تاند- د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ادعا کوي چې بهرنیان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې ښکاره لاسوهنه کوي او د شفافو او عادلانه انتخاباتو په وړاندې خنتډونه جوړوي.

د سې شنبې په ورځ د اسلامي حزب له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې ښاغلي حکمتیار دا ادعا د دوشنبې په ورځ له خپلو یو شمېر پلویانو سره په کتنه کې وکړه.

ده ویلي«بهرنيان په افغانستان کي د ځواکمن حکومت، معتبر پارلمان او ملت شموله ګوندونو د جوړېدو مخنیوی کوي او د خپلې خوښې حکومت د جوړولو په لټه کي دي.

بهرنيان د افغانانو ترمنځ د ملي يووالي ختمول او د قومونو جنګول غواړي او هڅه یې دا ده چي افغانستان د عراق او سوريې له برخليک سره مخامخ کړي.»

ښاغلي حکمتیار په دې اړه توضیح نه ده ورکړې چې د افغانستان په انتخاباتو کې د بهرنیانو د مداخلې په اړه د ده ثبوت څه دی او یا له دې سره سره چې بهرنیان په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي ولې یې ځان کاندید کړی دی.

ده ویلي«بهرنيان د افغانستان د جوړولو په فکر کې نه، بلکې د ورانولو په فکر کي دي، ځکه که دوی شفاف او عادلانه انتخابات غوښتلی، نو په هېواد کي موجوده بحران ډېر پخوا ختمیدلی شو.»

د حزب اسلامي مشر وويل «په يو وخت د څلورو انتخاباتو د يو ځای ترسره کېدو اصلي خنډ بهرنيان دي، په داسې حال کي چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون او ځينې بهرنۍ کمپنۍ ورته بشپړ چمتووالی لري.»

وړمه ورځ د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مشرۍ حوا نورستانۍ وویل چې د جنوبي او منځنۍ اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو مرستیال وزیرې د کابل د وروستي سفر په لړ کې ورڅخه وغوښتل چې یوازې د ولسمشرۍ انتخابات وکړي خو دې د هغې نظر رد کړ.

ښاغلی حکمتیار وايي، سره له دې چي بهرنيان غواړي انتخابات مهندسي او پخپله خوښه د انتخاباتو پايلې اعلان کړي، خو دوی هڅه کوي چي په ټاکنو کي د تقلب مخه ونیسي.

ښاغلي حکمتیار وويل، د افغانستان د سترو ملي مسائلو په اړه يو اړخيز تصميمونه د جګړې د دوام لامل کيږي. هيله یې دا ده چي په هېواد کې روانه جګړه د تل لپاره پای ته ورسيږي او واک ته د رسېدو لپاره یو څاحکی وينه توی نه شي.

د حزب اسلامي مشر دا هم وويل: چي د دې هېواد اصلي وارثین مجاهدين دي او دا هېواد د دوی په وینو آزاد شوی او يواځې همدوی کولی شي چې دا ملت متحد کړي، ملي یووالی ټينګ او هېواد له بحران وباسي.

نوموړي وويل، انتخابات د وضعیت د بدلولو لپاره تر ټولو اغیزمنه لار ده او که شفاف او عادلانه انتخابات ترسره شي، باور لري چې د مبارزې په دې ډګر کې هم د شر او فساد ځواکونو ته ماتې ورکولی شي.

7 thoughts on “حکمتیار: بهرنیان د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې لاسوهنه کوي”
  1. ګلبدین بن حسین احمد وایي: د دې هېواد اصلي وارثین مجاهدين دي

    که یې په ژوند کې یوه ریښتیا خبره هم کړې وي، همدا ده. وارثین خوبه خود وي، ټول یې په عربي وعجمي نیابتي کرایي قتال کې ووژل، وطن همدغه لیوانوته پاته دی

  2. AFGHANS WILL SUPPORT DOCTOR ASHRAF GHANI.
    ANOTHER CANDIDATE DON,T HAVE CHANCE FOR WINNING.
    BUT SPECIAL HEKMAT YAAR .
    HEKMAT YAAR NOW DON,T HAVE SUPPORTERS IN HEZBI ISLAMI.
    MAJORITY OF HEZBIAN WITH ARGHANDIWAL SAHIB AND THEY ARE WITH ASHRAF GHANI.
    THANK YOU

  3. زه او احمد او محمود په روژه کی روژی اخیستی یو خو حکمتیار ساب هم تر روژی مخکی او هم تر روژی وروسته روژی اخیستی دی یعنی همیشه روژی اخیستی دی
    هغه وخت چي ئی د سیاسی نظامی کریکټ په ډګر کی احمقانه توپ اچونی تر سره کولی دی حقیقت ته ئی پام نه ؤ چی لوبه د پردیو لوبه وګڼی

  4. پاکستان یاره٫ کابل کی دی له خپلو وحشی جهادیانو سره غوبل وکر او اوس د افغانستان وارث شوی. تاسو خو جهاد نه د خدای لپاره کری نه د افغانستان لپاره، جهاد مو یوازی د خپل قدرت ته د رسیدو او پاکستان لپاره کری نو نه پوهیزم په کوم بنا افغانان او افغانستان خپل وارث گنئ. پاک مجاهدین خو اکثره شهیدان شوی او که ژوندی هم پاتي یا معیوبین دی یا یا هم په قدرت او دولت کی ندی. تاسو او نورو پاکستانی دلالانو ته مو شرم په کار دی

  5. ښاغلي حکمتیار ته یوه دوستانه مشوره،
    که د خپل ځان او ملګرو بقا دې غواړې ، نو د ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني له ټیم سره یوځای شه . د شر او فساد ټولې ډلې ستاسو پرضد تلاش کوي چې تاسې په سیاسي او ټولنیز ژوند کې منزوي کړي.
    په خپلو سیاستونو کې یو مثبت او افغاني تغییر راولي ، د پردیو او ګاونډیو له ګټو او مشورو تېر او پرځای یې ملي – افغاني ګټو ته ځان ژمن کړي.

  6. هغه وخت چي ئی د سیاسی نظامی کریکټ په ډګر کی احمقانه توپ اچونی تر سره کولی دی حقیقت ته ئی پام نه ؤ چی لوبه د پردیو لوبه وګڼی

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *