تاند، یکشنبه، د قوس ۲۴ مه: د ملي امنیت پخواني سلاکار او د ولسمشرۍ نوماند حنيف اتمر د قطر په پلازمېنه دوحه کې له زلمي خلیلزاد سره کتلي دي.
معلومه نه ده چې حنیف اتمر په دوحه کې له زلمۍ خلیلزاد سره څه ویلي خو ښاغلي اتمر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې دا لیدنه د دوحې کنفرانس په څنډه کې شوې ده.
حنیف اتمر د قطر د لومړي وزير مرستيال او د بهرنيو چارو وزير ښاغلي محمد بن عبدالرحمن الثاني په رسمي بلنه دوحې ته تللی او هلته يې د دوحې په ۱۹مه عمومي ناسته کې ګډون کړی دی.
دوحه فورم په نوم دغه ناسته د نړۍ له بيلابيلو هېوادونو څخه سياسي مشران د نړۍوالو پاليسيو په کچه پر مختلفو موضوعاتو بحث او خبرو اترو ته رابولي.
سږ کال په دې ناسته کې پر دولت دارۍ، امنيت، پانګونې، ټکنالوژۍ او نورو مهمو موضوعاتو د پاليسيو په کچه بحث وشو.
حنیف اتمر، حکمتیار، انوار الحق احدی، عبدالله عبدالله او داسی نور سیاسیون د لنډه مهالی اداری او دولت د جوړولو غوښتونکی دی چی خلیلزاد زیاتره وخت له داسی کسانو سره ناسته پاسته کوی
امرېكه او اصلى طالبان(پاكستان,ايران,روس,عرب ملكونه) د ه افغانانو سره لوبى ,ټوكۍ او چل ول كوى او په دنېا كښى افغانان ده خلقو ده خنده شو
ده افغانستان ده سياستدانانو عقل سه شو?