تاند- د پاکستان د ای ایس آی پخوانی ريیس متقاعد جنرال حمید ګل وايي، امریکا په افغانستان کې له خپلې ماتې وروسته د پاکستان د ویجاړولو په لټه کې ده.

جنرال حمید ګل، چې افغانان یې د افغانستان د سوکالۍ او وجود لوی دښمن ګڼي، د پنجاب په مرکز لاهور کې د «پاکستان نظریه» په نوم په یوه کنفرانس کې ادعا وکړه چې امریکا په افغانستان کې ماته کړې او اوس په دې هڅه کې ده چې پاکستان ویجاړ کړي.

حمید ګل له تېرو ۱۳ کلونو راهیسي په ځلونو ویلي چې امریکا په افغانستان کې ماتې کړې او یا دا چې امریکا افغانستان ته د دې لپاره راغلې چې د پاکستان اتومي بم له منځه یوسي.

خو حمید ګل د لاهورپه کنفرانس کې د خپلو پخوانیو څرګندونو خلاف وویل چې طالبان د امریکا له لوري رامنځته شوي دي.

دا په داسي حال کې دي چې حمید ګل او د آی ایس آی نورو پخوانیو چارواکو تل ویل چې طالبان د افغانستان د ازادۍ لپاره مقدس جهاد کوي.

ده کنفرانس ته وویل:«طالبان د امریکا له لوري رامنځته شول، دوی غواړي چې په دې توګه اسلام بدنامه کړي.»

حمید ګل په عین حال کې وویل چې روسیې په افغانستان کې ماتې وکړه او امریکا هم ناکامېدونکې ده مګر حاضره نه ده چې په سیمه کې خپلې ګټې په اسانه له لاسه ورکړي.

ده دا هم وویل چې تل یې ویلي چې د ۲۰۰۱ میلادي کال د سپټمبر د یوولسمې نېټې پېښه پر افغانستان د حملې لپاره یوه پلمه وه مګر د امریکا اصلي هدف پاکستان دی.

حمیدګل، چې د پاکستان اساسي قانون ته ځان وفادار بولي، وویل چې لوېدیځه دیموکراسي مسلمانانو ته ګټه نه لري او مسلمانانو ته تر ټولو ښه قانون قرآن دی.

تېره اوونۍ پاکستاني طالبانو اعلان وکړ چې د پاکستان په اساسي قانون کې حتي یوه ماده هم اسلامي نه ده. خو د پاکستان حکومت له طالبانو سره د خبرو لپاره یو اساسي شرط دا ټاکلی چې هر راز خبرې به د پاکستان د اساسي قانون په رڼا کې کېږي.

حمید ګل دا هم وویل، سره له دې چې پر افغانستان له ۲۰۰۱ څخه یرغل شوی خو په پاکستان کې له ۲۰۰۶ څخه د امریکا د بې پېلوټه الوتکو له حملو وروسته ځانمرګي بریدونه پیل شوي دي.

17 thoughts on “حمید ګل: امریکا غواړي چې پاکستان له منځه یوسي”
  1. حمید غوله په خوله دی برکت شه الله دی وکی چه داد فساد زاله(فکستان)دابد لپاره ددنیا له نقشی ووزی او دنابودی کندی ته ولویژی دهمغه وخت په تمه

  2. که چیری تاسو وغواړی چی ددوږخی مخ وګوری نو ددغه ارمونی مخ ته وګوری دی دغه جنرال حمید ګل درته یادوم دی هم داسلام دعوه کوی

  3. د خمید ګل په خبرو کې ښې نښئ ښکاري،
    لومړی امکان لري امریکا له طالبانو سره سولې ته زړه ښه کړی وي، نو چې داسې وشي،
    دوهم: د پاکستان د وهلو نوبت رارسیږي
    خو حکمتیار او حقاني هم باید په سوله کې شامل شي، چې پاکستان د هغوی له موجودیت نه سو استفاده ونه کړي.

  4. دی خو له همدی اوسه نه وارخطا دی
    تاسو باید ډیرڅه وګوری د افغانانو قاتلانو ، انشاالله په 2015 کال کی به د پاکستان په نوم کوم هیواد شتون ونلری

  5. حمیدګل یو منافق او دوزخی تور مخی پنجابی او د اسلام . افغانستان او پاکستان د مسلمانانو اصلی دښمن دی.

  6. هغه به هم ډیرو افغانانو ته د ویاړ ورځ وی چی یوه ورځ پاکستان تباه برباد وران او ویجاړ وی او هیڅ نوم او نشان یی نه اوسی او د الله تعالی نه داسی ورځ غواړو چی د افغانانو دا ارمان الله پاک پوره کړه

  7. Loy khuday ba dase sa wakri che staa po khwa aw po tama ba na wi. De Afghanistan po ghata ba dase halat rashi che Hamid ghula! ta ba po fekar aw khyal ke ham na wi dar garzawali.

    Po de 35 kalon ke staso le amalono dase malomigi che taso de Loy KHUDAY le qodratono monker yast.

    Har sa mo rasara wakral le hech spak aw lwidali kar sakha mo dregh wa na kro…….

    Os tig shay

  8. if we see the current situation of Pakistan Hamid gul is absolutely right now days is able a big clash between USA and UK united state of America say there is no necessity to pakistan in Asia but UK is disagree with USA

  9. پاکنستان ده افغانستان هغه ذاتی دښمن ده چی کلونه کلونه راهسی دا کوښښ کوی چی کومه به هغه ورځ وی چی افغانستان په بشپړه توګه وران شی خودا هیلی به دوی له ځانه سره ګوز ته یوسی دا ځکه چی اوس دا افغانان ندی کوموبه چی ده ته د دوست په نظرکتل اوس ټول افغانان په دی پوه شوی دی چی ده افغانسان اصلی دښمن څوک دی
    خو ورځ لری نده کومه به نن افغانان کړیږی داسی به پاکسنانیان کړیږی
    بی اربی دی معاف وی دوی ټول ده سپی ذاته دی ځکه وی ددوی درواغجنه او په غلا نیولی نقشه همداسی ده سپی په شکل ده
    زه دحپل رب العلمین دا سوال کوم چی لکه څنګه چی افغانان وزورول داسی دی دوی وزورول شی

    امــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــین ســـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــومه امین

  10. جنرال حميد كل ته. :

    ستأتي اعترافات او هغه جنايات، جه به سميه ،او بالخاصة به أفغانستان او باكستان كي تا د خبلو. بادا رانو به دستور إنجام كره تا دانسانانو دوزني او دمما لكو دتخريب او ويجاري به خاطر د تنظيمونو أوطأ لبانوتشكيلات دغربي او عربي مما لكو جه به راس كي أمريكا قرار درلوده دعملي أقداما تو عامل ته بخبله ته وي.
    تا ظالم إنسان وكرلي شوه جه دخبل شؤم أعمالو به نتيجه كي به ميلونونو إنسانان تر خاورو لأندي كري أوبه ميلونونو إنسانان بي كوره او د
    نري كود،كود كي دبي وزلي د زوند شبي او ورخي تيري كري دافغانستان أباد مملكت دي به خرابه تبديل كر . داسلام دسبيحلي نامه لأندي تا خه نه وه جه ودي نه كرل .لطفاء هر خه عاجل د رسانو له لاري دافغانستان او باكستان دخلكو خخه عفوه وغواره .اوخبله كر غيرنه خيره دي خلكو ته تشر يح كره. وروسته هر خه عاجل محكمه بين المللي او با دا سلامي ممالكو سازمان ته خان تسليم او ورته ووايه جه ما بد بخته او وحشي صفته قاتل محاكمه كري .

  11. Doe khodai wahale de .Da zulum kasa Naskor da . Aw bal da che taso da Qur’an azemullshan qanon kala tabe wai da Angraze , da English qanon tabe yast .pa akhir ke bya Yao matal . SA CHE KARRE HAGHA BA REBE Pakistana aw isi

ځواب ورکول خراسان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *