حکمتیار

تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته به په یوازې توګه له خپل ګونده څوک کاندید نه کړي.

حکمتیار نن /یکشنبه/ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، اسلامي حزب به له نورو سیاسي ګوندونو سره په مشوره ولسمشرۍ ته یو تن کاندید کړي.

حکمتیار همداراز وویل، اسلامي حزب او نور ګوندونه به یوه ګډه شورا جوړه کړي چې د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره په ګډه د خپل کاندید په اړه پرېکړه وکړي.

حکمتیار وویل چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې پرېمانه درغلي شوې ده او یوازې دې هغه رایې ومنل شي چې بایومیتریک لري او یا دې انتخابات له سره وشي.

حکمتیار مخکې ادعا کړې وه چې که په انتخاباتو کې درغلي نه وي شوې، د ولسي جرګې ۳۰ سلنه چوکۍ د ده د ګوند غړیو ګټلي دي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون تېره میاشت اعلان وکړ چې له مخکیني مهالوېش سره سم به د راتلونکي لمریز کال د حمل په یودېرشمه د ولسمشرۍ انتخابات ترسره کړي.

One thought on “حکمتیار وايي، د نورو ګوندونو په مشوره به د ولسمشرۍ لپاره کاندید غوره کړي”
  1. انجنیرصاحب!
    تاسی دی حکومت ته وروسته راغلی یاست خو دا ټکی باید هیر نشی چی د بن د تړون مبتکرین چی تر اوسه هم د نیمایی نه زیاتی دولتی کرسی یی غصب کړی او په فساد ،اختطاف،غصب ، رشوت او د بیت المال لوټ ،دامنیتی قواوو د ډوډی ،البسی، سلاح او مهماتو،روغنیاتواو تیلو غله آوحتی د پوستو خرڅوونکی او نوری هغه معاملی او روابط چی د ملی ګټو خلاف وی او دوی ترسره کړی او نور هغه والیان او حکام چی دیته ورته ملوث او ملی ګټی نه پیژنی او هغه ډلګی چی د ضعیفی ان-جی – او غوندی هم کارنشی کولی او حتی د مجاهدینو قاتلان او دجهاد ښکرور غله چی شهرک، ټاور ،بلند منزلونه ،مارکیټونه او نوری مرداری او طوق لعنت یی چی پر غاړه له ورایه ښکاری ، او نه دقوم یا سمت لپاره کوم کار کړی او نه ملی او اسلامی ګټی پیژنی او دملت لپاره د کوم خدمت سابقه نلری او اوس دا ملت تری نفرت کوی ، ددوی ائتلاف به څه ارزښت ولری ،ملت ته منفور او خالق ته تور مخی !!
    نو دداسی ډلو سره مزل به تر کومه او د څه لپاره؟

ځواب ورکول Dr.Atal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *