تاند- د اسلامي حزب مشر ګلبدین حکمتیار وايي، ځدراڼ قوم د دې لپاره څنګ ته پرېښودل شوی چې د حقاني د بې رحمه شبکې مشران په خټه ځدراڼ دي.
حکمتیار نن /یکشنبه/ په خوست کې د ځدراڼو یوې غونډې ته وویل، ځدراڼ قوم د حقاني شبکې تاوان ورکوي.
ده د ځینو مشخصو کړیو له لوري د واک انحصار وغانده، ویې ویل چې په هیواد کې د واک مختلفې جزیرې شته خو باید له منځه یوړل شي.
د ړ کومې ډلې یا کمس نوم وانخیست خو داسې ښکاري چې اشاره یې د جمعیت ګوند مکشرانو په تېره بیا عطا محمد نور ته وه.
د حکمتیار په وینا د واک د ترلاسه کولو لپاره یوازینۍ مشروع لار انتخابات دي.
حکمتیار له ګوندونو وغوښتل چې د انتخاباتو له لارې د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.
ریښتیا وایې ښاغلیه، خو پښتانه بیا ۴۰ کاله کیږي چې ستا د کارنامو تاوان ورکوي
بلکل رښتیا خبره ده خو زه تاسو حکمت یار صاحب نه یوه پوښتنه کوم چه آیا تاسو دا څلور لسیزی خپل هیواد لوټ نه کړو او په پره دیو مو خرڅ نه کړو؟ یوه ښه بیلګه یی زمونږ د ګران هیواد پياوړی او مسلکی اردو وه چه هر څه مو ورکباړ کړل او په پاکستان مو وپرورل او همدارنګه دروشن فکرانو په اصطلاح بیخ مو ددی وطن نه وایستلو ،په یو نه یو نوم مو ترور کړل او یا مو ددی دوطن نه وشړل.
سیاست د ورځې په تېرېدو سره تغییر کوي ، ډېر سیاستمداران په یوه وخت کې فکر کوي چې په سمه لار روان دی خو وروسته بیا خپلو کړنو ته متوجې کيږي چې اشتباه کوی او په غلطه لار روان دی. خو پوه سیاستمدار بیا د خپلو پخوانیو تجربو پر اساس په راتلونکې کې نوې پرېکړې کوي. د حکمتیار پخوانی سیاست اوکړنې د انتقاد وړ دی خو اوس یې ځان له نویو شرایطو سره عیار کړی او کوم دریځ چې د هېواد له ملي منافعو سره برابر وي ، مونږ یې ملاتړ کوو.
په پورته مورد کې ښاغلي حکمتیار حق پرجانب دی. تاسو د ټولې پکتیا ، خوست ، پکتیکا ، غزني لوګر ، میدان وردګو نفوس وګورئ او په حکومت او دولت کې د دوی سهم محاسبه کړئ او هغه بیا یواځې د پنجشیر او پروان له نفوس او په دولت کې د دوي له سهم سره پرتله کړئ.
البته پنجشیر اوپروان هم زمونږ د ګران هېواد یوه برخه او خلک یې زمونږ ورونه دی اما که تیاره ده مڼې خوپه شمار دي. حق دالله تعالی نوم دی او څوک چې له حق نه منکر وي هغه د الله تعالی له ذات نه منکر دی.
ګوښه توب او ځنډې کېدو ته پناه وړل د حل مشکل ندی . باید په سیاست کې فعاله او مثبته برخ واخلو. خپل او د نورو حقوق وپېژنو .
نه دومره خوږ شه چې خام د وخوري او نه دومره تریخ شه چې ایسته د وغورځوي.