تاند- د حکمتیار په مشرۍ اسلامي حزب د سولې په خبرو کې ګډون ته تیاري وښوده خو تور یې ولګاوه چې امریکا د سولې د پروسې مخالفه ده.

د حکمتیار اسلامي حزب دا اعلان وروسته له دې وکړ چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د حکمتیار د اسلامي حزب په ګډون د دولت ټولې وسله والې مخالفې ډلې د سولې خبرو ته وبللې.

د حکمتیار اسلامي حزب په یوه خبرپاڼه کې ویلي:«په دغو مذاکراتو کي د شرکت لپاره چمتو یو، یوازي په دې موخه چي خپل ملت ته څرګنده کړو (چې) حزب اسلامي صلح غواړي او امریکا او په امریکا پوري تړلې کړۍ د جنګ دوام خوښوي.»

د حزب په خبرپاڼه کې د امریکا له لوري په تور لیست کې د دغه ګوند د دوو غړیو شاملېدا او پر سر یې د نغدو پیسو اعلان غندل شوی او ویل شوي چې واشنګټن دا کار دقیقاً وروسته له دې کړی چې اسلامي حزب د سولې خبرو ته تیار شو او د دې خبرې مطلب دا دی چې امریکا د سولې د خبرو مخالفه ده او د جګړې په دوام کې ګټې لټوي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې امریکا دې ته ورته اقدام مخکې هم، کله چې د حزب پلاوي په کابل کې له افغان چارواکو سره خبرې کولې، کړی و.

د ملا محمد رسول اخوند په مشرۍ د طالبانو ډلې هم د افغانستان له حکومت سره د سولې خبرو ته تیاري ښوولې ده خو طالبانو بلې ډلې، چې مشري یې اختر محمد منصور کوي، تېره اوونۍ د سولې په خبرو کې ګډون رد کړ او ویې ویل، تر څو چې یې شرطونه نه وي پوره شوي، د سولې خبرې نه مني.

دې ډلې ویلي چې لومړی دې ټول بهرني پوځیان ووځي، طالب بندیان دې خوشي شي او د طالبانو مشران دې له تور لیسته وایستل شي.

11 thoughts on “حکمتیار وايي د سولې په خبرو کې ګډون ته تیار دی”
  1. زموږ سیاسی فعاله ،مبتکره او معامله ګره ډلګۍ چه دبن تړون هم خپل ابتکار بولی خپل قوی مخالفین یی د بن د معاملی له لاری وټکول او جنګ ته یی ټیل وهل او جنګ یی ورباندی تحمیل کړ بیا دی ډلګۍ د حکومت او دولت ټولی قواوی او شته پدی جنګ کی مصرف او تول یی په خپله دښمنۍ ولړل ځکه چه دری امنیتی وزارتونه او د ۷۰٪ نه زیاتی کرسی دوی سره وی او خپله دښمنی یی په ټولو وویشله او ددښمنی اور یی دنورو کورونو ته هم ورساوه او خپله جبهه یی وسیع کړه او نباید د هغی ډلی دښمنی ته نور ورلویدلی وای چه د بی۵۲ او غټ غټو بمونو سره تر معاملی لاندی تیری ته هڅول شوی او دوی منحیث راه بلد د اجنبیانو تیری ته زمینه برابره کړه
    د نورو اویا د اکثریت لپاره دا پکار وو چه مصلحانه او عادلانه اصلاحی رول یی درلودی او دجنګ او ظلم د پراختیا مخه نیول شوی وای خو مع الا سف د ډلګۍ دښمنی او فساد ټول ملت یی وځپه ددی ډلګی یواځی دا نده بلکه هرڅه خرڅوی حتی دامنیتی قواوو وسله ،روغنیات ،مهمات او هر څه!!!
    او بالاخره دوی ټولو ته د فساد او جنایت لاره خلاصه کړه چه ۹۰٪ فساد همدوی کړی او د خپلی بقا لپاره هری معاملی ته تیار دی .
    نو زموږ د سولی اهل او مصلح حکام باید متوجه وی چه دا معامله ګر دکومی بلی معاملی له لاری صلح اخلال نکړی او دا د سولی دقیادت دقت او هوښیاری ازمایی او خدای جل جلاله دی وکړی چه صلح او مصلحین غالب او حاکم شی.

  2. حکمتیار صاحب
    خدای ته وگوره سوله وکړه . منو چي حکومت کی فساد دی او د استعمار لاس دی
    مګر نور وسله واله جګړه د حل لاره نه ده
    راشه خپل خلک وروزه، خلک له علم او پوهی او درایت څخه برخمن کړه
    راشه چی له نړۍ سره ځان سیال کړو
    راشه چی نور د بهرنیو استخباراتو له توطیو خلاص شو

    مننه

  3. Salamona.
    Che de Afghanistan tol wrankara aw bedina aw watan ploronko aw de pashtano zed ashkhas aw daleh, sara la kommunistano, parchameyano aw khalkeyano aw nor de wino tagi aw znakar aw bachabazan sara la hagho afghanano che pa kharej ke ba cha salam hm na wor achawo aw restaurango ke ye kar kawo aw taxi ye chalawale aw os pa Europe aw dubai aw asia yi hewado ke buildingona lari aw de shazo pa danso khwand akhli aw lare ye la khole worta bayegi, no za de hezb da haq balam che doy hm lag de amrika pa dallaro aish aw nosh wakri. …

  4. حزب اسلا مي همیشه د صلحې لاره غوره کړې، که کوم وخت په جنګ ور ګډ شوي ، جنګ پری تحمیل شوۍ او له ځان وطن او ملي نوا میسو دفاع د معا مله ګرو او پردیپا لو په وړاندې د هر مسلمان او په وطن مین انسان انسا ني او اسلا مي دنده ده، ښه ده چې زموږ وطنوال پوه شي چې څوک په دې ملک کې سو له غواړي اود چا ګټې په جنګ کې نغښتې.

  5. حکمتيار صاحب ډير پرځاي تحليل کړی داواقيعيت لری چی د سړی جګړی اودسوسيالستی نظامونو دړنګيدو رواوروسته امريکا اوددوی نظامی جنګی هم غږی يعنی ناټو په وروسته پاتی او دنړی په دريمه کچه هيوادونی کی جګړه شروع کړی ، دمثال په توګه عراق،سوريه ، مصر ، ليبيا ، افغانستان اوداسی نورو هيوادونو کی ……..، ددی جګړو دهدف لپاره يي داسلا م په نوم مختلف ګرو پونه جوړ اوتنظيم کړی دی تر څو ددی لاری خپل هدف ته ځانونه ورسوی .ستره بيلګه يي زمونږ په هيواد کی دجګړی ګرم ساتل دی .
    دافغانستان دجګړی دجاری ساتلو لپاره يي پاکستان ته په ملياردنو ډالرونه ورکړه او ورکوی، دخپلو دنظاميانو دوتلو سره سم يي ټولی محاربوی اونظامی تاسيسات اووسلی پنجابيانوته وسپارلی اوزمونږ اردويي په تش لاس د دښمن سره مخامخ کړی .اوس يي افغانستان دنظامی تمريناتو مرکز ګرځولی اودوی غواړی چی افغنستان دخپلو سياسی ، ا قتصادی اوستراتيژيک هدف لپاره زمونږدهيوادوالو په بدبختيو اوافغان وژنی په قربانيو کی خپلی ګټی لاس ته راوړی ، پدی خاطر مونږ افغانان که په هرسياسی ګروپ اويا په سياسی سازمان پوری اړه ولرو دګډ هدف لپاره سره روغه جوړه وکړو اوسر يو سواوخپل هيواد دجګړی څخه وژغورو .
    تل دوی ملی وحدت

  6. حکمتيار صاحب طلبانوته مه ګوره دجمهور ريس محمد اشرف غنی سره مخامخ خبری شروع کړه او دملت پر زخمونو مرهم کيږده دابه ستاسو عزت اوسورخ روی وی .

  7. ښاغلیه حکمتیار صاحبه! اوس په افغانستان کې یو څلور کلن ماشوم هم پوهیږي چې(غوا توره پۍ ئې سپینې)۰ مطلب دا چې نه یوازې امریکا د سولې د پروسې مخالف دی، دي ډیر بهرني هیوادونه او نااهله ګاونډیان او په خپل هیواد کې مو دننه منافقان او جاوسوسان چې نه غواړي موږ په سوله کې ژوندوکړو۰خو تاسې دیو مشر په توګه خپله هڅه وکړۍ ترڅو دا وبائي جګړه ختمه شي او نور دافغان وژنې په تیره بيا پښتون وژنه پای ته ورسیږي۰
    دټولو افغاني خویندو او ورونو دیوالي په هیله۰

    .

  8. حکمتیارصاحب!چی ښه اطمنان دحاصل نشی دصلح لپاره چمتونشی ځکه زیاتی کړی شته چی خدای ج مه کړه چی ختم دی نه کړی .هم داخلی اوهم بهرنی رقیبان لری .پدی خوهرڅوک پوهیږی چی صلح ښه ده مګرهمدامخکنی موقف چی غوره کړی د وه ښه ده له ښه فکراو اندڅخه کارواخستل شی ښه به وی

  9. دا د ښاغلي حکمتيار صاحب ډېر پر ځای اقدام دی او بايد طالبان هم ور ته اقدام وکړي ځکه جگړه د حل لار نه ده، که طالبان دا حکومت نسکور کړي،خپله حکومت نه شي جوړولی دا ځکه چي پاکستان په قطعي توگه د طالبانو حکومت نه غواړي،بلکي يوازي جگړه غواړي .

  10. حکمتیار صاحب ! ده خدای ج په خاطر ده سولی پروسه سره په تینگه ودریژه اوخپل هيواد دجګړی څخه وژغوره . مننه

ځواب ورکول انجینرهجرت الله ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *