تاند- په پاکستان کې د حقاني شبکې له منګولو خلاصې شوې جوړې کاناډا ته له رسېدو روسته وویل چې د برمته توب په موده کې د دوی یوه ماشومه یې وروژلې او پر امریکايي مېرمن کولمن جنسي تېری شوی دی.

د مېرمن کولمن کاناډايي خاوند جوشوا بویل، د کاناډا په تورینتو کې خبریالانو ته وویل، برمته ګرو د دوی یوه ماشومه ووژله او پر ښځې یې جنسي تېری وکړ.

«د حقاني احمقې او شیطاني شبکې زما د لورکۍ د وژلو امر وکړ. دوی زما پر مېرمن هم جنسي تجاوز وکړ.»

بوایل دا هم وویل چې طالبانو، چې ځان ته اسلامي امارت وايي، تېر کال د دې قضیې په اړه د تحقیقاتو امر وکړ او دې نتیجې ته ورسېدل چې دا جنایت حقاني شبکې کړی دی.

ده له طالبانو وغوښتل چې د دواړو پېښو عاملان په سزا ورسوي.

کاناډايي – امریکايي جوړې د خبریالانو پوښتنو ته ځواب ونه وایه.

One thought on “حقاني شبکې د کاناډايي امریکايي جوړې یوه لور وژلې او پر ښځې جنسي تېری کړی”
  1. څومره چې اسلامی افراطی ډلو او اخوانیانو اسلام ته ضربه ورکړه نه کمونست ورکړې وه او نه بې دینو کسانو – دوی اسلا م په نړۍ کې وشرماوه

ځواب ورکول عبدالرووف لیوال ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *