تاند – د ملي دفاع وزارت ۶۰۰ جنرالان یوازې د پنجشېر ولسوالۍ اوسېدونکي دي.

د افغانستان د اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار د بدخشان ولایت سپین ږیرو سره په یوه وروستۍ ناسته کې وویل، چې د پنجشېر د اوسېدونکيو جنرالانو په ډله کې کلینران هم شامل دي.

ښاغلی حکمتیار وایي، چې د ټولو اروپایي هېوادونو د جنرالانو شمېر ۶۰۰ ته نه رسېږي په داسې حال کې چې د افغانستان په دفاع وزارت کې یوازې د پنجشېري جنرالانو شمېر ۶۰۰ تنه دی.

نوموړی وایي چې دغه ډول د ازبکانو تر مشرۍ لاندې ګوند کې غیر ازبک او د هزاره ګانو په ګوند کې غیرهزاره وګړي نشته.

د اسلامي ګوند مشر تر دې مخکې ویلي وو چې ګوند یې د راروانو انتخاباتو لپاره نوماند نه لري خو ویل کیږي چې ښایي د حکمتیار تر مشرۍ لاندې ګوند د ولسمشر غني د پرمختیایي پروګرامونو د ملاتړ لپاره د نوموړي ملاتړ وکړي.‌

د ګلبدین حکمتیار تر مشرۍ لاندې اسلامي ګوند پخوا د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې او د هېواد د بېلابېلو قومونو تر منځ پراخ نفوذ درلود او داسې ګڼل کېده چې که په افغانستان کې انتخابات وشي ښایي دغه ګوند فوق العاده اکثریت رایې ترلاسه کړې.

ویل کیږي چې په ۹۰مه لسیزه کې د طالبانو تحریک او په وروستیو کې د جمعیت اصلاح په نامه، چې نه تایید شوي راپورونه وایي د پاکستان د جماعت اسلامي ډلې له خوا حمایه کیږي، په رامنځته کېدلو سره په افغاني ټولنه کې د دغه ګوند رنګ پیکه شوی دی.‌

3 thoughts on “حکمتیار: د دفاع وزارت ۶۰۰ جنرالان پنجشېریان دي چې یو شمېر یې کلینران دي”
  1. i hope to hekmatyaar sahib and attamohammed stop betwwen this two party
    problems and togethet try to bring peace to afghanistan.

    AFGHANS NEED TO PEACE FOR UNITED AFGHANISTAN,THANK YOU

  2. سلام
    همدا ر نګه احصا یه ښیی چی یو شمیر کلینرا ن یا خانه سامان د هل او عقد وخت بد ماش نه په ډ یرو سفارت خا نو جنرال قونسلګریو او نورو دپلماتیکو برخو کی لا مصروف پاتې دی ډیری یی د الفبا د هجا مشکل لری پښتو او دری خو لا پریږده لنډ مثا ل یی پخوانی قومندان سرهنګ او فرهنګ دکورنیو چارو وزارت معین دا او هغه القابو کې ورک وه چی یوازې په راستا او اولویت پوری نښتی او ا ته ها وایی څو ورځې مخکې یی د امریکی غږ سره مرکه درولوده زه فکر کوم چې په یوتیوب فسبوک او دامریکې غږ په ارشیف کې به وی لاړشی ددی کلینر ستر مسولیت وڅیړی دده ‌پوهه وګوری چی دی دکومی څوکی اهل دی کرزی خو له ده ستر فرعون جوړ کړی وه
    د حزب اسلامی د مشر تشخیص دلته دیوه ماهر طبیب حیثیت لری دا چې څوک یی منیا یا نه منی دا بیا دخلکو قضاوت دی دغو کلینرانو د بن له معاهدې نه چی فرمایشی بڼه یی درلوده او ځینې تش په نوم سیاستوال له دباندی څیړی لکه انور احدی دلندن پخوا نی سفیر احمد ولی او نور دا بیا ددوی دژبې ټکا جار او قربا ن دی چې ددولت ملی او اسلامی صبغه نه ده بلکې دکرزی ددو دوروکمزوروچیغو بړاس او کا واکه هوسوونو انګازېدی دی د

  3. د 90 می لسیزې پر ځای که 9 مه لسیزه ولیکی ډېر به ښه وي حکه په یوه پېړی کی 90 لسیزي نه راځي بلکه لس لسیزې راځي 90مه لسیزه 900 کلونو ښکارندوی کوي نه د 90 کلونو.

ځواب ورکول ع شریف زاد ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *