د ګاونډې هېواد تاجکستان اوسېدونکى امیر حمزه حلیموف هغه بهرنى وګړى دى، چې شل کاله دمخه خپل هېواد تاجکستان سره مخه ښه وکړه  او افغانستان ته راغی. هغه په دې موده کې د نورو ټولو افغانانو په شان جگړه زغملې ده. کله چې په افغانستان کې جگړه ډیره سخته شوه، نو حليموف هم د زرګونو افغانانو غوندې درد  وزغمه او د خپل ارام او ښکلي هېواد په ځاى د پاکستان پېښور ته کډوال شو، هلته يې څو کاله ژوند وکړ، خو دحالاتو له ښه کېدو سره يو ځل بيا له نورو ګڼو افغانانو سره د دوى هېواد افغانستان ته ستون شو.

   حلیموف اوس له خپلو دوو زامنو سره په یوه وړوکې خونه کې ژوند کوي، چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ورته ورکړې ده. هغه وایي چې په افغانستان کې د کډوالۍ د قانونه د نه شتون له کبله يې برخليک نا څرګند دى او په ستونزمنو حالاتو کې ژوند کوي.

   دغه تاجک پناه غوښتونکی وایي:((تر اوسه پوري دلته قبول شوي نه یو. موږ ته یې کار نه دی راکړی. تر اوسه پوري به د کډوالو وزارت موږ ته اعاشه راکوله، خو اوس هغه هم قطع شوې ده. موږ اوس له دکانونو او مغازو پور اخلو او د ځان له پاره ډوډۍ برابروو.))

د حليموف د پناه غوښتنې پاڼه داسې مهال افغان حکومت ته وړاندې کېږي،چي هره ورځ په سلګونو  افغانان له ايران او پاکستان نيولي تر ټولو لوېديځو هيوادونو د تېښتې او پناه غوښتلو په هڅه کې دي او تمه يې داده، چې په هره بيه او بدل چې وي، ځان بايد له خپل هېواد وباسي او په يوه بهرني هېواد کې تابعيت يا هويت پاڼه تر لاسه کړي، چې ډېر هغه يې خپله دا هيله له ځان سره ګور ته هم وړي ، يا د قاچاق وړونکو ښکار او يا هم په سمندرونو کې د نهنګانو او کبانو خوراک شي.

  خود تاجکستان  ددې اوسېدونکي کيسه بيا عجيبه او له نورو بېله ده، دى په هغه هېواد کې پناه غواړي، چې وضعيت يې دده له هېواد ښه نه دى او ديوه کورنۍ څارګرې جګړې په اور کې سوځي. د حلیموف د کورنۍ یوه برخه په تاجکستان کې ژوند کوي خو هغوی نه شي کولای چې له یو بل سره د تلیفون له لاري ارتباط ونيسي. حلیموف وایي چې که خپل هیواد ته ستون شي نو ژوند یې سل په سلو کې له گواښ سره مخامخیږي. حلیموف په تاجیکستان کې د کمیونستي حکومتونو پر ضد مبازره کړې ده.

   حلیموف بې طنۍ سخت ځپلى، ډېر وخت له خپل دې وضعيت نه ځورېږي او وایي،  چې د تابعیت د نه لرلو له کبله له ډېرو ستونزو سره لاس او گریوان دی. هغه زیاتوي: ((شپږ کاله کیږي چې د عدلیې وزارت، کورونیو چارو وزارت، UNHCR، جمهوري ریاست، او د کار او ټولنیزو چارو وزارتونو ترمنځ سرگردانه یم.))

   د افغانستان د کډوالو وزارت وایي چې اوس مهال په دې هیود کې د ایران، تاجیکستان، چین، پاکستان، بنگله دیش او عراق ۱۵۰ تنه وگړي ژوند کوي چې غواړي د افغانستان تابعت ترلاسه کړي.د کشمیر خپلواکي غوښتونکي، د چین مسلمانان او تاجیک جنگیالي هغه کسان دي چې نه غواړي په هیڅ حالت کې هم بیرته خپلو وطنو ته ستانه شي.

  د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، چې د بشردوستۍ د حس له مخې یې اوس څلورو تنو پناه غوښتونکو ته په خپل مېلمستون کې ځای ورکړی دی. حلیموف، دوه زامن یې او یو تن ایرانۍ اوس په دې مېلمستون کې اوسیږي.

   د حلیموف دوه زامن د نورو افغانانو غوندې د کابل ښار په نومانده لېسه حبیبیه کې درس وایي. خو هغوی په ډیرو سختو شرایطو کې وخت تیروي. له دې کبله چې حلیموف او زامن یې د افغانستان تذکرې نه لري، نو هغوی نه شي کولای چې کار پیدا کړي.افغانستان لا تر اوسه هم د تابعت قانونه نه لري. د دې هیواد د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت چارواکي وايي چې اوس هغوی د دې قانون د مسودې د جوړولو په حال کې دي.

   په یو شمیر هیوادونو کې پناه غوښتونکې اجازه لري چې د خپل هیواد د رژیم پر ضد سیاسي فعالیتونه وکړي، خو په افغانستان کې لا تر اوسه پوري هغوی ته دغه ډول اجازه نه ده ورکړل شوې.خو ددې سره سره بيا وېره څه ده، چې د افغان حکومت د کډوالو چارو وزارت حليموف او نورو بهرنيو وګړو ته د تابعيت ورکولو په برخه کې روښانه درځ نه څرګندوي؟ د کډوالو چارو وزارت وايي، چې د کډوالۍ پرقانون جدي کار روان دى، هر وخت چې دغه قانون به پاس شي، نو افغان حکومت به په دې توانېږي، چې د کډوالو وزارت په اډانه کې د بهرنيو وګړو يا کډوالو لپاره ځانګړى رياست رامنځته کړي.

 ◄ دا ليکنه په ملي باور ورځپاڼه کې خپره شوې ده.

One thought on “حمزه حليموف لاهم افغان تابعيت نه دى تر لاسه کړى! – خ- تسل”
  1. که افغانستان دوی ته تابعیت ورکړي، مانا دا چې د نړۍ ټول تروریستان به افغانستان ته را مخه کړي.

ځواب ورکول شادګل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *