تاند- د افغانستان د ملي امنیت پخواني مرستیال محمد حنیف اتمر نن /جمعه/ رسماً ځان د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کاندید کړ.

یونس قانوني او محمد محقق د ده دوه مرستیالان دي خو راپورونه وايي چې ښاغلي اتمر د صدارت چوکۍ د بلخ پخواني والي عطا محمد نور ته وړاندیز کړې او دغه راز یې ویلي چې د ولسمشر مرستیالان به زیات کړي او درېم مرستیال به یې یو ازبک وي.

اتمر پر خپل انتخاباتي ټیم «سوله او اعتدال» نوم ایښی دی.

ښاغلي اتمر ټینګار کړی په سیاسي نظام کې به بدلون راوړي، د صدارت چوکۍ او د درېم مرستیال پوسټ به رامنځه کوي.

تر دې مخکې د ده لومړي مرستیال ښاغلي قانوني ویلي چې اتمر ژمنه کړې چې د ولسمشرۍ واک به له صدراعظم او مرستیالانو سره وېشي.

اتمر په یوه بیان کې، چې انلاین یې خپور کړی، ویلي چې نن به له خپلو مرستیال کاندیدانو سره د انتخاباتو خپلواک کمیسیون ته لاړ شي او رسماً به ځانونه کاندید کړي.

د اتمر ټیم وايي چې منصور نادري، اسماعیل خان، حامد کرزی، عطا محمد نور، شاکر کارګر، عمرزاخېلوال، جیلاني پوپل، پیرسید حامد ګیلاني، محمد عالم ساعي او صبغت الله مجددي د ده د کاندیداتورۍ ملاتړ کوي.

خو پخواني ولسمشر حامد کرزي ته نژدې سرچینې وايي، چې کرزی د اتمر د ټیم ملاتړ نه کوي.

تراوسه پورې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په کاندید شویو کسانو کې اتمر تر ټولو مطرح کاندید دی چې ښايي د سرطان په پای کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشرغني اصلي سیال وي.

8 thoughts on “حنیف اتمر ځان رسماً ولسمشرۍ ته کاندید کړ”
  1. دتاسو کاميابي د افغانستان بربادئ ده
    افغان اولس د خدای له دی خاينانو وساتی

  2. Handicapped or Disabled Groupe

    ګروپ انډی کاپی یا دیوی پښی مخلوق

    ښاغلی اتمر او ښاغلی قانونی دواړه په لکړه یا امسآ ګرځی

    آیا په دیی هیواد کی بل څوک نشته؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟

    خدای ج دیی د افغانانو غیبی سواب وکړی
    الله ج ته سوال کووم چه په افغانانو نور رحم وکړه تر قیامته یی نور مه شرموه

    خدایه سوال درته کوو نوره ځمونږ توبه قبوله کړی

  3. د اتمر صاحب تیم عجیب ترکیب لری ، ځکه دا دوه نور یی دبیا کاندیدی حق شرعا نلری خو کمیسیون انتخابات کی اګر چی صیاد ، دکتورا فی الشریعه لری خو نه پوهیږم ددی تخصص نه به چیری ګټه واخلی؟
    خو ملت دی ویښ اوسی او د خیر سړی ته رایه ورکړی نه په جاهلی اړیکو.

  4. سلام
    زه د فعلی یا راتلونکی حاکمیت د حقانیت یا نه حقانیت او یا انتخاباتو د مشروعیت یا نه مشروعیت په هکله د و یلو څه نلرم خو فقط دا یوه وړکې رسامی یا کاردستی غواړم درته وړاندی کړم البته دا کومه تحفه نده چي ګران لوستونکی ئې په منلو مکلفیت وی کولای سي هیسته لیری ئې وغورځوی
    رسامی یا کارتونیک داستان دادی چي
    یو ښکلی ځوان بلوغ ته رسیدلی دی د واده لیاقت او حتی استعداد او شرائط ئې هم مهیا دی او زړه ئې غواړی هغه پېغله ئې په برخه شی کوم چي دده آرمانی نړۍ ور آبادولای شی خو یوازنۍ ستونزه ئې د آزاد انتخاب د حق نه درلودل دی مانا دا چي پلار یا کوم بل سرپرست مبارک ئې د لاندی اوصافو درلوونکې پېغله یا ووایو څو الټرناټیوه ورته وړاندی کړیدی
    اول – پېغله ښائسته ده او کمالداره ده خو تخمدان ئې له کاره لوېدلی او د ماشوانو د زېږ څخه محرومه ده
    دوهم- پېغله ښائسته او کمالداره او هنرمنده او لایقه ده خو مخکی د نورو نامحرمو هلکانو سره سینماګانو ته تللې ده هغه هم څه تراژیدی سینماګانو ته
    دریم- پېغله ښائسته او آرامه او اخلاقی ده خو د کورنۍ نور غړی ئې د کوڅې او کلی غټ غټ بدماشان دی چي ممکن دا حالت ئې د احتمالی راتلونکی مېړه سره په یوه عاطفی ستونزه بدل شی
    څلورم- پېغله نور ډېر ښه اوصاف لری خو ښائسته نده چي ممکن دا حالت هم د راتلونکی احتمالی مېړه سره یوه احساسی- عشقی ستونزه رابرسېره کی
    لنډه دا چي دا ګُلالی ځوان ددې تحمیلی الټرناټیو د داېرې څخه د خروج واک نلری او باید هغه پېغله ومنی کومه چي یا ئې هګۍ کږه ده یائې سدرۍ کږه ده یا ئې کورنۍ کږه ده یا ئې نیمه یا ټوله نړۍ کږه ده
    کاشکی کیسه داسی وای
    زموږ په مېنه کی د خوړو د فرهنګ یوه څنډه داوه کله چي به په یوه پنځه شپږ کسیزه کورنۍ کی ښوروا پخه شوې وه نو د ښوروا غوښی به پر مثلاً شپږو برخو ووېشل سوې
    د یوې برخی به سپینه ډېره وه او د بلی برخی به مثلاً پٌښتۍ یا بله خوښوونکې یا نه خوښوونکې برخه ډېره وه یعنی هري برخی به یوه ذائقوی ستونزه درلوده خو د کورنۍ غړو او پر سترخوان را ټولو سوو کسانو به په ډېره خوښي او رضائیت یو بل ته د الټناټیو د انتخاب حق ورکاوه
    خو
    د تُروه مرغه زموږ وولس نن سبا ځان ته د یو منلی برخی یا په بله ژبه ځانته د یوې هر اړخیزی ښکلی ناوی د انتخاب څخه بې برخی پاتی دی او د هغه څه منلو ته مجبور شویدی کوم چي بابا یا تربور لالا ورته وړاندی کړیدی
    څومره ماهر دی دا نړیوال حرامیان لوبغاړی

  5. اتمره هیڅ کله به هم تاته رایه درنکړم ، ځکه چي اوس ستا اصلي څير د ټولو پر وړاندې بربنډه سوه. مخکي خو يوازې خپل قوم ته کار کاوه، نه نور پښتونو ته ، خو اوس ددې کسانو په ملاتړ ځان ثابته کړه چي ددې خاوري ستر دوښمن يې ، ته به زه هيڅ کله هم رايه درنکړم ، .

  6. تراوسه پورې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته په کاندید شویو کسانو کې اتمر تر ټولو مطرح کاندید دی چې ښايي د سرطان په پای کې د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ولسمشرغني اصلي سیال وي.

  7. اتمر خپلو رسمي ویناوو کې د وژونکو او غلو مشرانو ته (رهبران جهاد و مقاومت) وایي. سړی حیران شي که د افغانستان خپلواک نظام ضد ددوی جنګ جهاد و بیا خو اتمر د هماغه نظام افسر په حیث، لوی خاین وه چې (مجاهدینو) سره جنګیده، او حکومت ضد اوسنی جنګ خو بیخي مقدس جهاد دی، هغه وخت خو یو نظامي روسی هم افغانستان کې نه وه- اتمر نه دی اتمار دی د لسټوني مار دی

ځواب ورکول Zahra Zafar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *