پاچا خپل وزیر ته وویل: له تا درې پوښتنې کوم سبا یی ځواب راوړه، که ځواب دې سم و وزیر یې او که د ځواب غلط و له خپله دندې دې لرې کوم.
لمړی پوښتنه: الله پاک څه خوري؟
دوهمه پوښتنه: الله پاک څه پټوي؟
درېمه پوښتنه: الله پاک څه کار کوي؟
وزیر چې د حزبې او قومي سهم پر اساس مقرر شوی و، د پوښتنو په ځوابونو نه پوهېدو ډیر نا ارامه و.
غلام یې ډیر پوه او زیرک انسان و، بې واسطې راغلی و، ورته یې وویل سلطان درې پوښتنې کړې که چیرې یې ځواب نکړم له دندې مې ګوښه کوي.
وروسته یی درې واړه پوښتنې غلام ته بیان کړې.
غلام وویل: په درې واړه پوښتنو باندې پوهیږم خو اوس یواځې ددو پوښتنو ځوابونه درته وایم.
لمړی دا چې خدای پاک څه خوري؟
ځواب یې دی: الله پاک د انسانانو غم خوري.
دویم دا چې الله پاک څه پټوي؟
الله پاک دې دخپلو بندګانو عیبونه پټوي.
غلام وویل: اجازه راکړه چې د درېیمې پوښتنې ځواب سبا ته درکړم.
په سبا وزیر اوغلام د پاچا دربار ته راغلل، وزیر د دوو پوښتنو ځوابونه ورکړل.
پاچا وویل سمه ده، خو دا ووایه د پوښتنو ځوابونه دې خپله پیدا کړل اوکه له چا نه دې پوښتنه وکړه.
وزیر وویل: دا زما غلام ډیر پوه انسان دی، پوښتنې هغه حل کړې.
پا چا وویل: اوس داسې وکړه چې خپلې د وزارت جامې وباسه او غلام ته یې ورکړه اوغلام هم خپلې جامې لرې کړې او وزیر ته یې ورکړې.
وروسته وزیر بیا غلام ته وویل: اوس نو د درېیمه پوښتنې ځواب څه شو؟
غلام وویل: تر اوسه پوه نه شوې چې الله پاک څه کار کوي؟ الله پاک په یوه شېبه کې غلام وزیر او وزیر غلام کوي

One thought on “حکایت/ژباړن: حامد احمدزی”

ځواب ورکول محمدرحيم کټوازی ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *