استاد سنګروال
  استاد شهسوارسنګروال   
کله چې حنيف اتمرله دندې ګوښه شو، ډېره توخته يې ونکړه، زغم يې ډېر زر پاېته ورسېد او دستي يې له هغه اېتلاف سره ځان غوټه کړ چې د ولسمشراشرف غني پر وړاندې جوړ شوی دی. په دغه اېتلاف کې بېلابېل هغه زورواکي، د وسلو او پېسو څښتن، د حکومت له چوکېيو…د واک او ځواک له بېلابېلو پوړيو او دب دبو ولېدلي کسان راټول دي، چې تل په ځانګړي ډول د زاړه ولسمشر حامد کرزي د واک په مهال نازولي اموخته شوي وو او اوس د ډېرو وسلو او پېسو خاوندان دي …
کله چې د وږي په درېيمه نېټه د ډلييزو رسنيو او خپرونوله لارې د استعفا خبر خپور شو، نو اتمر داسې وښوده، چې ګنې د کورنۍ او بهرنۍ پاليسئ د ناسمې تګلارې په موخه يې استعفا وکړه…!؟ ولې د ده په څرګندونو کې د دې پوښتنې ځواب، دلاتت دی، چې کله په دولت کې دغه ستونزه رامينځ ته شوه؟   …اوس چې د دغه دولت د واک غوښنه برخه پايته رسېدلې ده اوهلته څو مياشتې ولسمشريزو ټولټاکنو ته پاتې دي او تاسو له واکه ګوښه شوئ چې په دې سره تاسو د ولس په ستونزو څو لپې ورزياتې کړې …د اتمر له څرګندونو داسې برېښي لکه ولس، چې ړوند او يا کوڼ وي !؟ دا په دې مانا چې ولس دغه نه ليدل، چې د دغه دولت واک د چا په لاس کې وو؟ ايا خلکو دا نه ليدل، چې ستا ټيم په ښکاره ويل، چې د دولت مغزمتفکر اتمرصاحب دی …يا دا چې ستا ټيم، چې له وزارتونو راواخله تر ولايتونو پورې په لوړو چوکیو ناست وو او يا ناست دي سلګونو ته نه رسېږي؟ دوئ تل ستا ستاينه کوله او ستا د سيال غندنه…دوئ به دا هم ويل، که اتمر نه وي د غني حکومت يوه ورځ هم نه چليږي!؟ د اتمرپه دفترکې اوس هم د اوولس تنو په شاوخوا کې د زورواکو، په دغه لړ کې د يونس قانوني، وقاد زامن او د جمېعت تنظيم يو شمېر نور د بېلګې په ډول يادولی شو چې د ده له خوا په ډېرو امتيازونو سره په دندو ټاکل شوي ول…که څه هم دا څه نوې خبره نه ده …په حقيقت کې د اتمرصاحب د ګوند رهبرانو لکه محمود بريالی، مزدک، کاوياني، وکيل، عظيمي،علومي …له احمدشاه مسعود او د جمېعت له نورو رهبرانوسره د جبل سراج تړون لاسليک کړ!؟ اتمرصاحب ايا ده د کوم بېوزله بېوسه او بېکسه ځوان په ټاکلوکې مرسته کړېده؟ که يې کړي وي څوک دې نوم واخلي! د ده په دفتر کې داسې کسان هم په دندو ګمارل شويدي، چې په رشوت، اختلاس، چور او فساد کې ښکېل وو، چې يوازې د ساري په توګه حاجي داود لغمانی يادولی شم، چې دی د اتمرله خوا په هلمند کې ښاروال وو…د ده د فساد يوه بېلګه يادوم، چې په لښکرګاه ښار کې په يوه د تېلوپمپ د سړک نخشه راغله، همدغه داود د تېلوپمپ له څښتنه پنځوس زره ډالره واخستل اوهغه نخشه يې واړوله…يوبل مثال، د اصف جبارخېل په نوم يوتن، چې مسلکي پوليس هم نه وو،نه يوازې جنرال کړبلکې دخواجه رواش دهوايي ډګرقومندان وټاکه،چې دده په وخت کې په ميلونوډالرله همدې لارې ايران،دوبۍ،پاکستان اونوروهېوادونوته ووتل.
که لږ شاته لاړ شو اتمرصيب د حامدکرزي دواک په مهال د کورنیوچارو وزير وو، په هغه وخت کې په ميلونوجريبه دولتي او شخصي ځمکه غضب شوه…ده د يوه وزيرپه توګه، چې د دې غضب د مخنوي مسوليت يې د نورو امنيتي مسولينوپه څېرد پام وړ وو څه وکړل؟چې وسه يې نه رسېده ولې هغه وخت استعفا ونه کړه ؟؟که څوک پيدا شي او ووايي چې استعفا يې وکړه ،خو د هغه لامل په هغې لویې خيمې ترهګريز بريد وو،چې صالح هم په ورته برخليک اخته شو..
د حامدکرزي د واک په مهال، چې اختلاس، فساد، چور، رشوت، بې عدالتي، ترور، نااهلو ته د واک سپارل، د ځمکې مافيا، قاچاک او په لسګونو ناوړه کړه وړه، چې ملي ناخوالو، ملي ناورين او نورو ټولنيزوغميزوته لاره اواره کړه…د ساري په توګه يادولی شو.
هغه وخت چې اتمرصيب ترپايه، ان تراوسه، چې چوپه خوله پاتې دی، ښايي لامل يې په دغو څو ټکو کې ومومو…لږنورهم شاته ځو:
_  په 2002 کال د فبروري په مياشت کې، چې د1380کال د دلوې له27مې نېټې سره برابر وو حامدکرزی لندن ته راغی، په بريتانيا کې مېشتو افغانأنو سره ليدنې کتنې درلودې، په دغه وخت کې د بريتانيا د بهرنېيوچارو وزير جکستراهم د کرزي ليدلوته راغی، له حنيف اتمرسره داسې روغبړ وکړ لکه دمخه چې سره ليدلي وي …!؟ له څو شېبو وروسته جکسترا ووت خو دی له کرزي سره پاتې شو…!؟ انګېرنې داسې هم وې دا چې اتمرله کرزي سره وليدل، نو بيا له ده سره يوځاې افغانستان ته لاړاو دستي په دنده وګمارل شو .
هغه وخت چې اتمرصېب د کورنيو چارو وزي روو، دا منيتي حوزو ديارلس غړي چې مسلکي زده کړې څه چې نيمه نا لوستي وو د امرينو په توګه ځکه وګمارل، چې د جميعت تنظيم غړيتوب يې درلود…داسې په لسګونه بېلګې لرو،چې په هغه وخت کې ترسره شويدي . .
کله چې دحامدکرزي اوامريکا ترمينځ اخ وډب رامينځته شو،چې له بده مرغه دکرزي صاحب داستان هم داتمرداستان ته ورته دی…حامدکرزي په لنډمهاله،مينځمهاله اووروستمهاله پېرونوکې دامريکا په بريدونوسترګې پټولې ،چې په جنازو،ودونو،اخترونواونوروځايونو،چې هلته به دخلکوګڼه ګوڼه ډېره وه بريدونه کول اوترډېره بريده قرباني يې ملکي وګړي ول.ولې هغه مهال،چې کرزي دواک وروستئ شېبې وې اودبل ځل له پاره يې دبيا ټاکلوچانس نه وه نوبيايې دامريکا پروړاندې مټې رابډوهلې
که څه هم اتمرله دې وخت نه ښه سياسي ګټه واخسته،کومې تېروتنې چې دکرزي دواک په مهال شوې وې هغه اسناديې جوبايدن اوجان اف سوپکواونوروبنسټونوته په واک کې ورکړلSpecial inspector Genral Afghanistan
اوله دې سربېره دحنيف اتمراودامريکادچارواکوترمينځ هوايي پل وتړل شو،له لندن نه يې مخ واشنګتن ته شو…
داشرف غني په واک اوځواک کې داتمردواک اوځواک برخه له هرچاغوښنه وه،ده نه يوازې په هېوادکې دننه دهرچادټاکنوان دوزيرانو،چې دمالې اودفاع وزيران دبېلګې په توګه يادولی شو،واک اوصلاحيت درلود…په بهرکې هم ده په ډېروموهموسفرونوکې ونډه اخسته،راواخله،د2017کال دمې 24مه نېټه،اتمردروسې،ايران اوپاکستان له استازوسره په مستقل ډول وليدل…دجون په دويمه نېټه(2017)يې له مک مسترسره وليدل… دنوامبرپه 25م نېټې(2017)کال بيا يې روسې ته سفروکړ…داپرېل يوويشتمه(2018)کال يې چين ته سفروکړ…داسې په لسګونه رسمي اونارسمي سفرونه يادولاې شو،چې دسفرخرڅ په نوم يې زرګونه ډالرترلاسه کول…له دې سربېره کله،چې دجون په مياشت کې داسلامي جميعت تنظيم غني ته وړانديزوکړچې اتمرله واک اودندې ګوښه کړي خوهغه دهغوئ وړانديزته غاړه کېنښوده ،ولې له بده مرغه کله استعفاوکړه دده لومړئ سياسي ليدنه دجميعت دګوند له هغوغړوسره وه،چې دلوې اېتلاف په جوړولوکې ستره ونډه درلوده ..
په دې ټولوهڅودلوې اېتلاف هرغړی پوهېږي،داچې اوس يې ده ته وړانديزکړی دی ،چې موږغواړوتاسودانتقالي ادارې مشروټاکو…له دې وړانديزنه ددوئ موخه داده غواړي دغني پروړاندې استعمال کړي ،چې په لومړئ ناسته کې ورته په اصطلاح دداسې سترمقام دورکړې ژمنه وکړه . دغه ډول ناستې نه يوازې دخلکواوافغان ولس په ګټه نه دی ،ان داتمرپه ګټه هم نه دی…اتمربايد په دې پوه شي ،چې د هېوادلومړی سړی نشې کېدی اونه په راتلونکي کې دغه موقف پيداکولی شې. …
دده پروني سيالان هم په دې پوهېږي،اېتلاف ته ګرانه ده،چې اشرف غني سمدستي لرې کړي ،ځکه چې لږترلږه هغه يومتخب ولسمشردی ولې  حنيف اتمرپه اسانه لرې کولی شي…اتمربايد په دې پوه شي،چې دکرزي په ککره کې اوس هم دواک نېشه پرته ده…داچې څومره هم اتمرځان اسلامي جميعت ته نږدې کړي، دهغوئ له پاره دبا وروړنه دی…دابه هرچااورېدلي وي ،چې يونس قانوني وويل مجاهد بايددهېوادلومړی سړی وي ،نه دويم ،له دې خبرې نه يې موخه داده،چې بايديونس قانوني وي اوياکوم بل دشوراې نظارغړی …!؟
که څه هم داشرف غني له ډېروکړووړونه ولس خوشاله نه دی ،ولې داپه ځغرده ويلی شم،چې له يونس قانوني،ولي مسعود،ضيامسعود،له رشيددوستم ان له کرزي…اوداسې نورونه اشرف غني غوره دی…له دې يادوکسانونه حنيف اتمرهم ښه دی،که څه هم دده له يوشمېرکارونوسره همغاړی نه يم لکه دساري په توګه ده هم په شېرپورکې،چې خلک ورته شېرچوروايي ځمکه اخستې ده…ياد نيويارک ټايمز دورځپاڼې له مخې، چې د فبروري په 14مه(2011کال) نېټه يې وويل، د کابل بانک په رسوايي کې، چې په ميلياردو ډالره اختلاس شول حنيف اتمر، يونس قانوني، فاروق وردګ او په لسګونو نور د يادولو وړدي لاس درلود...
ولې بياهم دده دغه کارستايم،چې دکرزي دمهال دفساد سرچنې ان دکرزي دوروڼوداختلاس راپورونه امريکايي اوبرېتانوي چارواکو ته په بېلا بېلو وختونوکې ورکړي دي…
له دې ټولو څرګندونوسره سره ديوه افغان په صفت زما سپارښتنه دا ده،که چېرې د ده استعفا دکوم مصلحت له مخې نه وي بايد اشرف غني سره بيا وګوري اودواړه په ګډه د ملي ګټوپه رڼاکې يوبل ته لاس ورکړي…دااوس هم په اصطلاح دلوې اېتلاف غړي تورپورې کوي،چې حنيف اتمرڅوسری څارګردی باورپرې نه دی په کار…!؟
د اوس لپاره همدومره

په تاند کې نه یوازې دا بلکې د لیکوالو په نوم ټولې خپرېدونکې لیکنې د لیکوالو د نظر ښکارندويي کوي نه د تاند.

3 thoughts on “حنيف اتمر؛ د لوې ایتلاف؛ په مينځ کې”
  1. sangarwal sahib mananah/ HANIF ATMER FORMER COMMUNIST/AFTER
    ITELLIGENT OF BRITISH &US INTELLEGENT,
    IN LAST TIME 25 MILLIONS DOLLERS IS MISSING;
    I BELIVE ONLY HONEST AFGHAN LEADER WHO IS CORRUPTION FREE
    IS ASHRAF GHANI.
    ASHRAF GHANI IS REAL AFGHAN WHO WANT TO REBUILD ECONOMIC SYSTEM OF AFGHANISTAN.THANK YOU

  2. سلام
    مشک انست کہ خود ببوید نہ انکہ عطار گوید
    د اتمر پہ ھکلہ پہ رسنیو کی احسا ساتی لیکوالاُ نو د عطار نوم غورہ کری
    استاد پہ خلورو لسیزو زموز فرھنگ بدل نہ شو ستر القاب دی اولاپی دی اتمر د کرزی لہ کمزوری اداری دیرہ گتہ پورتہ کرہ وایی چی چپی ھم وہ ماھر دی خو پہ خپل وزن کی نہ د افغانستان د زعامت ،مستقبل او تاریخی شخصیت پہ بنا
    خینی سارہ او غت چپیان ھم ستایی

  3. “مغزمتفکر اتمرصاحب دی …يا دا چې ستا ټيم، چې له وزارتونو راواخله تر ولايتونو پورې په “لوړو چوکیو ناست وو او يا ناست دي سلګونو ته نه رسېږي؟ …د ده په دفتر کې داسې کسان هم په دندو ګمارل شويدي، چې په رشوت، اختلاس، چور او فساد کې ښکېل وو، چې يوازې د ساري په توګه حاجي داود لغمانی يادولی شم، چې دی د اتمرله خوا په هلمند کې ښاروال وو… هغه وخت چې اتمرصيب ترپايه، ان تراوسه، چې چوپه خوله پاتې دی، ښايي لامل يې په دغو څو ټکو کې ومومو… په نوم يوتن، چې مسلکي پوليس هم نه وو،نه يوازې جنرال کړبلکې دخواجه رواش دهوايي ډګرقومندان وټاکه،چې دده په وخت کې په ميلونوډالرله همدې لارې ايران،دوبۍ،پاکستان اونوروهېوادونوته ووتل.…”

    “له دې ټولو څرګندونوسره سره ديوه افغان په صفت زما سپارښتنه دا ده،که چېرې د ده استعفا دکوم مصلحت له مخې نه وي بايد اشرف غني سره بيا وګوري اودواړه په ګډه د ملي ګټوپه رڼاکې يوبل ته لاس ورکړي”

    Heavy contradiction :

    If the first part of the quotation above is correct, then he should be investigated and if guilty, be punished. But instead the author of the article make a 180 degree turn recommending Mr. Atmar to rejoin the team!

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *