تاند نیوز ډېسک: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار، ګواښ کړی چې هیڅوک پرته له مجاهدینو د افغانستان په اړه پریکړه نه شي کولی.
نوموړي دغه راز تور پورې کړی چې ولسمشریزې ټاکنې د بهرنیانو په لاس کې دي او هیچا ته پکې د پرېکړې واک نه ورکوي.
خو ده نه دي ویلي چې په داسې حال کې یې ولې ځان کاندید کړی دی.
حکمتیار نن (دوشنبه) له یو شمیر محصلینو سره په خبرو کې ویلي، سوله په رڼو ټاکنو پورې تړلې ده او که سمې ټاکنې ونه شي سوله نشي راتلای.
نوموړي زیاته کړې چې د سولې هڅې هغه وخت نتیجه ورکوي کله چې د پریکړو د مرجع ځای مقتدر حکومت واخلي او څوک په کې د ویټو حق ونه لري: (اوسنی ارګ، کابینه او پارلمان د مقتدرې مرجع په توګه نه پیژنو.)
ګلبدین حکمتیار وايي، حکومت د ګوندونو په تخریب، بدنامۍ او ویش پسې لستوڼي بډوهلي دي.
نوموړي دغه راز ګواښ کړی چې یوازې مجاهدین د هیواد د راتلونکې په اړه پریکړه کولی شي، ځکه د ده په وینا دا هیواد د مجاهدینو میراث دی: (یوازې مجاهدین کولی شي د هیواد برخلیک وټاکي.)
حکومت تر اوسه د حکمتیار څرګندونو ته ځواب نه دی ورکړی.
ما چی به د دوستانو او ځوانانو سره د اماتور فوټبال لوبه کوله او کله چی به توپ په غیر منتظره توګه د کوم بازیګر پر سر یا تندی یا نس یا نور سامان په شدّت اصابت وکړ او هغه به ئی ګَنس غوندی کی نو ما سملاستی ورته وویل چی ته وګوره څو بجی دی؟
حکمتیار صاحب! ا
ته وګوره څو بجی دی؟
بلی دا وطن د مجاهد میراث دی
دا وطن د وږی او سرګردان او ویده ساتلی سوی مظلوم وطندار دی
دا وطن او دا مقام د هغه چا دی چی اویا کاله ئې د موږک دان تر سیوری لاندی ژوند کړی دی
دا وطن د هغه چا دی چی د جمعی په ورځ به ئی یا بچانو ته حلاله روزی ګټل یا به د جمعی خطبی ته به ناست او د باچا پنوم به ئی خطبه اوریده خو خپله باچا به د همهغی خطبی په شیبه پخپل شاهانه کور کی د قومونو د پلیدو مشرانو سره په پتو او کرمبوټ او لسو نورو فسادونو لګیاؤ
دا وطن د هغه چا دی چی د نړی لوی سوداګران یعنی استعمارګران به ئی د باچا او رئیس جمهور او نورو کودتائی رهبرانو سره په هفته کی څلور پنځه ځله درنی غونډی درلودی خو د وطن اصلی او اصیل بچی د ټولو کیسو څخه بی خبره پاتی ؤ
دا وطن د هغه چا دی او ددی وطن رښتینی وارث هغه څوک دی کوم چی د ټولو نړیوالو استعمارګرانو او توطئه ګرانو د ناځوانانه ښکارونو قربانی سوی دی
بناً حکمتیاره
ددی وطن وارث ته( مجاهد!) نه ئی بلکه ددې وطن وارثین هغه کسان دی چی لاسونه ئی سپین او ګیډی ئی تشی او د ارمانونو او هیلو نړی ئی د ودانیدو یا ورانیدو په حال کی ده
this was mujaaheline and this is from mujaheelin THEY MAKE AFGHANISTAN LIKE THIS,.
FIRST YOU TOPAKYAAR BURN SCHOOL,KILLING TEACHER,AND NOW TALIBS DO THE SAME POLICY.YOU ARE SHAMLESS BY WICH FACE YOU TAKE NAME OF AFGHANISTAN,
YOU KHEKMATYAAR BURN MY GREAT JALAL ABAAD AND KABUL.
YOUR SON CAN NOT GO TO PARLIAMENT.HOW YOU WANT BECOME PRESIDENT.
YOU AND TALIBS ARE STEP CHILDREN OF ISI.
YOU CRY BY DEATH OF GENRAAL ZIAAULNAHAQ.
ZENDABAD AFGHANISTAN