تاند- د افغانستان د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار نن /یکشنبه/ په ننګرهار کې یوې غونډې ته وویل، طالبان په افغانستان کې د بهرنیو پوځیانو د حضور سبب دي.
ده د افغانستان د ملي یووالي پر حکومت هم نیوکه وکړه، ویې ویل، د ملي یووالي حکومت باید خپل منځي اختلافات حل کړي، که دوی خپل منځي اختلافات حل کولی نه شي او په ګډه کار نه شي کولی، یو دې یې کار پرېږدي او بل ته دې اجازه ورکړي چې کار ته دوام ورکړي.
حکمتیار وویل، هغه حکومت چې څو مشران ولري د فساد او په نهایت کې د حکومت د ناکامۍ سبب کېږي.
حکمتیار د نورو هیوادونو یادونه وکړه ویې ویل چې باید د نورو له تجربو استفاده وکړو او وګورو چې هیڅ ځای حکومتونه څو مشران نه لري.
ده وویل چې افغانستان یوه غښتلي مشر ته اړتیا لري.
حکمتیار پر قومي امتیازونو هم انتقاد وکړ، ویې ویل چې په دین کې قومي امتیاز نشته، ټول انسانان مساوي حقونه لري.
ده د ښځو پر حقونو هم تاکید وکړ، ویې ویل، اسلامي حزب ښځو ته د هغوی د اسلامي او انساني حقونو ملاتړ کوي.
«موږ دا منو چې د پیغمبرانو او خلفاوو ښځې د لمانځه لپاره جومات ته تللې، خو موږ په خپله دا اجازه نه ورکوو، موږ باید د الهي احکامو مطابق عمل وکړو، اجازه ورکړو چې ښځې د لمانځه لپاره جوماتونو ته لاړې شي، ښوونځیو ته لاړې چې درس ووايي.»
حکمتیار دا د افسوس وړ وبلله چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د ده په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې د ښځو شمېر لږ دی.
«متاسفانه نن په دې غونډه کې ښځې لږ برخه لري، باید د دوی شمېر تر دې ډېر شي، د سندرو او سټېج پر سر د راڅرګندېدو پر ځای باید دوی ته اساسي حقونه ورکړای شي.»
تر دې یوه ورځ وړاندې (شنبه) حکمتیار په لغمان کې یوې غونډې ته وویل چې په افغانستان کې د جګړې دوام هیڅ مشروعیت نه لري ځکه چې په دې جګړه کې دواړو خواوو ته یوازې افغانان وژل کېږي.
ده طالبانو ته وویل چې په زوره پر خلکو د حکومت کولو خوبونه هېر کړي.
ده له افغانستانه د شوروي پوځونو له وتلو وروسته پر جلال اباد ښار د مجاهدینو یرغل تېروتنه وبلله، ویې ویل چې خپله د دې برید له کبله بخښنه غواړي.
حکمتیار د طالبانو له لوري د کندوز ښار نیول له خپل هیواد سره د طالبانو حفا او تېرونه وګڼله.
حکمتیار د طالبانو له لوري د هغو پېغورونو یادونه هم وکړه چې په لغمان کې د شنبې د ورځې له څرګندونو وروسته یې ده ته په ټولنیزو رسنیو کې ورکړي خو حکمتیار وویل چې د طالبانو د ادعا خلاف تسلیم شوی نه دی بلکې سوله یې کړې ده.
ده بې له دې چې د طالبانو نوم واخلي، دې ډلې ته په اشاره وویل چې امریکا د وسله والو کاروانونه ویني خو څه ورته نه وايي.
د افغانستان د ولسمشر دوهم مرستیال سرور دانش او د ملي امنیت سلاکار حنیف اتمر د حکمتیار د هرکلي لپاره ننګرهار ته تللي او د ده په ویاړ په جوړه شوې غونډه کې یې ګډون وکړ.
دوی حکمتیار ته بلنه ورکړه چې کابل ته ورشي.
او ستا او نورو اسلامی تنظیمی حضراتو نیک عملونه بیا د طالبانو د ظهور سبب شول
اوس به د تاليبانو دنيكو عملو لياره بل سوك راكمارل كيزى. تاسولر سوج وكرى افغانان خو مو به همدى برباد كرل نوربس دى
Bas de nor yawbal tha da peghor khabare makawe.laag sharum okrai .taso baya da gawandeyano na gela kawai chai ham da stasai khabare aw fiker ghawaree.lar afghan