارې ریس چی وظیفه یی ددې ګدامونو په اړوند وه یو پیشنهاد دحضرت صاحب په عنوان ولیکه او تقاضایی ځنی وکړه چی ددې ګدامونو مالونه دغلاکیدو دخطر سره مخ دی او هدایت ورکړی چی ددې غلاوی او چور تالا مخه ونیسی، زما ریس صاحب دا پیشنهاد حضرت صاحب دفتر ته ور وسپاره او پخپله بیرته دفتر ته راغئ، زمونږ ریس پدی نه پوهیده چی دا ګدامونه د حضرت صاحب د دلی په اشغال کی دی او په دفتر کی مونږ ورته وویل چی ریس صاحب تاسو نه پو هیږی دا خلک چی ګدامونه یی اشغال کړیدی دا دخپل حضرت صاحب د دلی مجاهدین دی؟ هاغه وو چی ریس بی اختیاره شو او دبیری نه پوهیده چی اوس نو څنګه وکړی؟ چی حضرته یی پیشنهاد ورکړی ګویا ستا دله غله دی ګدامونه یی چور کړل داسی او هغسی……. او ریس صاحب دوطنپالی نه هیواد پریښود او حضرت صاحب دادئ دوطن فروشی نه هیواد پریږدی! ورونو دا یو تیر شوی واقع ده چی زه یی شاهد یم او په دیر اختصار سره می تاسوته بیانکړ! وسلام

    1. سید نظیم سیدې وروره ښه لیکنه دې کړیده خدای دې دهیواد او ددین دخدمت لپاره ډیر توان درکړې چې لیکنې وکړې . خو
      تا سې چې لیکلې دې : حضرت صا حب دکرښې پښې تیرې کړېدې
      وروره !!! دنورمحمد تره کې ، امین ، کارمل ، نجیب ، ربانې ، ما دومر او کرزې دوی دټولو پښې دکرښې څخه تیرې سویوې په شمول دحضرت صاحب . مګر دونده خبره ده چې مجددې چې هرڅه کړیدې خو هیواد وال یې دتره کې او نورو کمونیستا نو ، ګلبدین اونورواخوانیانو ، ملا ما دومر په شان حضرت صاحب نه دې وژلې . که ده پورته لیکل سوو اشخا صو پښې تر کرښه نه وای تیرې نو اوس به ګران هیواد افغانیستان او مظلومو افغانانو داسې زړه دردونکی حالت نه درلودلای . زه ځپله د حضرت صاحب سره هیڅ تنظیمې ، قومې ، فکرې او ……….اړیکې نه لرم . تا سې دوطن فروشۍ خبره کړیده زه نه پو هیږم چې په پورته لیکل سوو اشخا صو کښې کوم یې وطنفروش نه دی؟

  2. هو داخبره د سمه ده اوسنی غټ غټ جهادي رهبرانو خپل پرتوګ ایستلی دی د جهاد له کلمې سره جفا وکړه او د اسلام مبارک دین یې وشرماوه او له مقدساتو یې غلته استفاده کوي!

    راځو امنیتي تړون ته امریکا له اوله د شګو لاندې اوبه تیرولې او نه یې غوښتل چې د دوی په حضور کې د افغانستان په پښو ودریږي دوی پلان درلوده چې افغانستان په داسې یو حالات ته رسوي او له مجبوري به د دوی غوشتنې عملي کیږي لکه دا چې ګورو یې افغانستان کمزوری اقتصاد ملي اردو او محارب لري د دوی په وینا که تړون لاسلیک نه شي افغانستان څخه به دوهم عراق جوړ شي خبره درسته ده اوس نو موږ مجبور یو چې امنیتي تړون ورسره لاسلیک کړو او ضرور هم دي!

    مننه

  3. هیله ده چې زما په پورته تبصره کښې دحا مد او محمد ځواب هم سویوې. خو زه فکر کوم چې حا مد به تور لینګی وې ځکه چې (ډ) یې په اوردو رسم خط لیکلی دی. ځکه تور لینګیان خپلې قومې (ملې) ګټې په نظر کښې لرې او تبلیغا ت زهر اګین کوې چې دهیواد والو ازهان مخشوش کړې

ځواب ورکول Sayed Fahem ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *