حمدالله ارباب ښاغلي حکمتیار ته د باچاخان انځور ډالۍ کوي

تاند – د هېواد نومیالي انځورګر او هنرمند حمدالله ارباب د اسلامي ګوند مشر انجنیرګلبدین حکمتیار ته د عدم تشدد د سرلاري خان عبدالغفارخان (باچاخان) انځور ډالۍ کړ.

له تاند سره په خبرو کې ښاغلي ارباب وویل،‌ ښاغلي حکمتیار ته یې یو شمېر سوغاتونه ورکړل چې هغه په خوښۍ سره ومنل. ارباب وویل، «ما ښاغلي حکمتیار ته د احمدشاه بابا، میرویس نیکه او باچاخان جوړ کړي انځورونه ورکړل او د دې ترڅنګ مې یو څادر هم ورکړ چې په ډېره خوښۍ سره یې ومنل.»‌

ارباب حمدالله وایي حکمتیار ته یې وویل، چې پښتانه په سخت ناورین کې راګېر دي او دی که لس ځلې هم ځان اخوا دې خوا کړي نور یې پښتون بولي او په کار دی چې نور نو له مضر احتیاط نه کار وانه خلي او له فلاکت څخه د پښتنو د را اېستلو لپاره کار وکړي.‌

ښاغلی حکمتیار نومیالي انځورګر حمدلله ارباب ته خپل کتابونه ډالۍ کوي

حمدالله ارباب وویل چې د اسلامي ګوند مشر ورسره ومنله چې په خپل ټول وس به د سولې او د خپلو خلکو د ښېرازۍ لپاره کار وکړي او په پای کې یې ده ته هم خپل لیکلي یو شمېر کتابونه ورکړل.‌

ویل کیږي چې په پېښور کې د استوګنې پر وخت د پاکستان استخباراتي ادارو د باچاخان د پلویانو او د جهادي تنظیمونو تر منځ فاصلې پیدا کړې وې او نه یې پرېښودل چې سره نژدې شي. یو شمېر کارپوهان دا هم وایي چې باچاخان او پلویانو یې غوښتل چې افغانان د روس او امریکا تر منځ د وخت د جګړې د سون توکو په حیث د استعمال پر ځای باید پخپلو کې سره کېني او روغه جوړه وکړي خو د پاکستان استخباراتي ادارو په یوه او بله بهانه د دې پروسې مخه ډپ کوله چې په پای کې یې لکونه افغانان شهید،‌ معیوب او کډوال شول او افغانستان په کنډوالو بدل شو.‌

8 thoughts on “حمدالله ارباب ګلبدین حکمتیار ته د باچاخان انځور ډالۍ کړ”
  1. د پښتون ژغورنی تاریخی پیغمبراو له ریا تش او په انسانیت و اسلامیت ماله مال مبارز ستر پاچاخان اځور ډالی د همدغه قوم د ستر قصاب به لاس کی زه د پروحشت د انسانیت بری بولم … ولی که ریا هم وی د پاچاخان فکر په سرو لاسونوکی لکه سره زر

  2. ښاغلی سلیم تاسو یوازې احساساتي کلیمې سره یوځای کړي چې د هغو هم سر او بېخ نه دي معلوم. حکمتیار یو سیاستوال دی او سیاستوال د وخت د ګټو په اساس خپل دریځ بدلوي. لکه چې د تاند په راپور کې راغلي، په تېرو وختونو کې د پاکستان استخباراتي ادارو د حکمتیار او د باچاخان د خدایي خدمتګارو تر منځ ستونزې جوړې کړې وې له دې امله سره بېل پاتې ول او اوس چې حکمتیار سولې ته مراجعه کړې په کار دی چې مثبتو کارونو ته تشویق او ملاتړ یې وشي. له تاجکانو نه یې زده کړئ چې څنګه جمعیتیان، ستمیان، پرچمیان…‌سره یوځای شول او ټولو د مسعود ملاتړ وکړ.‌

  3. سلام
    نن سبا زمونږ مسلمان ولس ښه پوهيږي چې زموږ ضرورت څه دى؟ په کوم شي بايد څيړنه، غور او سوچ وشي. څنګه موږ کولاى شي د اسلامي جهان بينۍ په رڼا کې د مسلمانا نو تر منځ يو هدفمند ، مسول او با رسالته يووالئ، سوله، اخوت او برابري رامنځ ته کړو. اوس ددې وخت نه دي چې په تيرو پسې وګرځو ځکه تير تاريخ ډير ناوړه برخي لري او د نيوکو له ابغادو وځي.
    ټول مسلمانان ښه پوهيږي چې ښه ښه دي او بد بد ځکه دغه مسله په ډاګه ١٤٠٠ کاله مخکې د زمونږ ستر کتاب چې کلا م الله دي په ترتيب او ترتيل سره ښه تفکيک شوي او په منطقي لحاظ هېڅ ډول پلمه، چل، فساد، حيله او ناروا نه مني ولې ېې نه مني ځکه چې د مستقيمې لارې، پاکې لارې، خلاف دى او ايمان ته ضرر رسوي.دلته د ايمان د سپلين په پاکي، بشپړ باور، اخلاص او متانت، عدالت او انصاف، خواخوږي او همدردي پورې د انساني کرکتر هغه نښي دى چې هېڅ ډول ملعون او طا غوتي قوت نشي ځغملئ .زموږ احساست ، هوس، خيال او سوچ بايد د منفي جهت نه وژغورل شي او دخير او فلاح لاره غوره کړي.
    دې مظلوم ولس ډيرې ، رنډې، بربنډې شپې اوورځي تيرې کړي دغه ولس په سرو اورونو کې سوى ټول اسکليت ېې له منځه تللي نور څه ندي ورته پاتې د ناتو بې تجربه ناپوهان هم دلته ستړي شول، دکرزي ناکامې معاهدي هم کار ور نه کړ د شمالي لافوکانو هم امتحان ورکړ، پښتانه خو لا له ډير پخوا په يوه لاره نه دي تللي روس او امريکا هم دلته تر پايه پورې خپلې هراړخيزه چمونه وکړل. ولې د افغانستان ولس يوازې اويوازې سوله غواړي او د سولې په رڼا ، چوکاټ او معيار کې يود بل سره دريدلاى شي.لهذا په کار ده چې کار اهل کارته وسپارل شي، ددولت په سيستم کې ژور تعديلات راشي، او د کړ کېچ محراق په اساسي توګه وکتل شي ددې لپاره چې ټولنه او دولت ديوه اسلامي حکومت مودل ځان ته غوړه کړي.
    مونږ بدلون ته ضرورت لرو او په بدلون باندي په سوره رعد کې تاکيد شوى بدلون د ترقي او پرمختګ سببګرځي
    هيره دې نشي چې زمونږ د فرهنګ د ګډ وډي لپاره په غټه کچه خلکو ملا راتړلې بايد غم ېې وخوړل شي.د امريکې غږ دري پروګرام له ډمې اريانا سعيد سره خبرې کوي چې ستا ځان د پاريس په کنسرت کې بربنډ وه ته منحيث د يوې ښځي،په ډول د خپلې ازادي او دافغانستان د ښځو دحقوقو په برخه کې څه فکر کوي نوموړې فکر کوي چې بې عفتي، بې حجابي، او بربنډ توب خپلواکي او ازادي ده خو له دې خبره نه ده چې
    په اسلامي لحاظ خداى(ج
    څه فرمايي او له دې نه وروسته حتي په غير اسلامي هېوادونو کې د منځني ښوونځي ذده کوونکو ته ددې مجال نشته چې په خرابو کاليو کې ښوونځي ته راڅرګند شي
    که د هنر مانا داوي چې ځان لوځ کړه خودا د هنر خبره نه ده ستره ناپوهي ده بيا د امريکې عږ هم دغه پوهه د فس بوک په ډول عامه خلکو ته راباسي. اسلام ندارد عيبې
    هر عيبې که است در مسلماني ماست
    زه به په دې برخه خپل نظر د يوې مقالې په طرز له لوستونکو شريک کړم

  4. Salamooona
    De junabi arbab na pa manani sara sha aw haqiqi fikar wakr aw os da de wakht raghalai che bayad taghsoobat khatam kro aw de yahoodo zamano isi pajabistan taglari amali na kro de hekmatyar ratag sara bagher de pashtano na dero afghananoo ta de solhi Omid ziyat shwai de garchi yaw seyasatmadar da kho de Pokhanayo halato na azima gata wakhli garche za hezbi na yam kho waqighiatoona bayad pa nazar ke wanisoo.

  5. Salam.da ahmad saib khbabara sahee da .saleem saib nor zare khabare pregde.os da pukhtano da ithefaq khabare okra.tokaly wapas na razee.da bar afghan da naithefaqai pa waja mong lar afghan taba sho.lag soch aw fiker okre khalaq rababande pa yaw nom aw bal nom lobai kawee.

ځواب ورکول اتل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *