اسدالله مبارز

ژباړن: اسدالله مبارز

نزدیکت

د روژي په میاشت کې د یمن حوثي یاغیانو له یمنه روسي توپونه او ټانګونه وویستل او د حرمین شریفین د نيولو دعوه یې وکړه، د سعودي عرب بادشاهانو د بیت الله شریف د ساتنې ذمه واري امریکایې الوتکو ته وسپارله، د دې خبر له خبریدلو سره سم د امریکا او روس وسله جوړوونکو فابریکو د کرسمس (عیسایانو اختر) رخصتیاني لغو اعلان کړي.

موسکا

هغه ناکام مزدور، ناکام سوداګر، ناکام خاوند، ناکام ګاونډي او ناکام مبلغ وو، یوه ورځ یې له خدایه د ناکامۍ وجه وپوښتله، ځواب ورته راغی او ورته فرماییلي یې وو چې بیوقوف انسانه! تر څو موسکا زده نکړې تر هغې به مهربانه خدای پر تا مهربان نشي.

ټکنالوژي

د جنت خاوندانو له امریکایانو وپوښتل، کافرو! تاسې په جنت کې څه کوئ؟ امریکایانو په لیپ ټاپ لاس کش کړ او ورته کړه یې، د جنت اییرکنډیشن خراب شوی وو، مونږ یې له دوزخه د جوړولو په خاطر راوغوښتو ـ ټوکه

مذهب

یو شخص بل د امام بارګاه په مخکې ووهل، دویم لومړی شخص د مسجد په سوري کې ووژل، دریم لومړی شخص د کلیسا له څنګه وسوځول، او لومړي دریم شخص په انګار کې وروغورځول ـ محکمې یوه ته هم سزا ورنه کړای شوای، ولې؟ ځکه چې مذهب له قانون او انسانیت دواړو زورور وو.

چرګه

مونږ هر یو د شهادت ارزو لرو لیکن مرګ ته یو هم تیار نه یو، مونږ هر د تقوا د لوړو درجو غوښتنه کوو لیکن عبادت کولو ته یو هم تیار نه یو، مونږ هر یو د پیسه دار کیدلو غوښتنه کوو مګر زیات کار کولو ته یو هم تیار نه یو، مونږ هر یو د روغ او تندرست صحت غوښتنه کوو لیکن مشقت ته څوک هم حاضر نه یو، او مونږ هر یو له هېواده د امریکا جوړولو غوښتنه کوو لیکن مالیې ورکولو ته یو هم تیار نه یو! کاش چې غوښتنې او آرزوګاني چرګي وای او چرګو هم د سرو زرو هګۍ اچولې.

تیارۍ

عمرخوړلې مسیحي خپلې ښځې ته مخ راواړوه او ورته ویې ویل چې د لور واده مو باید د روژې له راتګ وړاندې وړاندې کړی وي، ښځې وپوښتل ولې؟ عمر خوړلې مسیحي ځواب ورکړ، د روژې په راتګ سره د خوراکي اشیاؤ نرخونه له اسمان سره خبري کوي او مونږ غریب یو، د واده د ورا لپاره د ډوډۍ تيارولو روپۍ بیا نه لرو.

ګناه

نوازشریف له پرویز مشرفه د خپلې ګناه په اړه پوښتل، زما ګناه څه وه؟ جنرل پرویز مشرف نن له نوازشریفه د خپلې ګناه پوښتنه کوي (زما ګناه څه ده؟)، عوام کله یو او کله بل ته وګوري او بیا له ځانه پوښتنه کوي چې زمونږ ګناه څه وه؟

مایوس

زه د قاضي القضات د عدالت څخه هغه وخت مایوس شوم کله یې چې د ټاکلو لپاره ډله خلک په مخکې کړي وه.

انصاف

د نوې دهلي سیک راڅخه ګېله وکړه او ویې ویل چې ستاسې په هېواد کې د اقلیتونو سره ډیر ظلم کیږي، ما په خندا سره ترې وپوښتل چې آیا اکثریتونو سره انصاف کیږي؟ سیک زما طرف ته په غور وکتل او ویې خندل او زیاته یې کړه چې ځه ښه خبر ده، مونږ سیکان د ملک په تلاش کې یو، نه د انصاف

بګوان

مسلمان ولسمشر جنرل پرویز مشرف قاضي القضات افتخار محمد چودهري معزول اعلان کړ، فیصله سترې محکمې ته لاړه نو د انصاف لپاره د شل کروړه ډیرو مسلمانو په ملک کې د هندو قاضي رانا بګوان داس په انتظار شول.

جمهوریت

زه د جمهوریت د راتلونکې څخه هغه وخت لا مایوس شوم کله چې منتخب شوو نماینده ګانو د نوې پاکستان تر شعار لاندې د مشرانو جرګې په تالار حمله وکړه.

ځه ورک شه

پر جومات له حملې سره سم چاند مسیح په لوړ آواز چیغې کړي زه مسیح یم، زه مسیح یم، حمله کوونکې یې پر تندې ټوپک کیښود او د کلیمې ویلو یې ورته وویل، چاند مسیح ته په ریښتیا کلیمه نه ورتله، حمله کوونکې په لغته ووهل او ورته کړه یې، ځه ورک شه، چاند مسیح وتښتیدل او حمله کوونکې د مرمیو له باران جوړونې سره سم جومات ته داخل شو.

ویره

په نیم ساعت کې یې دیرش موټرې لوټ کړي وي، د پولیسو د رینجر پر لیدو وتښتید، پولیسو پرې ډزې پېل کړي، هغه ولوید او مړ شو، پولیسو یې تالاشې شروع کړه، معلومه شوه چې توپانچه ورسره نه وه بلکې په دسمال کې یې کیله ټومبلي وه.

ګستاخ

ځوان پیټر د قرآن مجید ترجمه لوستله، د پلار ویلیم مسیح یې د ځوی پر لیدو رنګ والوت، پر بېړه یې د ځوی له لاسه قران مجید واخیست او په تاخچه کې یې کیښود، سامان یې وتړل او له ویرې بل ښار ته وتښتید، دده فکر وو چې مسلمانان به د لس کلن پیټر دا ګستاخي کله هم ونه بخښي.

کافر څوک ؤ؟

د یوه پېر مننونکې د بل پېر مننونکی کس ووژل، د بل پېر مننونکې د لومړي پېر مننونکی په اور وسوځول، دواړه مړه شول، مګر پریکړه ونه شوه چې دوی کې کافر څوک وو؟

ایمان

له بیت الله د طواف پر وخت مې رب ته لاسونه لپه کړل او ترې ومې غوښتل چې لویه خدایه مونږ اهل ایمان ولس د کافرانو له شره په امان کې وساتي، طواف خلاص شو جیب ته مې لاس کړ، خندا مې ټینګه نشوه، کوم اهل ایمان کس مې د بیت الله شریف پر وړاندې جیب وهلی وو.

له سرحده ورهاخوا

د یوې فرقې مسلمان له بلې د ځان ساتلو په پار له ملکه وتښتیدل، د بلې فرقې یو کس ورپسې وو، دواړه په منډو منډو کې د هیواد له سرحده واوښتل، په سرحد ولاړ عسکر دواړه ولیدل او د ای مسلو چیغه یې کړه او ډزې یې پرې پېل کړې، دواړه ولویدل او د دواړو له خولې د لا اله الا الله کلیمه ووتله او روحونو یې ترې پرواز وکړ.

One thought on “حقیقتونه/ لیکوال: جاوید چوهدري”

ځواب ورکول h.s. ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *