حکمتیار

تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار په یوه مرکه کې د افغانستان په ویجاړتیا کې د ایران رول تر ټولو زیات بللی دی.

حکمتیار په کابل کې په خپل هستوګنځي کې شرق الاوسط ورځپاڼې ته ویلي چې امریکا پهد سپینو زرو په پتنوس کې افغانستان ایران ته وړاندې کړی دی.

تر دې وړاندې حکمتیار او د سیمې یو شمېر نورو شناندو د عراق په اړه هم ورته خبره کړې وه.

حکمتیار ادعا وکړه چې افغانستان تر ټولو زیات د ایران له لوري زیانمن شوی دی.

د ده په وینا ایران د افغانستان د روانې جګړې تمویلوونکی دی.

حکمتیار وايي چې امریکا په افغانستان کې په خپلو هدفونو کې پاتې راغلې ده.

ده زیاته کړه«که عربو د پخوا په شان په افغانستان کې خپلې لېوالتیا ته دوام ورکړای وای، ایران به په عراق، سوریې او یمن کې نفوذ نه و کړی.»

ښاغلي حکمتیار په دې مرکه کې بیا بیا د ایران د لاسوهنو یادونه کړې خو د پاکستان په اړه، چې د اکثرو افغانانو په باور تر ایران هم زیات د افغانستان د ویجاړتیا عامل دی، څه نه دي ویلي.

پر حکمتیار هم د طالبانو په شان تور پورې کېږي چې له پاکستان سره نژدې اړیکې لري.

حکمتیار په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې د ایران پر لاسوهنو پر له پسې نیوکې کړي او له همدې کبله ایرانۍ رسنۍ هم د حکمتیار پر ضد زیات تبلیغات کوي.

ده دا تور رد کړ چې ګنې کابل ته وروسته له دې راغی چې له امریکا سره یې پټه موافقه وکړه.

حکمتیار په عین حال کې د افغانستان د روانو ستونزو اصلي علت د افغانستان حکومت وباله؛ ویې ویل« د هیواد د ستونزو اصلي علت نه مخالف ځواکونه دي او نه طالبان. اصلي ستونزه حکومت په خپله دی چې په خپلو سیاسي او پوځي ستراتیژیو کې پاتې راغلی دی.»

ده د بهرنیو پوځیانو د ستونزو یادونه هم وکړه.

«د امریکا متحد ایالتونه د افغانانو پر ضد په خپله ۱۸ کلنه جګړه کې خپل هیڅ هدف ته نه دي رسېدلي او ناټو په خپلو اعلان کړیو هدفونو کې ناکامه شوې ده.»

د اسلامي حزب مشر یادونه وکړه چې طالبان هم د جګړې له لارې خپلو هدفونو ته نه دي رسېدلي او دواړه خواوې خپل هدفونه یوازې د خبرو اترو له لارې ترلاسه کولی شي.

حکمتیار وویل، که درغلي نه وي شوې، په ډاډ ویلی شي چې په وروستیو انتخاباتو کې د ده ګوند د ولسي جرګې ۳۰ سلنه چوکۍ ګتلې دي.

تراوسه پورې د ولسي جرګې د څه باندې ۲۰ ولایتونو د انتخاباتو ابتدايي پایلې اعلان شوي او یو شمېر ناکامو اعلان شویو کاندیدانو پرې اعتراضونه کړي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي، هغه کاندیدان چې ډېرې رایې یې نه دي ګتلي، د انتخاباتو پایلې ردوي او ادعا کوي چې په انتخاباتو کې درغلي شوې ده.

11 thoughts on “حکمتیار د افغانستان په بدمرغیو کې تر ټولو لوی رول د ایران بولي”
  1. زمونږ د وطن یوه بدبختي دا ده چې داسې کسان چې په لکونو بدبختو ړندو او کڼو پسې اقتدا هم کړې وي او خپل مشر یې بولي مسایلو ته په سرسري او شخصي نظر ګوري. د حکمتیار لپاره دا ډېره غټه د شرم خبره ده چې د پاکستان په لاسوهنو پرده اچوي. که څه هم چې ایران په افغانستان کې لاسوهنه کړې او کوي یې خو دا یو واقعیت دی چې د پاکستان لاسوهنه د ایران د هغې په نسبت لس برابره ډېره او خطرناکه ده. ګلبدین حکمتیار، مسعود، رباني، خر، سپی… دا ټول د پاکستان د ملعونې استخباراتي ادارې روزل شوي پاپیان دي.

  2. SALAMOALIKUM/EVERY ONE KNOWS(not only me);
    KHEKMATYAR(roketyar)&TAAAAALIBS(jaheel) ARE REPRESENTATIVE
    OF OUR ENEMY(punjab);PAKISTAN.
    BOOTH IS RESPONSIBLE FOR KILLING AFGHANS.
    BOOTH ARE RESPONSIBLE OF DESTRING OF AFGHANISTAN/
    IS ROKETYAAY DID NOT BURN ANY SCHOOLS,HE DID NOT DESTROIED ANY PUBLIC PROPERTY.HE DID NOT KILL ANY AFGHANS.
    TALIBS&JENAYAT KAR BOOTH IS AGENT FROM ISI,
    WHEN ZIAULHQ.DIED WHY HEKMATYAAR CRYING,
    OF COURSE WE HAVE MORE SOULDOUT UNDER MASK OF ISLAM,
    THEY ARE INTILLEGENT FOR ISI PUNJAB.SHYM ON THEM.
    NOW MASHAL KHAN TAKKAR?MANZOOR PASHTOON/AFAR ASIAB KHATAK &MAKHMOOD KHAN ACHAKZAI SPEAK CLEARLY.

    DEATH ON ANY SOULDOUT AFGHAN INTELLEGENT FOR PUNJAB&IRAN.
    THANKS FROM TAAND

  3. Mr. Hikmatyar knows very well that Iran is after its interest in Afghanistan but the fundamental threat to Afghanistan identity, territorial integrity and using Afghans blood and treasure to balance India manifest from Pakistan.

    Mr. Hikmatyar and others alike made-in-Pakistan Afghan so called leaders hands are stuck in Pakistan intelligence archives until death take them a part and then for sure they can’t talk.

  4. کاشکی حکمتیار د امریکایانو سره د خپلی سولی شرط د پاکستان او ایران د لاس وهنی د اسنادو د بربنډولو او شنډولو د پروسې بریالیتوب ایښی وای چه هغه وخت به نو اقلاً دا تور پر ده باندی نه وای چه ګواکی دی یعنی حکمتیار د یوې توطئې د عملی کولو لپاره ګومارل شویدی
    شیطان خوشی د یوې لوئی ګمراه کوونکی دستګاه استاد نه دی ګڼل شوی، داسی ستری منفی کارنامې پخپل ماموریت کی لری، چه مثلاً پدې بریالی شویدی چه …….او په ضمن کی لکه خپله شپږ زره کلنه رښتینې سجده چه ئې په اوبو لاهو کړه همداسی ئې د ډېرو مجاهدو زر کلنی سجدې په سُرکه کی لاهو کړې
    بناً د هستۍ ستر انتحاری همدا شیطان دی چه د ناکامی له وجی ئې هم ځان تباه کړ او هم ئې د اخترونو ظاهری لمانځونکی انتحار ته وګومارل
    حکمتیار یو انتحاری دی هغه انتحاری چه خپل ایمان ئې د نړیوال صهیونیزم د ګټو په لیاره کی الووزولی دی

  5. د بیروني دښمن څخه کورنۍ تربګنۍ ډیرې بدې پایلې لري. د بېروني دښمن سره په خورا آرامۍ او ډاډ سره کیدای شي چلند وشي، خو کورنۍ کې ستونزې حل بې له دې چې بې ځایه او د هغوی د وړتیا ډیره برخه ورکړل شي هیڅ لاره نه وي خو بیا هم د لسټوڼې مار (کورنۍ دښمن) قناعت نه کوي او ګډوډي جوړوي. دا ريښتیا ده چې پاکستان په ډیر ښکاره ډول د هیواد دښمنان روزې او هیواد پرې ورانوي خو که چېرې په کور دننه دا لستوڼې ماران نه وای او ټول یوه خوله او تعهد ولاړ واوسې ددښمن ځپل چندان ستونزمن کار نه وو او نه دی. ایران همدا د لستوڼې ماران موږ ته چاغوي، په ډیر ژور ډول زموږ هوئیت راڅخه د خپلو لاس پوڅو په ذریعه اخلی، د همدوی په ذریعه یې جبرا خلک مجبور کړل چې بیا ځلې ټوپک ته لاس کړي، ملي پروژو کې ستونزې جوړوي، په اکاډمیکو ارګانونو کې خپلو شومو موخو لپاره ګډوډي جوړوي، مذهبي ستونزې ایجادوي، او په دې اتلسو کلونو کې یې ددوستۍ په نامه ګڼې ورانکاریانې وکړي او لایې هم کوي. دا هغه څه دي چې ټول عمر په زړونو کې پاته کېږې.
    نو زما په اند حکمتیار صیب نظر واقعا پرځای دی او ایران په افغانستان کې د ټولو دښمنانو څخه ډیر بد دی.

  6. کاش چی زمونږ ټولو سیاستوالو همیشه بی طرفه نظر څرګندولو نو د درک وړ به وو داسی نه شی کیدی چی یو تمجید او بل تقبیح کړو غلط باید ټول تقبیح او درست باید ټول تمجید کړو.

  7. په دې کې شک نه شته چې ایران د افغانستان بد ګاونډی دی خو جناب حکمتیار د هماغه بد ګاونډي ګوډاګی دی دده اتهامات به ځکه صحیح وي چې د ایران پلانونه ده هم ډیر تطبیق کړي اوس چې د خلیج بډای ملکونه د ایران سره په تربګنۍ اوښتي نو حکمتیار د هغوی ریالونو او درهمونو ته لمن نیولی او د خپل ۴۵ کلن بادار او روزونکي پاکستان د اعمالو څخه عامه اذهان هم بلې خواته اړول غواړي . حکمتیار یو شریر انسان دی هیڅ کله نه افغانانو او نه هم افغانستان ته وفادار کیدای شي او همیشه به د یوه او بل بادار لپاره د افغانستان د بربادۍ پروژې عملي کوي

  8. دا خو ځکه دا خبره کوی چی دی پخپله د امریکی نفر دی
    اوس چي امریکی او ایران سره خراب شوی
    اوس دا خبره کوی خو تر ایران زیات امریکا پدی بدمرغیو کی لاس لری

  9. ABDUL BASIR

    آیا دافغانستان ددی غمیزی کلیدی عامل او قاتل حکمتیار ‌سترګی نه لری او که نور ولس ورته ړانده معلومیژی چی دی دعوه چی ۳۰فیصده رای به دده حزب ګټلی وی ده څومره کاندیدان درلوده لږشرم پکارده خدای پاک ته تګ شته ځانته مسلمان وایی لږډار باید وکړی سپین ږیری دی اودګور په غاړهږ

    مننه له تاند نه

  10. آیا زمونږ دګران هېواد په کورنیو چارو کې د ایران مداخلې رښتیا ندې؟
    دوي زمونږ په هېواد کې د « نه شرق او نه غرب . مونږپه افغانستان کې اسلامي جمهوریت غواړو،» د ملا خمینی آخند شعار مو هېر دی.
    آیا ایران د محقق ، مزاري ، خلیلي ، اکبري …. او نورو له غیرمتجانس ترکیب نه مونږ ته د « افغانستان اسلامي وحدت حزب » جوړ نه کړ؟
    آیا دغه وحدت اسلامي د کابل ښاریانو په سرونو مېخونه ټک نه وهل ، د ښځو تیونه یې ترې پرې نه کړل ، د ماشومانو د غوښو شوروا یې په خلکو ونه چښله ، د رقص مرده – انسان وژنې نوې تجربې په کابل کې ونه آزمویل شوې ؟
    آیا د ایران له خوا د « کمیته ای امداد امام خمیني » د جاسوسي ځاله زمونږ په ګران هېواد کې فعاله نده ؟
    آیا د ایران په لاس جوړ شوي « دانشګاه وې » د خپلو بړېڅو د روزلو مرکزونه ندي؟
    آیا د محرم په ورځو کې د کابل اکثره کوڅې او لارې د خمیني په ماتم خانو ندي تبدیلې شوي؟
    آیا د غزني ولایت په وروستیو عملیاتو کې د ایران جوړې شوې وسلې نړیوالو ته ښکاره نه شوې؟
    آیا د فراه ، هرات او نیمروز ولایتونو کې د ایران د سپه پاسداران جاسوسان هره ورځ زمونږ باتور او غیرتي زلمیان او د خاورې او ناموس ساتونکی نه وژني؟
    فکر کوم د دغو پوښتنو فهرست ډېر اوږد دی.
    خودا په هېڅ صورت زمونږ د بل شریر او منفور ګاونډي فکیستان د بخښلو په مانا ندی. وایی له چایې پوښتنه وکړه چې ګله ښه ده که شاګله؟ هغه ځواب ورکړه مه د یوه شه ، مه د بله ، یوه د وخورې د غه بله .

  11. بد بخت ما مردم عام هستیم که همیشه فریب شما دین فروشان شما مجاهدین وحشی از خدا بی خبر را خوردیم. مرگ به گلبدین راکتیار و مرگ به همه کسانیکه به نام دین و جهاد کشور و مردم را تباه کردند

ځواب ورکول Asli Afghan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *