حکمتیار

تاند، یکشنبه، د سنبلې ۲۴مه: د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار په یوه تازه مرکه کې ویلي، په دې ویاړي چې د یو فرانسوي خبریال له لوري د کابل د قصاب لقب ورکول شوی دی.

نوموړي د طلوع په نوم له یوه خصوصي ټلویزیون سره په مرکه کې زیاته کړه، کلونه وړاندې چې د کاپيسا په تګاب کې پر فرانسوي سرتېرو د حزب په برید کې ۴۳سرتېري ووژل شول نو فرانسوي خبریالانو ده ته د کابل د قصاب لقب ورکړ چې دی هم پرې ویاړي.

ښاغلي حکمتیار له طالبانو سره د حزب اسلامي له پټې هوکړې هم پرده جګه کړه او زیاته یې کړه چې له طالبانو سره دې هوکړې ته رسېدلی چې پریو بل به بریدونه نه کوي.

 نوموړي دغه راز طالبان یو نوی تحریک بللی او ویلي یې دي، هغه وخت چې په ۲۰۰۱ کې طالبان د ناټو له وجې د ځان راټولولو په لټه کې ول، ده د ناټو سره عملا جګړه کوله: ((طالبانو دغه راز خپلو وسله والو ته امر وکړ چې پر خارجیانو بریدونه ونه کړي، خو موږ خپلو جنګیالیو ته وویل چې پر خارجیانو به بریدونه کوئ.))

نوموړي د افغانستان د ژغورنې یوازینۍ لار رڼې ټاکنې بللې دي، په داسې حال کې چې پرون یې په یوه کمپایني غونډه کې د ټاکنو د امنیت ساتونکو سرتېرو په تړاو وویل چې دوی د جګړې په تقدس باور نه لري او د پیسو په مقابل کې جګړه کوي.

3 thoughts on “حکمتیار: د کابل د قصاب په راکړل شوي لقب ویاړم”
  1. حکمتیار له کونی لیونی دی. هوشیار انسان خو په خدای که داسی منحوس لقب ومني. د انسانانو په وژنی داسی افتخار کول نه په انسانیت کی، نه په اسلامیت کی، نه په افغانیت کی او نه د دنیا په کوم قانون او مذهب کی شته. فکر کوم پاکستان دی له کوم وحشی پاکستانی سپی سره ساتلی و. دا حرمونی خو والله که لس رایی هم وگتی. که یی وگتله هم په حزب اسلامی، هم په اسلامیت ، هم په افغانیت او هم په افغانستان خط وباسی او ددی وطن جنازه وکری. له یوی خوا اردو ته بد وایی، له بلی خوا دولت ته، له بلی خوا افغانانو ته او له بلی خوا جهانیانو ته. وایی د خره مینه لغته. حکمتیار جاهل ته د افغانانو سلام

  2. دې ښاغلی ته دې وویل شی : تاته دالقب دفرانسویانو دوژنې په خاطر نه ده درکړل شوی تا مجروح ، کټوازی اونور ۵۴ نامتوافغان شخصیتونه په پیښور کې – میرویس جلیل په چهلستون کې – ستابدنامې ډلې میرمن بره کی دهغه له خاوند او ماشومانو سره په وزیر اکبرخان کې اولسګونه داسې نور جنایتونه موکړی چې مستند دی او څوک ځینې انکا ر نشی کولی – آیا په دې اعمالو هم ویاړ کوی ؟ که داسې وی دخدای لعنت دې پرتا شی .

  3. Aw pa khyber medical college pekhawar ke da jomate islami da badmashano da para dr atta ullah shaheed kro pa 1982 ke chai da Dir osedonke wo. Gul badin dair gholam zehna insan de.

ځواب ورکول Fahim ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *