تاند، دوشنبه، د جدي ۲۳مه: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، د سولې معاهده به ډېره مخکې لاسليک شوې وه، خو امريکایان طالبانو ته نوي شرطونه وړاندې کوي چې له کبله یې د هوکړې لاسلیک ځنډېدلی دی.

ښاغلي حکمتیار نن په کابل کې یوه غونډه کې ویلي، امريکایانو له طالبانو غوښتي چې خپل مناسبات له ایران سره قطع کړي او په افغانستان کي د یو شمېر امريکايي ځواکونو له پاتې کېدو سره توافق وکړي.

ښاغلي حکمتیار ویلي امريکایان باید په افغانستان کې له پاتې کېدو ډډه وکړي.

د حزب اسلامي مشر له طالبانو غوښتي چې د بهرنيانو تر څنګ له افغان لورو سره هم روغه جوړه وکړي.

4 thoughts on “حکمتیار: امريکایانو طالبانو ته نوي شرطونه ایښی دي”
  1. ستا دي کولمې پري سي داسي څوک نه وو چه تاته یې د روغي جوړي مشوره د شهید نجیب د حکومت سره درکړې وای.
    خو افسوس چه د ځان اختیار دي نه درلود اونه یې تر ننه پوري لرې.
    بې شرمي او بې حیایی هم یو حد لري هغه حدونه .دي ټول مات کړل

  2. آیا ښاغلي حکمتیار په رسنیو کی ځان مطرح کوی اوکه بل څه شته؟ ?

    ښاغلي حکمتیار یا خوب وینی، یا نجومی دی، یا د طالیبانو د کوټی شورا خاص غړی دی، یا د پنجابستان د ای اس ای غړی دی او یا خاص د امریکایانو سره پټ راز او یا جاسوس دی، که داسی نه وی نو حکمتیار د کوم چینل څخه خبر شو چه داسی خبری کوی.
    امید دی چه دښاغلي حکمتیار د دغه خبرو په هکله د ملی امنیت چارواکی د هغه څخه پوښتنی او تحقیقات شروع کړی.

    والسلام

  3. حکمتيار نه کوم سياسي شخصيت ده او نه افغان دوست ده ټول عمر يي د پريو په غلامي ، د افغانستان په وراني او د افغانانو په قتل عام.کي تير شوي
    دی اوس خپل خوبونه د رسنيو له خوا د شريکولو په هڅه کي دی

  4. کله چی حکمتیار د افغانی اسعارو په اړه (افغانی بانک نوټونو) په اړه اعلامیه خپره کړه چی په خپلو بانکی حسابونو کی د افغانیو پرځای کالداری او ډالر وساتی نو معلومه خبره ده چی پاکستان سره نږدی اړیکی لری نو کله چی طالبان د سولی په اړه او راتلوونکی لس ورځنی اوربند او شخړو د کموالی په اړه پاکستان ته سفر کوی نو معلومه خبره ده چی سوله او جنګ د پاکستان د پوځ او استخباراتو په لاس کی ده چی امریکا پخپله ددی جګړی د تمویل لپاره په ۱۸ کالو کی ۳۳ میلیارده ډالرو څخه زیاته مالی او نظامی مرسته کړی ده

    او همدارنګه سیاسی ملاتړ یی برتانیه او چین کوی چی د اوسنی جګړی نظامی او مالی مرسته روسیه او ایران هم کوی چی زیاتره رسانیو ورباندی مستند راپورنه هم جوړ کړل مګر تر نن پوری حکمتیار د هغو پښتنو چی تیره ورځ یی په بنو کی د خپلو اولادونو په اړه خپل غږ پورته کړ خپل حمایت اعلان نکړ نو موږ څنګه ووایو چی دا افغان ولس په درد خوړل کیږی بی لدی چی پښتنو په وژلو کی ښکیل وو ځکه همدی حکمتیار په پیښور کی زیاتره هغه سیاسی او عملی کدرونه چی له افغانستان څخه پاکستان ته مهاجر شوی وو په مرموز ډول وژلی دی

ځواب ورکول ګل محمد نوری ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *