ماما ګله! که سلام مې درته دروند نه پرېوځي نو په وعلیک یې بدرګه کړه! په سورتونو او حدیثونو ځکه شروع نکوم چې هغه خو ټول تاسو خلاص کړل مګر چا د عمل کمیس ور وانه غوست! دا چې ولې مې درته ماما وویل؟ خالص بابا ویل چې حکمتیار د اور پرتوګ دی که اغوندې یې نو سړی سيځې او که نه یې اغوندې نو لوڅېږي، نو پدې حساب خلاصی مو درنه نشته نو ځکه مې دا رشته د ماما په لقب ترسیم کړه! کله چې تا او شورای نظار یو د بل کورته لوټې وارولې نو که یاد دې شي په لټغن پښتون دې غږ وکړ چې مچینغوزې راواخلئ چې د قام جنګ دی او پدې ترتیب دې پښتانه له شورای نظار سره کله جنګي کړل نو ځکه مې دې لیک کې په قام ننګولی یې، سره لدې چې په رسمیاتو کې ځان د نړیوال اخوانیزم د عسکري قشلې خورظابط بولې او قام پالنه درته د کفر د تناره اورلړونی ښکاري. ماما! وايي چې ((بد تربور په بد ځای کې په کار راځي)) که تا د دې متل د کټ لنګه راټینګه کړې وه نو اوس به پښتون په سیاسي هوجره کې چیلمچي په لاس شورای نظار ته اوبه نه اچولې او نه به دې د بل پاتې شونو ته کېناوه.

کله چې د ډاکټر نجیب د حکومت ترپال د بینین سیوان په کلانترۍ راټول کړل شو نو ستا ناړامه لښکرو د خپل پښتون سر ته مارتول او جبل ونیول، د چا هډوکي یې د خلقي او د چا د افغان ملتي په نوم لکه د څېړۍ د خسو غوندې مات کړل او د بورې پنځوس کیلویي بوجۍ ګانو کې یې په سیند لاهو کړل. وسلې، ټانګونه او طیارې دې د حسین احمد او حمیدګل په امامت د پاکستان پوځ ته په نکاح کې ورکړې.

خپله دې په یو ځای کې ډډه نه لګېده د شپې ځای دې ورک و کله به د چهاراسیاب په پټیو کې ګرځېدې او کله خو به دې سر آن د خمیني تر بالښته هم ورسېد. ځان دې هم خمبه کړ او قام دې هم، د سیاسي شیروار کوچ درنه بل وخوړل او له شومړو یې هم لوټکې ډکې کړې، قام ته دې تشه مټۍ پاتې شوه! له پاکستان پرته دې بل څوک انډیوال نکړ، په عربو کې به یو نیم اخواني درته د لرې نه لاس جیګاوه، د (لا شرقیه لاغربیه) په الفاظو دې د ټولې نړۍ د ګرېوان توکمې وشکولې تا منډه کړه او دوی ستا په ټس کې ستا یتیم او سرسبیله قام خمبيره کړ: ته خو لا ښه وې ځان دې خلاص کړ – په ما یې وکړل د څوباړو ګوزارونه ملتپالي او هېواد پالي خو دې لا له وړاندې خسي کړي وو، د ولس د نجات لپاره یې په تشو نعرو ستوني قبض شول:

برقه ته چې شاعري کړې په دا بې شعوره وخت کې   –   لکه دشت کې چې څوک واوري خپل اواز په واپسۍ کې

برعکس ستا رقیب لکه د چرګې غوندې خپل وزرونه د خپل لښکر ترڅنګ په پرچمي او ستمي چرګوړو هم راخواره کړل، تشه قوله یې هم بېځایه ونه غورځوله، اوونګ او لنګرۍ یې ترې جوړې کړې.

اوس د برم او عظمت په داسې کوماز کې سپاره دي چې د سیاسي واک اشترینګ یې په بشپړه توګه پخپله قبضه کې اخیستی او لګیا دي ستا له قام څخه د واک وروستی پوښاک (موزې) وباسي! په تذکره خو یې د افغان سر شوټه کړ، په افغانستان کې یې هم پړی اچولی او غواړي دوه پراخچې یې کړي! خو په وړاندې یې د ملتپالو د کنډک داوطلب عسکر تیارسئ ولاړ دي:

منمه چې وخت د خپلې څانګې شوکولی یم  –  زه د خپل وجود د تار تړون یمه پښتون یمه

((خواره دې شي وینځه چې د وینځې کالي وینځي)) دا متل که دې په خپله سیاسي المارۍ کې ځای کړی و نو هېڅکله به دې د پاکستان د بوساړې ساتلو او د خپل درمند سوځولومنشي توب نه و کړی، جعلي پاکستان په سیمه کې د انګریزانو استخباراتي ګنډه ده او ټولې نړۍ د دوستمي لوټ په توګه پېژندلی او نور په بنډل کې نشي تېرېدلای، اوس د استعمار پخوانۍ کتابچې نشته، اوس هر غریب هېواد د شتمن هېواد جوالیتوب کوي او مزد اخلي، اوس د سیاسي بازار ژبه زده کول غواړي.

ستا د حزب ټکي زاړه دي د نن وخت د تقاضاوو جوالیتوب نشي کولی، خیر دی فکر پرې وکړه قران ندی، ګوتې پکې ووهه او اپديټ یې کړه. غوسې به نه کوې ګوره! وايي چې ((نه د دین شوې، نه د سادین)) ددې متل په چاړه دې خپل سر وچ وخرېيه، ستا د کلانترۍ تر څپرې لاندې د دین له ادرسه په خلکو داسې مېچنې ګرځول شوي چې له لوی خدای سره یې په فاینل امتحان کې صفر در په شا کړی! خدای به خپل حق در وبښي خو ولس د خپل حق د ملي بس کیلي هغه وخت در ډالۍ کوي چې ته د بښنې ریکشه چالانه کړې او په زوره توبه وباسې! حاجي دین محمد چې د ننګرهار والي و نو په غونډو کې به یې خبرې اوږدېدلې نو خلکو ورته (سه ساعته) ویلې، زه هم خبرې نه اوږدوم او په اخره کې د سپارښتنو دا پنډ در په شا کوم هیله ده چې له چورت وهلو وروسته دا پنډ جیګ کړې: 1)

د نوي فکر په ملي بس کې کېنه او راشه، ملتپالي او خلقیان هم ځان سره وخېژوه او په زړو معاملو د ملي بس ټيرونه وربرابر کړه چخړیتې يې وباسه، د نوي راتلونکي لپاره د شمشاد تلویزین په انګړ کې یو مست اتڼ واچوئ! 2) اسلام خو په هوا نشې تطبیقولی اول باید یوه جغرافیه موجوده وي نو پدې اساس د هرڅه نه مخکې د افغانیت د بڼل شوي کټ لنګه ټینګه کول غواړي، نو د نړیوال اخوانیت تناب سست کړه، اول د خپل ملي بس پنچري ونیسه! 3) د حزبي لوبغاړو خیرن ذهنیتونه هم د کاسو په شامپو وینځل غواړي او پدې یې پوهول غواړي چې اسلام کلاشینکوف ندی چې د خلکو سینې پرې لکه د میده بیز سورۍ سورۍ کړل شي بلکې اسلام د سولې هغه کوتره ده چې هر انسان ته د سلامتیا غومبر وهي! 4) د اوسنۍ سیاسي لښتۍ (شورای نظار) سترګه له تا سوځي نو د سیاسي بوکس وهنې ډګر ستا راتګ ته بشپړ چمتووالی لري! 5) که ستا راتګ کې د وطن او د ملت خیر وي نو خدای دې د ښاپیریو غوندې وزرونه درکړي چې په هوا راشې او که خیر نه وي نو بیا مو پکار نه یې، خدای دې هغه ځای درته ښه کړي چېرته چې دې اړخ لګي! نوټ: دا لیک په ملک میرام ګل اکاډمۍ کې تولید شوی او حزبي لوستونکو ته د نه نېغېدو توصیه کوي.

10 thoughts on “حکمتیار ماما ته سرخلاصی – طنزيه لیک/ ملک میرام ګل”
  1. دریغئ ! چې څوک دچا خبر نه مني، عزت اوناموس په کلشنیکوف او مکروف خرڅ شو۰۰۰
    په ګـــــډه اتـــڼ
    راشه ای ورورکیـــــه ښه کارونه په جهان وکړو»»» پریـږدودا کږې لیارې ښه کر يه دې جهان وکړو
    لاس ورکړو یو بل ته کوم توپیر زما او ستا نوي »»» څنګه چه وي خوښه دلوئ رب، کاردسبحان وکړو
    جوړه کوو ده خـــــه چه کُــــوډله تـرینه جوړه ده »»» دغه لږخــــوارۍ چه بل کوې لږ ئې په ځان وکړو
    خیر دی که مو نشته کوم اسباب دجوړو لاس کې »»» لاس او پښې لرو دغه یو کار به اســـــــــان وکړو
    وکرو د صــــلح سپین ګلان په لـــر او بــــــر پټو »»» ډک دخوشالــــیـــو په د اوښکو ستر باران وکړو
    لرې کړو ترخې د تربــګــیــنـت ده پخوانۍ ګیلې »»» ښه ښایسته دودونــه هم په مځکه هم اسمان وکړو
    زه به اوغــاني کـالي په غاړه ته لـونـــګۍ په سر »»» دواړه به په ګـــــډه ښه اتــــــڼ په دې میدان وکړو
    زه به تــل ولاړه یم په تـــا او ته په مــــــــا باندې »»» ورور د خالدې شه دغه کار به په روښــــان وکړو

  2. د میرام ګل اکاډمي نه مننه چې داسې ښکلی تولید یې وړاندې کړی خدای دې وکړي چې کوم ناظر له دغه تولید نه ماما خبر کړي تر څو له دغه تولید نه ګټه واخلي

  3. بلکل حقیقت د ورته لیکلی دی…… که چیرته یی اوس هم دماغ په سر کی نه وی بس بیا د غلی چیرته د غواګانو یو فارم جوړ کړی او چلوی دی………………………

  4. مولا دی په لاسونو برکت کړه ملک مرام ګل جانه زه خو حېران ېم چه داسی ګل لېکنه دی کړی ده چه هېڅ ساری نه لری . د راتلو په تمه کېږه ې مه . ځکه د په خدای که کومه توره کړی . زه ېو وخت په افغان سېد جماالدېن لېسه کی وم . ما ‌‌‌‌‌‌ته ډېر ښه معلوم دی ،دهېڅ انسان سره ددی وېنه نه ګ‌‌‌‌‌‌ډېږی بس هر څه چه به پاکستانی ماماګانو. وېل هغه به ی کول نور ټول افغانستان او افغانانو ته ې څه درناوی نه درلوده هر ځای کی چه به دافغانا نو دېوالی خبره وه د به ې مخالفت کاوه. دده په تنظېم کې ښی چوکۍ دهر ېو محمودالحسن ، دلچو حسېنی ،توانا، فرېد او داسی نورو خلکو وی چه بېا تری د جمعت سره ېو ځای شواو دا ې ځانته دېتېم. غوندی پرېښوده . په اخېر کی ې دوه پښتانه ښا غلی کشمېر خان او سباوون رېسان کړل اما تر اوسه پورې ورسره دی ، خو زه په اخېره کی واېم دا ېو پښتو زد پښتون دی، خدا دی زمونږ دسره زر واخلی .دداسی خلکو نه څه نه جوړېږی که هر څومره غېرت ورواچوی. په درنښت

  5. با کیفیته تولید دی، خو پکې نشته!
    د کورنیو تولیداتو ګټه پورته کړئ چې د خولې خوند مو خراب نه شي

  6. ١، د دى ليكنى په طنز يه اړخ نه غږيږم، جى بيا به وايي جى حزبيان كم حوصلى دى او شايد هم وى ځكه جى حزبيان اصول او د ارزونى لپاره معيار لرى. او يو اصل هم دادى جى كه څوك زموږ مشران په سپكه ياد كړى نو موږ يي كله هم نشو بښلى. خو ستا طنز د نظر شرايطو ته استثناء وى.
    ٢، نوم دى غلط انتخاب دى، بايد د ماما په ځاى دى كاكا انتخاب وى شايد د عرف او افغانى رواج سره به برابر وو.
    ٣. نقل قول د خالص بابا څخه تفسير ته ضرورت لرى
    ٤. ستا خلقيان د ضد اوعناد پريږدى، د خداى ج په لاره دى راسره روان شى زموږ وروڼه به شى.
    ٥. په افغانيت موږ تل سرونه وركړى او تاريخ شاهد دى.
    ٦. يوه وړوكى پوښتنه: څنګه ناڅاپه ماما ګان در ياد شول؟! ځه دا به فرضى ونيسو جى مخكى ستاسو د پرمختګ او سياسى ودى مخه حزب اسلامى نيولى وه، مګر دا ١٥ كاله د يوه ګوند په پښو دريدلو لپاره كافى وخت وو؟!!!!!!!! ولى د يتيمانو په شان د ديوالونو سيورو ته پاتى ياست؟ څه شول هغه لوكس، كل، بريتور… مشران؟ نه جى خر څ يي كړى؟
    كه واقعا” اسلام غواړى او په ريشتيا د افغانى دود او دستورپلويان ياست راځى بيعت وكړى، د حزب اسلامى غيږه پراخه او سنګرونه يي تاوده دى.

  7. چه توبه ناعوذ باالله وحی هم په دی حکمتیار راشی چه نور پری اعتبار ونه کړم…………………….

  8. Thanks Miram Gul .. We really need a best leader to make us one nation.if he return we will warm welcome him.still there is place for him in among people but people need him to be change not like a past.

    Wali

  9. Dear Noor Amin,

    If we wanna to Alive Pashtoon Nation need unity immortality otherwise since 15 year back our child become uneducated,our homes Bombard but tell me who got the benefit?? they become national hero they got full benefit of everything in last 15 year. we need some one to make us together and become strong like past other wise we will be a minority nation in this country.

  10. حکمتېار اوس ېو تارېخ تېری درمل دی دخوړلو په ځای ې داسی ېو لېری ځای کی خښول په کار دی چه څوک پری تصمم نه شی . ګرانه وروره د خزب ، د کفر او اسلام خبره دی وکړه ، دا څوک چه نوی مسلمان شی نو بېا هغه ‌‌‌‌‌‌ډېری تېری پاتی وایی ښاغلېه مونږ ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت د جهاد په سنګرونو کی تېر کړی، او لدی حکمتېار سره اما کله چه د او ددوۍ ملګرو ښاغلی ربانی، سېاف،او داسی نور ، چه نومونه ی دومره مهم هم نه دی ځکه دتارېخ کرغېړنی څېری دی ، افغانستان لوټ او د افغانستان نجېب ولس وژلو او شرمولو پسې راواخسته دخپل بادار حمېد ګل کاکا د خوشحالولو د پاره نو وسلی مو حکمتېار کا کا ته بېرته ورکړی .داسی خو مونږ اسامه بن لادېن کاکا ته هم مجاهد وای چه اوس دهاماش په جزېره کی او دامرېکاېانو نه سل زره ‌‌‌‌‌‌ډالر د مېا شتی تنخوا اخلی، دخپلو ښځو سره پری مزی کوی . اما ټول مسلمانان ې تبا او برباد کړل . ګرانه نوی ې پوه به شی لکه زمونږ غوندی خو دېر وروسته بېا به درنه وخت تېر ی که ځوان ې زدکړی وکړه او دی ګران وطن او ګرانو ې هېوادوالو ته خدمت وکړه . ګرانه خفه رانه نه شی ځکه مونږ ‌‌‌‌‌‌ډېر وخت د لاسه ورکړی په تا می پېرزو نه شی که ځوان ې ، او که سپېن ږېری ې نو خدای ج دی درته دنېکۍ لار وښای چه لار ورکی نه شی . دګران افغانستان د ښه ابادېدو په هېله

ځواب ورکول speen ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *