حبیب الرحمان حکمتیار

تاند – له تعليمي نصاب او تاريخي كتابونو څخه دې دا مطالب حذف شي چي كلكاني ته د غله خطاب كوي او قاتل یې غازي او شهید بولي.‌

د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار په خپله فیس بک پاڼه په یوه لیکنه کې چې د وحدتیار په نامه یې خپره کړې افغانان په دې ملامت کړي دي چې ولې حبیب الله کلکاني ته چې په  افغانستان او نړۍ کې د غله او قطاع الطریق په نومونو مشهور دی دغه القاب کاروي.‌clip

تېره ورځ د مسعودیان په نامه د تاجکانو یوې فیس بک پاڼې ګلبدین حکمتیار ته منسوب یو آډیو کلېپ هم خپور کړ چې د سقاو زوی یې په کې د خادم دین رسول الله او غازی محمدنادرخان یې په کې د جلاد په نومونو یاد کړي دي،‌ خو په کلېپ باندې په خپرو شویو تبصرو کې ګلبدین حکمتیار د هغه د پښتونولۍ له امله ښکنځل شوی او د پاکستان جاسوس ګڼل شوی دی.‌

ښاغلی حکمتیار په خپله فیس بک پاڼه لیکي چې، د بچه سقاو پاڅون یو ملي پاڅون وو او د بهرنیو هېڅ ډول مرسته ورسره نه وه، او دا چې نادرخان د انګرېزانو په خوښه او زور راغی چې د حبیب الله کلکاني واک پای ته ورسوي، په داسې حال کې چې د سقوي حرکت د پلویانو په شمول ټول په دې سره یوه خوله دي چې اعلیحضرت نادرخان د لویې پکتیا او د پښتنو وزیرو قبایلو په مرسته د حبیب الله کلکاني واکمني پای ته ورسوله او نوموړی یې له خپلو څو کسانو سره یوځای غرغره کړ.‌

د حکمتیار په لیکنه کې په دې هم تنقید شوی چې ولې د سردار داودخان د بیا ښخولو مراسم په رسمي توګه ولمانځل شول او هغه یې د مستبد او جلاد په نومونو یاد کړی دی.‌

د بچه سقاو مېرمنې سروري سنګري او بې نظیره
د بچه سقاو مېرمنې سروري سنګري او بې نظیره

حبیب الرحمان حکمتیار د سقاو د زوی دورې ته په اشاره لیکي،‌ «د مخكنيو او وروستيو دورو په انډول دې دورې ډېر غوره اړخونه لرل، كه وطن پالونكو او صالح شخصيتونو د دې بدلون ملاتړ كړى وى، پدې سره د بهرنيو سلطه پاى ته رسېده، د شاهي نظامونو ټغر د تل لپاره ټولېدو او د يوه ملي مقتدر حكومت له پاره لار اوارېده.»

د ښاغلي حکمتیار په دغې لیکنې څه کم ۷۰۰ تبصرې شوي چې نژدې ټولو مبصرینو پرې بد ویلي، پېغورونه یې ورکړي او یو شمېر کسانو له حزب څخه د خپلې لارې د بېلولو یادونه کړې ده.‌

د حبیب حکمتیار په فیس بک پاڼه په شویو لیکنو کې یاده شوې چې حبیب الله کلکاني د دې له پاره د امان الله خان د واکمنۍ پر ضد راپورته شو چې د امان الله خان مېرمنه بې حجابه وه. دا په داسې حال کې ده چې د هغه وخت عکسونه د بچه سقاو دوه مېرمنې سروري سنګري او بې نظیره لوڅ سر او لوڅ لېنګي ښیي.‌

که څه هم چې په افغانستان کې اقلیت ګروپونو او په ځانګړې توګه تاجکانو ته دا په ذهنونو کې کېنول شوي چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند (حزب اسلامي) د پښتنو استازی ګوند او حکمتیار یو ملت پال پښتون دی خو ویل کیږي چې دغه ګوند د خپل قدرت د عروج پر وخت په پېښور او کوېټه کې ګڼ شمېر روښنفکره پښتانه افغانان د هغوی د ملي فکر له امله وژلي دي او په اکثرو مسایلو کې یې د پان اسلامیزم په دلیل ښودلو سره د پښتنو د ګټو پر ضد دریځ نیولی دی.‌

د وحدتیار په نامه د ښاغلي حکمتیار د لیکنې د فیس بک لېنک:
https://www.facebook.com/habiburahmanhekmatyar/posts/10207029041267701

35 thoughts on “حکمتیار:‌ له تعلیمي او تاریخي کتابونو څخه دې کلکاني ته د غله خطاب حذف شي”
  1. دمکار دښمن بله دسیسه

    ګرانو ورونو ګلبدین شیطانیار وپیژنی، لږ نه ښه ډیر یی وپیژنی، دا اوس غواړی چه په دیی بهانه دسقاویانو په زړونو کی لار پیداکړی، که داسی نه وی نو دده چه به کله دجمعیت سره ورانه شوه، نودغی مداری او کبرجن په خپله په کراتو ویلی دی، چه جمعیتیان ټول دحبیب اله بچه یی سقاو په شان دغله ځامن دی. مګر اوس څه وای.

    دوستم ته یی هم قاتل، شرابی اوغل ویلو مګر تاسو ولیدلو چه جنرال دوستم به همیشه نشه وه، اودابه ورسره په یوه کاسه اوکوټه کی ناست وه

    پدی ورځو کی یی غوښتل چه دلور دمیړه په زور پنجشیر ته راشی، مګر پنجشیریانو په تیره بیا فهیم دشتی اعلان وکړو چه مونږ دغه قاتل په پنجشیر کی نه هستوګنی ته پریږدو، اونه دافغانستان اولس دغه شیطانیار ته دافغانستان په خاوره کی ځای ورکوی

    دغه شیطان نور بوډا شویدی، اود ډول ډول ناروغیو سره مخامخ دی، پریږدی چه په چټلیستان کی یی پټه ساه وخیژی او په پټه یی په یوه قوتی کی ښخ کړی. ځکه که په ښکاره ښخ شی نو ریښتینی افغانان به یی هډوکی وسوځوی.

    دغی مکار په زرهاوو پښتانه مشران، لیکوالان اوډیر هوښیاره اوزیره که افغانان اوحتی خپل حزبیان په پاکستان اوافغانستان کی شهیدان کړیدی، اوافغانان به ددغی قاتل څخه خپله بدله اخلی

    په اخیر کی وایم دده ځوی لمړی ډیره وسه اوکوشش وکړو چه عربی هیوادونو ته پناه یوسی خومنفی ځواب یی منفی واخست، بیا یی د آروپا په کوششونو شروع وکړه، مګر اروپایانو دجنګی جرمونو په اساس اجازه ورنکړه، دغه حبیب ا لرحمان نامی دخپل پلار په اخرنی ټولو جرمونو کی شریک دی، ځکه په کابل کی دحزب لخوا انتهاری حملی، په اخبارونو کی دحکومت په ضد لیکنی، شپنی خطونه یا شبنامی اوټول ورانکاری فعالیتونه دده لخوا پلان شویدی، دملی یووالی حکومت باید سمدلاسه دغه کس ونیسی، اوپه خپله جزآ یی ژر تر ژره ورسوی

    دافغانستان اولس به دغه مجرمان هیڅ وخت ونه بښی
    ځمونږ حکومت او ټول افغانان باید ډیر هوښیار او زیره که اوسی، چه بیا دطالب اوداعیش پروژه دآی اس آی لخوا دا ځل د حبیب الرحمان پواسطه په کابل کی دننه شروع نکړی

    دخدای په آمان

  2. Salamooona
    Matal de che megi allah zalil kawe wazroona e washe os hekmatyar per zai da de che khpal zan eslah kri de bal ghla tarafdari kawe pakhtana kho pa yaw nam bal nam qatal shwal os e tarikh che pa dero qoorbanayoo lasta rawarai de la minza wri dagha de isi fakistan dolloro brakat de che sanga la minza yooso allah de de afghanano pa zangari tooga pashtoon qoom doshmanan che pa hara jama ke we zalil kri tol aksara afghanan saqawyan ghla boli qanooni hokomat e la minza yowro ta tarafdari kawe sharam pokar da.

  3. د حکمتیار زویه حبیب الرحمانه ته خو ډیر ماشوم یې په دې خبرو نه پوهیږی ته باید لدې خبرو څخه ډډه وکړې مشر هم ټول ګوند د همدوی قربانی کړی دی او کړی یې وه څو دوی خپل کړي خو هیڅ یې ترې جوړ نکړل زه ډیر هغه حزب پلوه پروانیان پېژنم چې هغوی خوری د حزب او هګي د شمالی ټلوالې ته اچوی، ستا د لیکنې په پربنسټ چې د تاریخ څخه دې هغه مطالب لرې کړای شي په کوم کې چې هغه ته غل ویل شوی دی زما په اند تاسو هم د محمکې څخه بیره لری که څنګه کلکانی غل دی د هغه مدافعین هم غله دی هغه کسانو چې وسلې یې له ځانه سره لیږدولې څوک ول ؟ تا لیکلی چې نادرخان انګریزانو راپاسولو او کلکانی یې وواژه ولې که داسې کومه خبره وای باید کلکانی د انګریزانو لخوا تقدیر شوی وای نه وژل شوی دا ځکه چې کلکانی د هغه چا پر ضد رپاسید چا چې انګریزان له ماتې سره مخ کړی ول او لدې خاورې یې شړلی و.غازی امان الله خان خاین نه وه هغه د افغانان وژل نه غوښتل هغه چوکی طلبی نه و د هغه مېرمن لوڅه نه وه دغه ټول هغه پسې تبلیغات ول که ته چیرې د کلکاني په اړه کوم ډول معلومات غواړی نو د ویسا ورځپاڼې ته ورشه چې د کوهدامن ولسونو دده په اړه له کوم ډول څرګندونې کړی او تردې چې نادرخان څخه مننه وکړه چې دوی يې غله څخه خلاص کړل.

  4. زه ډی ر څه نه لیکم دو مره وایم چې حکمتیاره د خدای په خا طر نور مو مه ذلیلوه، له خیر څخه د تو به شر مه را جوړه وه

  5. څوک چې خپل دو ست او دښمن ونه پیژني له هغه څخه د قیا دت او رهبري تو قع د او بو سراب دي، د خدای په خا طر په زخمونو مو مالګې مه را اچوه چپ شه.

  6. ښاغلي حکمتیار په دې خبرو هغه حدس رښتینی کړ، چې که له افغان حکومت سره یې د سولې خبرې بریالۍ هم شي، دی به د کلکانیانو او جمعیت لمن ته ځان وروغوځوي. د واک له تږیو او د قدرت له لیونیو به ډېرې نورې هم داسې واورئ.
    دوی تر بچه سقاو هم بدتر دي. په سلګونو اعتدال طلبه ځوانانو سره یې په شمشتو کې کټ مټ وضعیت وکړ یا یې له د تورو خاورو کړل یا یې د عمر لپاره د خپل ځان د ګټو لپاره وکارول.

    لعنت په بې ضمیرو

  7. وایی یوه ورځ ملا غوښې ته مینه وشوه ولاړ او یو کیلو غوښه یی کورته راوړه او میرمنی ته یی ورکړه چی پښه یی کړی او دی په یی تر لمانځه وروسته وخوری
    ملا مسجد ته ولاړ او میرمنی یی په د غوښي په پخولو پیل وکړ کله چی غوښه ل.څه سره شوه نو په لړلو او څکلو یی پیل وکړ تر څو چې ډیره لږه غوښه پاتی شوه
    میرمنی وویریده چی ملا به بد حال واچوی راځه دا نوره هم وخوره او ملا ته بهانه وکړه چي پیشو وخوړه!
    اوهمداسی یی وکړل
    خوکله چی ملا راغی ښخی ورته بهانه وکړه چی غوښه خو زمونږ پیشو خوړلی ،ملا ټوپ کړل او پیش یی را ونیوه او ویی تلله او پوره یو کیلو وخته
    ملا میرمنی ته مخ راواړاوو او ورته یی وویل:

    که دا پیشو وی نو غوښه څه شوه او که دا غوښه وی نو پیشو څه شوه
    اوس راځم اصل مطلب ته
    که د حبیب الله غله اسلام ته او یا د هغه د غله او لارویانو په شان اسلام چی د اسلام په نامه د نړی تر ټولو فاسد بشر ګڼل شوی اسلام وایی نو او دکابل د جګړی طرفینو ته څوک برات ورکوی نو کفر څه ته وایی

  8. کوچنی حکمتیار ( حبیب الرحمن ) رښتیا وایي چې دحبیب الله کلکاني ترشاه دپردیو لاس نه و لکه چې دهغه دپلار دجهاد!؟ ترشاه دپردیو لاس نه و ۰ګلبیدین حکمتیارټول عمر دسردارمحمدداود دواکمنۍ څخه تر ننه پورې کوم جهاد چې کړي یوه ورځ هم له هیواده نه دۍ وتلی ۰ حکمتیار نه پاکستان لیدلی اونه ایران اونن هم په افغانستان کې ژوندکوي۰ ویاړ پدې جهادي مشر چې دحبیب الله کلکاني په شان هیڅکله له هیواده نه دۍ وتلی اوهیڅکله یې هم دپردیو مرسته نه ده ترلاسه کړې ، دهغوی غلامي اونوکري ته غاړه نده ایښودلې اوپه خپلواکه ډول یې له ویاړه ډک جهادپرمخ وړی دۍ۰

  9. هغه چی کړی یی دی هغه څنګه پټ کړو؟؟؟
    دا کوم داسی کار نه دی چی تاوان زیان لری بلکی دایوه سیاسی خبره ده چی افغانان په دوه ډلو ویشل غواړی:
    هسی یو رنګ بل رنګ خبری خلک کوی:
    اوکه داځل اافغانستان له ویشلو سره مخ شو نو
    بیابه دسولی ارمان بیکل دافغانانو پوره نه شی
    خو په دی نه چی ویشوونکی یی څوک دی

  10. عاقبت ګرګزاده ګرګ شود ګر چه با ادمي بزرګ شود . پلار یی په افغانستان کې زیږیدلی او شل دوه ویشت کاله عمر یې په افغانستان کې تیر کړی هغومره د پاکستان نوکر دی نو زوی خو یی چې هملته پیدا شوی او د هماغوی په لاس کې لوی شوی دا به وطن او خپله خاوره څه وپیژنې او څه به یی حق ادا کړي. دوی د هرې هغې لوبې لوبغاړي دې چې پاکستان یی پیلوي او پرمخ یې بیایې .

  11. الله د نوره مه وشرموه حکمنتار هم غل او کوتالطریق او داکو وو ولی دا سروبی پاتونکه مو له یاده وویل

  12. حکميار صاحب:تاسو ته دا خبره په کار نده .که ځان شات کړی د سقاويانو نه تيريږی. دسقاو بچی اول غل وو او ستا قو مندانان اخير غله شول…………..

  13. دانو مهمه نده چې حکمتيار نظرورکړه دده په خبره به دتاريخ زړه تغيروکړي حکمتيارصاحب ستا تر عمر مشران عالمان او پاکيزه خلک تيرشويدي دوي حق شيان ليکلي هغه څه چې به دورځې تيريدل هغه يې ليکلي دامان الله خان او نادرخان خطاوې يې هم ليکلي دي خو کلکاني بيا په تارپخ او دخلکو په عزت او دوطن په ترقۍ کې داسې غوبل وکړه لکه ستا پلارته چې هر کاربه ده کاوه ورته روا ښکاريده نور دامنم ټول ددې خاورې اولادونه دي هر څوګ پکې دکور او ګور حق لري خو په مړو به نور دژونديو ژونديو حق نه تر پښو لاندې کوۍ څه چې دليکلي دي دادډير کم ليکلي دي دادزرګونو پاڼو تاريخ دي لږ پاڼې ښکته پورته کړه وه يې لوله ځان پرې خبرکړه دکلکاني دلاسه به دچاعزت اوحيثيت تر پښو لاندې شويوي هغې ته بيا څه نلرې ټولې خبرې دپلار له خولې مه منه داسې خلک شته چې مشر حکمتيار يې شاګرد تير شويدي دهغوي ليکنې لږ ولوله .مننه

  14. د حكومتار زويه هغه متل د
    ( سي زه دي په پيري كي شك كوم او ته راته موريد ان نيسي)
    غلي د اي ايس اي سره كينه جهاد مو وشرموه اوس درته معلومه شوه سي افغانستان كي نور نفوز نلري نو پدي خبرو زان سقاًيانو او جميعت يانو ته نزدي كوي الله تعالى مو د ستاسي او نورو وطن فروشانو له شره وساتي

  15. wrora!! haq haq dy aw batel batel di, chi plaar di hum ye ka naa haqa ye baayad ye wo namanay, daa di yaw musalman nishani dy…. Engineer sahib hekmatyaar di haq taraf daree ye karray dy.. Zahir shaah aw nadir shah ttol khalko ta maloom dy, chi ikhpul wakht k di Ayashee na alawa mulk ta si nadi karray…. Kum kas chi ikhpul qawm bad ta bad nawayee hagha khayn yee aw di mulk dukhman di…

  16. دافغانستان٪ ٩٩٠٩خلك باور لري جي حبيب الا كلكاني يو غل او اوباش ووخو يوازي يو دوه سوه كسان جي فيصدي كي هم نه رازي غواري تاريخ له سره وليكي، لكه ريكستاني،عطا،كلكاني،سياف.دحزب اسلامي ،جميعا او نظار شورايو شمير غري.دوي يو وار بيا ثابته كره جي ددوي راتك واقعا دوهمه سقاوي وه.
    اورنك.

  17. سلامونه او نیکی هیلی
    راکټیار یی ورته سم ویلی دی
    ځکه هغه په دی معنی چی ډیر په علم سمبال پوښتانه یی راته په یو او بل نوم ووژل اوس
    دوی غواړی چی په دی خبرو باندی د شمالی ټلوالی لنډه غرو زړه لاس ته راوړی او د قدرت خاوند شی دا د قدرت لیونی او پردی جاسوسان دی دو د ملت او هیواد په قیصه کی ندی

  18. تر اوسه خو می ويل چي خدای دی حکمتيار را ولي تر څو پښتانه خپل يو مشر ولري او ټول پښتانه سره په يوه ټغر راټول کړي خو اوس وايم چيی خدای دی مه راوله تا خو د پښتنو نوم او تارپخ وشرماوه مونږ پښتانه پوهيږو جی تا ولی داسی وکړل ځکه چی هغوی ستاسی په رتګ او تاسی سره سوله کولز کی تاسی ته خنډونه پيدا کول نو ځکه خو تاسی ورته تسليم شوی خو پښتانه ستاسی په خوله نه غوليږي

  19. حبیب الرحمانه! د حبیب کلکاني( غله )خواخوږي مه کوه د پلاره دي وپوښته هغه شپېته زره بې ګناه کابلیان چا ووژل.؟
    هغه وخت به تا ډوډۍ ته نانا ویل

  20. د حکمتیا زوی ماشوم نه دی چي دا خبری یې له خولي وتلی وي ، بلکي دا عمدا او په پوره حواصو باندی کړیدي حکمتیار د افغانستان په تاریخ کښي د نورو نوم وتو ګوندونو په شان یو قاتل او مردود خلګ دي ، حتما به هغه خلګ دده له ګوند څخه وځي چي ضمیر او وجدان ولري البته وطن په تبعیض باندی نه جوړیږي موږ باید افغانان یو بل سره ومنو

  21. په حکمتیار او بچه سقاو کې خو ماته فرق نه ښکاري. زرداد، چمن او سپي يې د کوم رهزن او غل کسان و؟ افغانان او خصوصآ پښتانه ولې د داسې غلو ترشا ودریږي چې ټول عمر یې د خپلو ګټو لپاره همدوی قرباني کړي. حکمتیار باید د زرګونه افغانانو په وژلو محاکمه او اعدام شي. زه نه پوهیږم چې کله به دا خلک راویښیږي، دا کوم دود دی هر هغه چا چې وژلي هم هغوی ته سر ټيټوي او په ځان یې مسلطوي. حکمتیار خوریو خودخواه او قاتل ته چې ټول عمر یې په همدې تیرکړ چې زه نه یم هیڅوک دې نه وي، داسې اشخاصو ته مشر او لیډر ویل افغانیت نه ګڼم.

  22. دسقاوزوی ته چی تاریخ غل اوډاکو وایی اوپه غیرتی قومونو بد نوم کیزدی دغه اشتبا دی واپس واخله ته په هغه وخت کی وړکی وی په دی خبره درچخه قومونه نفرت کوی تراوسه دی په افغانستان کی دکیناستو جای نشته وایی چی امسا می دملک کره کیزده

  23. له حبیب جان نه خو دا صلاح الدین ربانی لا ډیر تکړه دی . هم خپل ځان پیژنی ، هم خپل قام او هم خپل ولس. کله چې ضرورت شو بدخشان ته لاړ او خپل ولس یی ټول مسلح کړ ترڅو د راتلونکو حوادثو سره ځان عیار او خپل قوم او ولس وساتی.
    لکه چې ښاغلی مشر حکمتیار خپل ولس او قوم د تعلیم او ترقی له نعمته محروم کړی دی ، خپل زامن او او کورنۍ یی هم همداسې بیعلمه او بی کلتوره ساتلی ده .
    دوی ته خولازمه وه چې د افغانستان راتلونکی رهبری لپاره یی خپل اولادونه روزلی وای. لکه چې وایی سیاست پرولس کیږی او د ولس زړونه باید لاسته راوړی خو تاسی زمونږ زړونه مات کړل.
    تر پرون پوری مونږ هم پر ښاغلی حکمتیار او زامنو یی حساب کاوو، مګر اوس پوه شوم ، دوی له سیاست او علمیت نه ډیره فاصله لری، دوی د افغانستان له سیاسی مشرتابه او رهبری سره هیڅ علاقه نلری . نور نو تاسو په خدای سپارم. چیرته د عزلت او تحجر په غارو کې له ولس نه لری خپل ژوند ته دوام ورکړی . والسلام

  24. سلام
    که څه هم سيا ست يو دروغجن علم دى . هره ګړۍ او شيبه د خپلو ګټو پر بنا او غوښتنو بدلون مومي.رنګ بدلوي ډيرې لنډې او بوچې ورسره ملګري دي کله يو رنګ او کله بيا بل رنګ هرچاته خپل نظر مهم دي او هرڅوک د نظر او سوچ حق لري. ولې ، څنګه، کله، څه وخت او د څه لپاره؟
    وايي چې له کلي ووځه خو له نرخه مه وځه. له بده مرغه موږ له ډير پخوا د نرخ څخه وتلي يو او هغه داچې خپل ځا نونه نه پيژنو او که پيژنو يي په سياسي لحاظ چې پر دروغو ولاړ کار دي. راشو د حبيب خبرې ته هغه بايد ووايي ځکه دلته په حکومت کې د رباني ځوى ، بسم الله خان ګونګ، قانوني او بې قانونه، هرډول لوى او واړه کاسه ډبي په دې اخور کې د غله مراسم لمانځي او د کابل ښار وژونکي اجرايه ريس په خط کشي ايتالوي ډوله دريشيو کې کته او پورته څڼې اچوي نو حبيب هم حق لري چې خپل فس بوک کې خو يو نظر ورکړي. خو مه هيره وي چې يو غل غل دى که په صابون ېې هم پريمنځي بيا هم غل دى
    حافظ واېې:
    همه کارم زخود کامي به بد نامي کشيد اخر
    نهان کې ماند رازي که کزو سازند محفلها
    محفلها
    محفلها
    محفکها
    او
    دامحفل پاى نه لري.
    چې د افغانستان په کې نفس وخوت

  25. History always record the truth, the fact the north alliance tried to change the history of Bachi sakaw but its recorded on stone it will never change I dont know why hekmatyar saheb with enough knowledge speak in favor of a robber who was trained by the British and brough to Kabul .

  26. حبیب الله کلکانی گلبدین سیاف مجددی اوزیات نور رهبران دجهاد داتول غل خونکاران ظالمان غاصیبن دی الله دی غضب پر ی نازل کری

  27. افغانان یی باید اوس نو دا د چوکی لپاره دهر شی نه تیر باید وپیزنی او دا دی هم داسی حساب کی لکه محمد خان او دسیاف دله چه دشمال اتحاد او نظار شورا لاس په نامه ولار خدمتگاران دی ولی که اوس نو کلکانیان بیا حکمتیار دخذمت گار په صفت ومنی هغه متل دی چه وایی خواره دی شی مینزه چه دمینزی کالی مینزی.
    .

  28. دوستانو ډيري ښي نظرې مو ليکلي وې آلله مو پر قلم برکت کړه
    اوس مو وظفه داده چه دا منحوسي او منفوري کواري دملت په منځ کي رسواء کړئ که څه بيا هم ملت د داود خان دوختو څخه تغير موندلئ دئ ولي بيا هم ډير بيده کسان پکښي وجود لري چه دښو او واښو فرق نسي کولائ.

  29. حبیب الرحمان صیب دسقاویانو په پیژندنه کی درته پلار ښه درس اوسبق درکړی دی، نمک حرامو لږ سوچ اوفکر خو به مو کړی وای

    دافغانستان خلک اوس پدی وپوهیدل چه تاسو مجهوله افغانان یاست.

    دافغانستان داسلامی حزب غړی هم پوه شول چه تاسو څوک یاست.

    دافغانستان ټول خلک او اولسونه اوس قانع شول چه حکمتیار اودهغه ځوی نه افغانستان پیژندنه لری، نه دمشری لیاقت لری، نه دسیاست او پوهی استعداد لری، نه حوصیله اوزغم لری اونه په کلتور اودین کی پوهه اوپیژندنه لری.
    کوم نوم چه پخوا حکمتیار لرلو هغه د آي اس آی لخوا یوسمبولیکه، جالی او موقتی دنده وه، نه دحکمتیار دفکر اومغزو طبعی ثمره اوحالت.

  30. ز ه به ‌‌‌‌‌‌ډير څه ونه لیکم
    خو دومره وایم چې ، سرتور ګرځيدل به لوی جرم وي او که دې بې ګناه افغانانو وژل بله خبره افغان اوسني رهبرانو اولادونه چې په بهرنیو هیوادونو کې بدون دې محرم نه درسونه وایې دا څرنګه دامیر امان الله خان له فامیل سره پرتله کولی شو.

  31. ګران او عالیجناب حکمتیار ته !
    دې لیکنې ته تاریخ ویل کېږې او ددې مشهورو غلو نومونه اوس په تاریخ کې ثبت شویدی چې دهغو حذف کول نه ستاپه دا ګلالۍ خوله او وینا شي او نه هم د بل چا .
    که تاته ځان دومره ځواکمن معلومېږي نو مهرباني وکړه دا تاریخ ته له تولې دنیا را ټول او خذف کړه چې موږ وګورو ته حومره پیاوړی انسان یې ؟

  32. سلامونه :
    زه وایم پدی مړه دیموکراسی او دبیان په ازادی کی ټول دنظر حق لری خو حبیب الرحمن حکمتیار دا حق نلری! دابه ناسم قضاوت وی دهر چا نظر قابل داحترام دی.۱- هرهغه څوک چی په حکمتیار پسی بد رد وایی دابه هغه بی ضمیره کسان وی چی په هغی وخت کی به هم ددین او دین پرستو مخالف وو خدای به یی دغربیانو همداسی غلامان لری دابی ضمیره چی خپلی ښځی یی دغربیانو قربان کړی نن په حکمتیار پسی بد وایی ارمان چی هغه وخت دحق منګولو ته په لاس ورغلی وایی بیا به مو په دی لعنتی جسدونو باندی دځمکی چنجی ماړه شوی وایی ۲- راغله خبره دکابلیانو دیدی غربی پرستو کابلیانو په دین باندی همداسی ببر شیری ککری پوهیږی که هغه پاتی وایی هم نن به یی دپاتی شوونو پشان به بی ضمیره وه ټول بی دینه وه .
    لعنت دحکمتیار په مخالفینو او دغربیانو په غلامانو

  33. Hekmatyar once again showed his real anti-Afghan face. Mr. Hekmatyar, remeber north allience an Shora-e Nizar will never accept you and shall never share the power with you.

  34. بس نور سه نشم ویلی خو دومره به و وایم چی د خدای قهر دی وی او دوی دی وی

    قبلــۀ مدعیان دروغین اسلام ناب محمدی
    ***********************
    آنکـــه لافش همیشه از دین بود
    کعبه اش قصر سرخ پوتین بود

    جای نمازِ او پرچــمِ روسی
    سجـده گاهش درِ کریملین بود

    ظاهــراً دشمـــن عـــدو خـــدا
    در خفا دوست کفر بی دین بود

    مرگ گفتی به روس وامریکا
    یار وهمکار این شیاطـین بود

    ادعا داشت حب آل رســـول
    قلب او پر زنفـــرت وکین بود

    سب ولعن را اساس دین میگفت
    من ندانستـــم این چــه آئین بــود ؟

    جرم آن برعـراق وسوریه بیش
    بر یمن هم چو کوه سنگین بود

    دست هایش بخون مردم شـام
    سرخ همچون حنا ورنگین بود

    گر به تاریخ آن نظــــر فگنی
    شرم آلود وسخت ننگین بود

    چشم آن بر کلام وحی خــدا
    کور مطلق یا که کــم بین بود

    در کفش چـــون نداشت گوهـرعقل
    زان سبب خوار وزارو مسکین بود

    خیر خواهان نصیحتش کــردند
    گـــوش آن نه برای یاسین بـــود

    ای «عزیزی» سخن درازمکن
    قول کــــوتاه ، بیش شیرین بود

  35. صفی الله جانه که په دی فکر یاست چه ګلبدین اویا دهغه ځوی ته به په حکومت کی کوم ماموریت ورکړی شی، اوتاته به بیا د پیاده یا محافظ دنده درکړی، نو ورورجانه ډیر سخت غولیدلی یاست.
    ځکه ښاغلی ګلبدین اوس دیوی خوا په افغانانو کی محبوبیت نلری اودبلی خوا هغه پخوانی کبرجنه اودغرور څخه ډکه حافظه یی هم دلاسه ورکړیده

    اود ګلبدین خان دځوی پوهه خو تاسو پخپله ولیدله چه تر اوسه وطن ، کلتور اوتاریخ نه پیژنی اوغازی آمان الله
    خان هم نه پیژنی،

    ددین په هکله به درته ووایم چه ځما اوستا اودټولو مسلمانانو الله یو دی، دالله ج فیصله نه زه بدلولای شم اونه یی ته بدلولای شی

    په الله ج مونږ ایمان لرو، څه چه دالله خوښه وی مونږ دهغه بنده ګان یاستو هغه به منو

    ستا په خوله اوتبصره مونږ ته هیڅ ستونزه نه پیداکیږی

ځواب ورکول مبین مسرور ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *