حکمتیار د شوروي د لس کلن تېري په کلونو کې له هر بل حزب او تنظیم څخه په ډېر جدیت او متانت د افغانستان د آزادۍ او اسلام د سرلوړۍ لپاره جنګېدلی دی. که څه هم د ده او د ده د ناخوالو په هکله ډېرې پوښتنې ورته متوجه دي چې دی او د ده په مشرۍ د حزب اسلامي هغه مقاومت چی د روسانو په مقابل کې وکړو د تاریخ برخه ګرځېدلې ده.
د پاکستان شپې او ورځې زموږ د افغان مهاجرو لپاره د زغم وړ نه وې؛ خو له بده مرغه لوی اکثریت ته بل بدیل هم نه و. افغانانو فکر کاوه، که چېرې د دوی جهادي مشران سره یو لاس شي، نو روسان به ډېر ژر، وتلو ته اړ کړي او دوی به بېرته خپلو کلیو او بانډو ته ولاړ شي. خو په پاکستان کې اووه مشران (څلور سخت دریځه: انجینر حکمتیار، مولوي خالص، عبدالرب رسول سیاف او برهان الدین رباني؛ درې اعتدال پسنده مشران: صبغت الله مجددي، سیداحمد ګیلاني او محمد نبي محمدي.) داسې ښکارېده چې د عادي افغانانو په څېر په بېړه کې نه و؛ ځکه اکثره د خپل او خپل تنظیم له موقف نه تېرېدو ته حاضر نه وو.
همدا علت و چې تقریباً څلور کاله د شوروي له تېري څخه، برسېره د ډېرو غونډو او اشخاصو د نومونو له یادولو نه، د پخواني پاچا نوم، د ډېرو په خوله و. ما چې د بي بي سي پښتو خپرونه له لوړمۍ ورځې څخه پیل کړې وه، د پاچا د راتګ له امله، د ډېرو لیکونو نه چې افغانانو به رالېږل، ما د بي بي سي مشران قانع کړل چې باید له پخواني پاچا سره مرکه وکړو او د هغه له نظر څخه اورېدونکي خبر کړو.
پخواني پاچا محمد ظاهر شاه چې پاچاهي ورته په میراث پاتې وه؛ یو انقلابي شخصیت نه وو. په یوه مصاحبه کې زما د پوښتنې، چې که پاکستان ته چې هلته اکثریت افغانان دی نه شي تلای، ځکه چې ښه مېلمه پالنه به مو ونشي، کولای شي، ډهلي ته ولاړ شي او خپل اواز پورته کړي. هغه راته وویل چې (ما افغانان پېژني، زه مجبور نه یم چې د حکمتیار په شان ستونی څیري کړم.) زما په فکر، پخواني پاچا د حکمتیار نوم ځکه یاد کړ چې هغه له هر چا نه ډېر د پخواني پاچا پر ضد و او ویل به یې چې پاچا کمونیستانو ته زمینه برابره کړه چې د اساسي قانون په لسیزه کې سرونه را پورته کړي.
پخوانی پاچا ډېر نرم مزاجه او صبور شخصیت و. په خپل ټول عمر کې یې یوازې د پاریس له لومانډ ورځپاڼې سره یوه مرکه کړې وه. له رادیو او تلوېزیون سره خو هیڅ مخامخ شوی نه و. ځکه هم څلور میاشتې یې ونیولې چې ما هغه د ده د تره زامنو، سردار ولي او سلطان محمود غازي لخوا وهڅاوه چې بي بي سي پښتو خپرونې سره چې ټول مهاجر او په داخل کې افغانان یې اوري، یوه مصاحبه وکړي.
پاچا حاضر شو او زه روم ته ورغلم او د لومړي ځل لپاره مې د اعلیحضرت او سردار ولي سره ولیدل. دوی غوښتل چې زما له خولې واوري چې څوک یم. ما سردارولی ته وویل چې زه د ځاځیو د اربکي د لښکر د مشر، حاجي کهندل خان زوی یم او کله چې ځاځیو ستا د پلار، شاه ولي خان او تره شاه محمود خان چې تقریباً شپږ میاشتې په ځاځیو کې مېلمانه وواو د کابل د نیولو په فکر کی وو، نادرخان، ستا پلار شاولي خان او ستا تره شاه محمود خان، د ځاځیو یوې لویې جرګې ته چې د افغانستان د آزادۍ لپاره راغوښتل شوې وه، راوستل. نادر خان چې مشر ورور و جرګې ته وویل چې تاسې (ځاځي)، یو تجار قوم یاست او دا دی؛ څو میاشتې د خپل کار او تجارت پر ځای، زموږ کوربه توب کوئ. موږ له تاسو څخه درې غوښتنې لرو چې هم به ستاسو او هم زموږ راتلونکی پرې روښانه شي. نادرخان د وروڼو په مشرۍ وویل چې ټول شاوخوا قومونه، یا سقاوي شوي او یا هم په کوم مخالفت کې نه دي را پورته شوي؛ خو سقاو زموږ په سر انعام ایښي. موږ هغه ته تسلیم کړئ، له یوې خوا به تاسو ته انعام درکړي او له بلې خوا به موږ هم ستاسې له مخې لرې شوي وو. دویم دا چې موږ ته ووایاست چې را څخه په تنګ شوي یاست او له ځاځیو نه مو وباسئ او درېیم دا چې ملا را سره وتړئ چې کابل ونیسو.
دجرګې سپین ږیرو، وروڼو ته وویل چې موږ غواړو ستاسو په غیاب کې په دې درې واړو غوښتنو خبرې وکړو.
په جرګه کې هیڅوک هم حاضر نه و چې مېلمانه د پیسو په مقابل کې وپلوري او یا هم مېلمه ته ووايي چې موږ درڅخه په تنګ شوي یو او باید له ځاځیو نه ووځي. نو پرېکړه وشوه چې د اربکیو لښکر جوړ کړي او زما د پلار او شاه ولي خان په مشرۍ کابل ته په حرکت کې شي.
ما سردار ولي ته د ده او زما د پلار ځینې د جنګ نورې یادونې هم وکړې او هغه وویل چې عیناً همدا خبرې مې راته پلار هم کړې دي، ولې ته په کابل کې ماته نه یې راغلی چې ما به داسې او هغسې کړې وو.
بیا نو چې د درې نورو مصاحبو لپاره ایټالیه ته ورغلم؛ نو د یو ښه دوست په صفت به یې له ما سره، پېش امد درلود.
د پاچا د خبرو په اورېدو سره په افغانانو کې د هغه د ۴۰ کلنې دورې آرامي او امنیت، ذهنیتونه پیدا شول؛ خو بر خلاف د پېښور د سخت دریځو څلورو تنظیمونو له خوا، ګواښونکي لیکونه، د پاچا، زما او زموږ د پښتو خپرونې پر خلاف را تلل.
خو له هغې سروې نه چې شهید، پروفیسور بهاووالیدن مجروح د مهاجرینو ترمنځ په صوبه سرحد او بلوچستان کې تر سره کړه، معلومه شوه چې ۷۱ سلنه افغانانو د افغانستان د مشر په صفت د پاچا نوم اخیستی و.
اوس دری لسيزې وروسته، له هغو شپو ورځو نه چې حکمتیار صیب کابل ته د سولې لپاره راغلی او غواړي، په سوله کې هم د جهاد د وخت په شان مخکښ رهبر و اوسي، په یقین سره چې د مطلق اکثریت افغانانو له خوا ورته ښه راغلاست دی او هیله ده چې ټولې لويې او کوچنۍ ډلې ټپلې او زموږ حکومت هم له ده سره لاس یو کړي؛ څو زموږ تېروتلي طالبان سولې ته راوبولي او ټول په ګډه د ډیموکراسۍ او وورولۍ په فضا کې لاسونه سره ور کړي او په افغانستان کې سوله او امنیت چې ټول یې لېوال دي راولي.
انجینر حکمتیار په خپلو هغو ویناوو کې چې په ارګ او هم د لکونو افغانانو په حضور کې یې په غازي سټوډیوم کې درلودې، وویل چې اوس هغه وخت دی لکه څرنګه مو چې د جنګ پر وخت په مېړانه له خپل اسلامي هویت او آزادۍ نه دفاع وکړه، باید له سولې نه په هماغه روحیه مدافعه وکړو او له ورور وژنې څخه لاس واخلو؛ حتی پرېنږدو چې نور یو څاڅکی وینه هم تویه نشي.
افغانانو چې څلور لسیزې جنګونه او نا امنۍ تجربه کړي، مطلق لاس په دعا دي چې زموږ دا توره شپه ډېر ژر په روڼ سهار بدله شي.
mesdaq sahib salamualikum/every one knows we have a few peoples like you.
afghans gave many good chance from hands. any time peace is good for us.
BUT SORRY, we have many sold out afghan between us,
past is gone/we have to think for next.
this is time to afghan elders become united.
we read in media/now also more sold out afghans want do sabotage
to become united Afghanistan.
I hope to afghans become united for peace and rebuild of Afghanistan ,
thank you
سلام
زه نه بوهيزم جي د سخت دريخي او اعتدال كلمي له كوم قاموس نه راغلي ولي راغلي دا بحث به بريزدو
دا به هم بريزدو جي بخوا ني با جا خه كري يا نه دي كري اوس ددي وخت هم نه دي
زه كوم تنظيم ته منسوب نه خو د كمونيستانو له خوا مو جزا او تيري ليدلي د حكمتيار به خبره دا خيني كسان جي اوس زه وينم دوي به هغه وخت كي د كمونيتانو لباره هورا ويل
لكه خنكه جي يو ليكوال به يوه تولنه كي اخلاقي مسوليت لري همدا رنكه د تولني د يوه لا رشود به هكله هم بايد نظر ولري زه دلته د حكمتيار د شخصيت هغي برخي ته اشاره كوم جي يوي راسي تولني ته يي دسولي بيغام راوور جي خو لسيزي يي انتظار باسي
بل دا جي هغه د افغانستان هغه خلكو ته بلنه وركره جي د بن به فرمايشي معاهده كي له ياده وتلي وه
بل كمال د حكمتيار به وينا كي داوه جي تير به هير د ملت د زعا مت او مستقبل لباره دامن او سهولت لباره دعذل او انصاف لباره
زه دا خبره بايد ونه كرم خو نه بوهيزم ولي بيا همزموز خود خواهي كتي لافي او شا في غرور او تكبر ددي اجازه نه راكوب جي نور له زرو ببو لا لو تير شو جي كته نه لري يونس خان باجا سياف بروقيسور كل مر جان كرزي هم فكر كوي جي خلك رانده او كا نه دي
به غونده كي دحكمتيار سوليزه بيغام ته بايد سوليزه هركلي او د هكلي به خنك كي ليدونك ته دبوستنو حق وركول سوي واي
خو مونز افغا نان جي يولور ته مخه كرو بيا شا ته نه كورو
به توله كي د حكمتيار دغه تصميم ته بايد ارزشت وركراي شي دا جي ولس خه دول طرز ديدي لري دا دهغوي كار دي
مصداق صاحب زما فانت به عربي زبه كي دي او به لاره كي مي دمبايلنه وراندي كر
The opportunistic flexibility of well educated Afghan intellectuals are breaking all previous borders unable to distinguish between fundamentalists, moderate and leftists, as long as there is an open channel to swim by and catching a fish.