تاند، سه شنبه، د دلوې ۲۲مه: د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د سولې لپاره یې نوې طرحه جوړه کړې ده او وايي، د دې طرحې له مخې د افغانانو تر منځ باید په دې هوکړه وشي چې طالب وسله وال به د افغان ځواکونو لیکو کې شاملېږي.
نوموړي نن غرمه په یو خبري کنفرانس کې وویل، د سولې مذاکراتي پلاوی باید کوچنی وي او د سولې بین الافغاني مذاکرات باید د بهرنیانو له حضور پرته په یو بې طرفه هیواد کې ترسره شي.
حکمتیار ټینګار کړی چې د سولې د خبرو پر مهال باید ټول لوري اوربند، د طالب بندیانو ازادولو او امنیتي لیکو کې د طالبانو ادغام ته ژمن واوسي: (( په افغاني مذاکراتو کې دې مؤقت حکومت هم جوړ او مشران دې ورته وټاکل شي، د سولې له هوکړې وروسته باید مؤقت حکومت ایجاد شي تر څو ټاکنې ترسره کړي خو عمر یې باید له یو کال زیات نه وي.))
حکمتیار ټینګار کړی چې د مؤقت حکومت مشر او کابینه یې باید په ټاکنو کې ګډون ونه کړي او د کوم نوماند ملاتړ هم باید چې ونه کړي: (( سوله د ټول ملت حق دی او هیڅ بنسټ او یو فرد نه شي کولی چې دا بهیر انحصار کړي))
ښاغلي حکمتیار ټینګار کړی چې طالبان او امریکا به ډېر ژر پخپلو کې د سولې هوکړې ته ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د حکمتیار لخوا تر دې وړاندې هم د مؤقت حکومت او د سولې طرحې وړاندې شوې دي چې په اړه یې پراخ ولسي غبرګونونه او نیوکې راپارېدلې وې.
د پیښور حکومتونه خو هم موقتی ؤ، اخر یی بیا کوم ځی ته ورسید ، دا به څو ک تضمین کړی چه موقتی حکومت واقعا بی طرفه پاتی شی او یا په قدرت کی ځان کلک نکړی
دوی په حقیقت کې خپلې طرحې نه بلکې د بهرنیانو (ګاونډیان) طرحې وړاندې کوی ترځو افغانستان پرمختګ ونکړی د افغانستان پرختګ مخ ډب کوی نور هیڅ نه ګلبدین خپل حزب نشی منظم ولی طرحه به یې څه وی.
ښاغلي حکمتياره سلام
هر هغه حکومت چه په واک وي هغه به د روغي خبري له مقابل مخ سره کوي دا يو نړيوال اوسول ده او همداسي به وي اوشي دا چه ته نوي نورمونونه او قواانين را باسي دا ستاسو حق دي دي خو د تاسوته لاښووني ته نه يواځي چه غوږ نه ورته نيسي برسيره پردي افغان اولس ستا ازان روزه نه ماتوي
اوبس
تاسو د کرنل امام د (د افغانستان د جهاد داستان) کتاب مطالعه کړی ، کرنل امام ( کرنل سلطان امیر ) به خپل دغه کتاب کی وایی چه : ( حکمتیاریو زموږ د شاګردانو د ۳۵ کسیز ګروپ څخه دی چه موږ د ذوالفقاربوټواو بیا دجنرال نصیرالله بابرد لارښونی مطابق ، دسردار داودخان د جمهوری نظام خلاف د شورش او قیام د پآره تریننګ کړل ، تر څو د افغانستان ثبات وران شی او په آینده کی موږ ته د افغانستان نه خطره نه وی. کله چه داودخان د پشتونستان د مسئلی څخه نه تیریده نوموږ ته هم د افغانستان د کمزوره کولو اوورانولو د پاره خوږرګ په لاس راغی او هغه خوږ رګ دغه نارضیان ؤ چه موږ هغوی دهمدی هدف د پاره وروزل او بیا …….). دغه کتاب په مارکیټ کی موجود دی .
دحکمتیارداوسنی تحرکاتو، او څرګندونو نه دده دهمغه پخوانی کردار بوی راخی یعنی د پردیو په نوازش د وطن او نظام د بی ثباته کولو اورانولو کردار .
موقت حکومت ولی ؟ یعنی غواړی د افغانستان دولتی نهادونه اواوسنی پرمختګ ۲۰ کاله شاته ولاړشی !
که حکمتیار ددومره سیاسی ظرفیت درلودونکی وی نو ولی به دده څخه خپله حزب اسلامی او دده خپل زامن په تیښته کی وی ، ګوری حزب اسلامی دده د کماله پنځه ټوټی دی او ټول دده نه ناراضه دی او انتقاد لری اوحتی اولادونه او زامن یی هم دده په بی عدالتی او انحصار طلبه رهبری باندی اعتراضونه لری ، نو به بهتره وی چه اول دی د خپلی نژدی دایری مشکلات حل کړی او بیا د افغانستان په هکله خبره وکړی ، خو که چوپ او ساکت و اوسی دا به دده د پآره آبرومندانه خبره وی .
حکمتیار صیب خبرې ښې کوي خو لکۍ یې د پنجابیانو په شان کږې کوي.
موقت حکومت د پاکستاني مغرضو سیاستوالو نسخه ده چې یوځل یې د افغانستان تاریخي او ملي دولت ویجاړ کړ، زمونږ ملي اردو د ملا رباني پواسطه منحله او ټول تجهیزات یې کباړ شول . په زرګونه افغانان یې شهیدان کړل .
بنا افغانان نه غواړي بیا موقت حکومت جوړ شي .
د حکمتیار صاحب د کورنی غړو ته یو خواهش۰
بهتره به وی چه حکمتیار صاحب په دا اخری عمر کی فقط د خداي جل جلا له عبادت وکړی۰
لازم نه بولم چه د حکمت یار صاحب د هری څرګندونی په ارتباط د ډیرو خلکو بدی خبری ورته وشی۰
اوس شیخ فانی دی ۰ چه د خپل خدای عبادت وکی بهتره به وی۰
په موجوده وقت کی داکتر صاحب اشرف غنی کفایت کوی۰مننه
اڅکزی: پاکستان دې خپل جنرالان دماغي ډاکتر ته بوځي
د پښتونخوا د عوامي نېشنل ګوند مشر محمود خان اڅکزی وایي، هغه پاکستاني جنرالان چې د افغانستان د ولکه کولو په فکر کې دي رواني او دماغي ډاکتر ته دې مراجعه وکړي.
محمود اڅکزي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي دي چې، په افغانستان کې د چنګیز خان هډوکي مات شوي، د مغلو پښې ماتې شوي دي، تیمور افغانانو ګوډ کړی و،د سکندر ملا د باجوړ افغانانو ماته کړی وه، فیرنګي په افغانستان کې په زرګونو کپرئ خاورې کړي.
پر وینا یې نو سنګه به د پنجاب جنرالان د افغانستان د ولکه کولو فکر په ذهن کې ولري د هغه پر وینا که لاهور په دوو وسلو مغرور دی نو، د روس دې پوښتنه وکړي چې له پاکستان څخه سل چنده ډیر ایټم بمونه لري، خو ولې بیاهم افغانانو مات کړي دي.
د اڅکزي پر وینا افغانستان به جوړیږي،حتمآ به جوړیږي، پښتانه به سیالان وي، خامخا به سیالان وي، پر وینا یې افغانانو نه پخوا او نه نن چاته سرټیټ کړی دی.
د محمود اڅکزي وینا په داسې حال کې د افغانستان په اړه کېږي چې له دې وړاندې بیا د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په وار وار افغانستان کې د موقت حکومت غوښتنه کړې وه،خو د افغانانو او سیاسینو له سخت غبرګون سره مخ شوی و.