حکمتیار

تاند- د حکمتیار په مشرۍ د افغانستان اسلامي حزب په یوه اعلامیه کې طالبان او شورای نظار د خپل ګوند سرسخت دښمنان بللي او له خپلو پلویانو یې غوښتي چې د دوی په وړاندې د اسلامي دولت یا داعش ملاتړ وکړي.

د حکمتیار له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې د حزب غړیو ته په خطاب کې ویل شوي:« كمونستان، شوراى نظار او طالبان حزب اسلامي ته د لومړي دښمن په سترگه گوري، دښمنانو د حزب اسلامي په ضد زېږولي او د جهاد او مجاهدينو په ضد ئې كاروي، دوى د واقعي مجاهدينو په خلاف له هيڅ جنايت ډډه نه كوي، د هېواد ډېرې ستونزي دوى راولاړي كړې دي، د دوى په اړه بايد نوې تگلاره غوره شي، كه چېري حالت داسي وي چي د دوى ترمنځ جگړه وي، طالبان يوه لوري ته او كمونستان او شوراى نظار بل لوري ته نو يا د هيڅ لوري مرسته مه كوئ او پرېږدئ چي هغوى په خپلو كي وجنگېږي، خو كه دا ورته مناسبه او گټوره برېښي چي د يوه لوري مرسته وكړي نو د طالبانو مرسته دي وكړي، په دې شرط چي دغه طالبان له حزب اسلامي سره نه وي جنگېدلي. خو چېري چي د امارتي طالبانو او هغو طالب جنگياليو تر منځ نښته وي چي لها امارت اسلامي وتلي او له دولت اسلامي سره يو ځاى شوي؛ نو د دغو جنگياليو مرسته وكړئ، دا ځكه چي طالبان د حزب اسلامي قسم خوړلي دښمنان دي او له دولت اسلامي سره هغه جنگيالي يو ځاى شوي چي د طالبانو له تگلارو سره مخالف دي او له حزب اسلامي سره نه پخوا جنگېدلي او نه اوس او په راتلونكي كي د جنگېدو اراده لري»

طالبانو او د حکمتیار اسلامي حزب غړیو په بغلان، میدان وردک او یو شمېر نورو سیمو کې په خپل منځ کې خونړۍ نښتې کړي دي.

په وروستیو کې د طالبانو ګڼ ناراض غړي د اسلامي دولت یا داعش لور ته اوښتي دي. طالبانو په وروستیو کې د داعش د خپرېدو په وړاندې په غیرمستقیم ډول اندېښنه ښکاره کړه، له دې ډلې یې وغوښتل چې په افغانستان کې د جګړې میدان او مشري دوی ته پرېږدي. خو د داعش مشر ابوبکر بغدادي د طالبانو مشر ملا عمر یو ناپوه او بدوي بللی دی.

20 thoughts on “حکمتیار وايي طالبان او شورای نظار د حزب اسلامي سخت دښمنان دی”
  1. خدای دی درته هدایت وکړی، حکمتیار صاحب. دادی لومړی سیاسی خطا نه ده بلکه دادی څوومه خطا ده: پر ظاهر شاه مسعود ربانی ته ترجیح ورکول، پداسی حال کی چی په ایران کی ناست وی او له دی خبر نه وی چی ایرانیان د امریکا سره د طالبانو پر ضد همکاری کوی او بیا په هغه هیواد کی د امریکا پر ضد ستا د جهاد اعلان، د مسعود ربانی سره د جګړی په وخت کی د پاکستان پر ضد ستا د نطاقانو بیانیی او بیا بیرته هماغه پاکستان ته ستا ستنیدل. د مسعود ربانی له خوا د صدارت درکول او د ستا لخوا یی منل. دا ستا د سیاسی خطاګانو یو څو نمونی دی. اوس په پاکستان یعنی هغه هیواد کی چی نه یوازی داچی کاملا د امریکا په خدمت کی دی بلکه د افغانستان ملی حاکمیت هم نه منی پروت یی او د امریکا پر ضد د جهاد چغی وهی. په اتیایمو کلونو کی دی د امریکا کارتن بست ډالر او صندوق بست وسلی د پاکستان په لاس اخستی او بیا دی هماغی امریکا ته کنځل کول. دا ټول ستا د سیاسی ناکامی بیلګی دی. سیاستمدار چی یو ځل ناکام شی مسئولیت یی منی او استعفی کوی. تاته هم په کار دی چی همدا کار وکړی

  2. باید خبره له شف شف نه شفتالو ته ووځی او هم دی اوبه له مالګی څخه جداشی ( دود کا دود پانی کا پانی

    که دشمال ټلوالی مشر عطا محمد مو په روس او ایران پلوری او ځانته یی په مزار کی بله پادشاهی جوړه کړی او له بلی خو په پاکستان کی ناست طالبان مو په پاکستانی پنجابیان وطن اومونږ خرڅوی بیا خو دا ترټولو ښه ده چی داعش مو لدی دواړه مفسدینو څخه خلاص کړی بیا پاتی شوه د داعش خبره بیا به هغی سره ګور و خو اوس ددغو لستونی مارانو څخه خلاصیدل دوخت یو اړینه خبره ده زما پل نظر دی دادی چی ولسمشر غنی دی له قاطیعت څخه کارواخلی دمزار لپاره دی یو نوی والی تعین کړی که چیری عطامحمد نافرمانی وکړه سمد لاسه دی اشرف غنی علما راوغواړی او دیاغی فتوا دی بری ولګوی او واجب القتل اومباح الدم دی وګرځوی بیا دی اردو ورپسی مرش کړی که چیری په اردو کی کوم داسی عناصر پیدا شی چی د عطا څخه ملاتړ وکړی هم پروا نکوی صف به تصفیه او دملی حاکمیت لپاره به لیاره هواره شی په داسی شرایطو کی بیا ولس حاضر دی چی دداسی زور واکو په مقاابل بیا څه کوی فقط پر اولس غږ پکاردی

  3. حکمتیار صیب د ملت او په ځانګړي ډول د پښتنو تاسو درې واړه قسم خوړلي دښمنان یاست، یانې شورای نظار، حزب اسلامي او طالبان درې واړه د پښتون تباهي غواړي او دا وطن بربادوي، شورای نظار کې مشران او لیډران شته، خپل قوم ته خدمت کوي، په پښتنو کې چې مشر شي، یا ترې د سامري بچی جوړ شي له ځانه دینونه راباسي او بیا یې په نورو تطبقوي او قتل قتال شرو کړي، او که د سامري زوی ترې نشي او ږیره یې غټه نه وي چې خلک یې په خوسي باور وکړي، بس بیاترې یو غل جوړ شي خپله ګیډه ډکوي او د قوم په غم کې نه وي او اولنی ګوزار یې هم بېرته پښتون په مرۍ وي، الله ج خو دې پښتنو ته یا د مسعود غوندې، یا د عطا غوندې، حتې د هغه فهیم او عبدالله غوندې دې یو مشر ورکړي‌هم بیابه یې ته وګورې حکمتیاره، او هغه چې ځان د پښتنو مشران ګڼي، او پښتون ته یې تل تاوان رسېدلی، هغه چې یواې د غلا او فریب لپاره د پښتون مشر شوی، الله ج دې د دې حقې روژې په خاطر واخلي او دوزخ دې یې ځای کړي
    ملت مو تباه وبرباد کړه،‌د بجلي ګهر خبره : رزیل و ذلیل و بې شرف و مردار قومه

  4. واوا حکمتیار صاحب د مور شیدې ، چي هیڅ وخت دي له خولې نه د سولي او ارامي خبري را ونه وزي پریږده چي نور هم افغانان خپلي ویني تويي کړي ، تر اوسه خو په دې جګړو کي یوه رهبر ته کوم تاوان نه دي رسیدلي د شخصي هیلو په خاطر دي غریبان او بې وزلي قربانیږي

  5. دا دي یو ځل بیا ثابته شوه چې حکمتیار غیر له وژنې او جنګ څخه بل څوک نه پيژني.
    د حکمتیار پخوانی شعار دی (یا ارګ یا مرګ) نو هیڅکله سوله نه غواړي.
    اوس حکمتیار ډاډ محسوس کړی چې کیدای شی هیواد کې سوله او امن راشي، طالبان برلاسي شي په اسلامي نظام او سولې سره د مسلمان وژني لړۍ ختمه شي نو ځکه یی دا ځل په زړه کې ورغلی چې له عراقه قاتلان راشي او افغانان ټول له یو مخې په وينو ولمبوي. سړي یی ووژني او ښځي او ماشمون یی وینځي او غلامان کړي
    دا دی حکمتیار د سولې ستر دښمن.

  6. Salam a`leykum;
    D`Afghan mosulman ulus pa haal jarra pa kaar da!. De Buramoddin Rabbani aw shoray-e Nazswar sadrazam, Talibano ta d`charasya xoshi-kaoonky; d`Hazaragano koruno wranooki(pa kabil rackettona); d`Iranyano & Pakistanyano ghulamboddin! , oos xa sho che d`Iraq aw Sham la Xorasan sara de ISI , sisi, cia etc. pa amir , khpil spien- taliban pa dasht-e leyli , qunduz etc.. ki shahedanwil ghwarri!!
    La ttolo saxa dirta xa wa che ya d`Hafizullah Amin , aw ya d` Dr. Najibullah aw ya ham la Hizb-e islamy saxa bayel swi fraksyonu sara ywzay swy vay!!!.
    Afsos sta pa xosa hikmet!!!. per isi ostazano de la`net d Millat.

  7. Allah di ta hikmatiar taba kre chi da bi chara milat dar na bigama she zaka ta yao na poha insan yee ao hom da such kawe chi da har sadi zama shi kana har sa di taba shi

  8. کمونستان او بی دینان د حزب اسلامی سره د لمړی ورځی نه کلکه عقیدوی دښمنی پالی،دنظار شورا هم تر دی دمه دیته وته عمل کړی او طالبان هم له خپل ځان پرته بل هر موئمن عموما او حزب خپل خصوصی دښمن ګڼی او دتاریخ په أوږدو کی یی دا څو څو ځله ثابته کړیده یعنی له یهود، هنود سره یو اړخ نیسی او نیولی یی دی خو د حزب اسلامی سره نه قطعاً نه او د حزب اسلامی نوم هم لا نشی زغملی .

  9. سلامونه مي ومنی
    د د الله جل جلاله لوي فضل او کرم ده چي په نوم له اسلامي ډلو مي نفرت ده او حساسیت ورسره لرم
    په خدای چي د نړی په ټولو قران شریفونو په مکه مکرمه کی راته قسم وکړي که د ویښته کدر باور پري وکړم
    طالب،حکمتیار،داعش او شمالی ټلواله ټول د امریکا کرایي عسکر او د پښتنو دوښمنان دي خدلي پاک دي ټول په خپل فضل تبا او برباد کړي
    امین ثم امین برحمتک یا الرحم الرحمین

  10. سلام علیکم ورحمته الله وبرکاته !

    ښاغلی حکمتیار ته !

    ماشومان زموږ بلاګان دی په خوب وینی

    افسانی دبریتورو ږیره ورو .

    داوطن داخلګ دا مسلمان ولس به تر کومه درپدره ټوکر ټوکر خاوری پر سر وی, دامیړنی ولس داد اسیاه دزړه زمریان دنیاته یی ور ښولی چه دچا مزدوری نشی زغملای !! ددی میړنی ولس کارنامی تاریخ نشی هیرولای خو تاسی ددی دوری په اصطلاح مشران ولی ددی باغیرته ولس میړانه مو تر سوال لاندی راوستی دی, ایا تاسی جهادی مشران مسلمانان نه یاست ? که مسلمانان یاست نو بیا ولی خپل په منځ کی جګړی او وینۍ توی کړی ? تاسی ولی دکابل اتیازره مسلمانان په وینو ولمبول او دکابل دا ښایسته ښار مو په قبرستان تبدیل کړ ? ای ښاغلی حکمتیاره ستا دوطن دجهاد دوری دزمریان څومره کونډی او یتیمان په په پاکستان ,ایران تاجکستان او حتا روسیه کی خیرات ټولوی ? ای ښاغلی حکمتیاره داسلام تاریخ تا محترم ته ښه در معلوم دی , ایا حضرت محمد رسول الله (ص) دجګړی نه وروسته دکفارو سره صلحه ونکړه ? ښاغلی حکمتیاره دا ستا دوطن مسلمانان ایا دمدینی او کعبی دکفارو څخه هم بد خلګ دی چه ته محترم صلحه ,ورسره نکوی ? ته جهادی او اسلامی شخصیت یی ولی خپل پر کونډو او یتیمانو باندی رحم نکوی ?

    لا به تر څو به مو دپلو نښی دیزید غشی ولی

    موږ دحسین (ر) جامی اغوستی دی تک وتنها وروڅو.

    په زړه کی می ډیر څه شته چه ویی لیکم خو دوطن غم داسی ناتونه کړی یم چه سترګی می همیشه داوښکو ډکی دی.
    په درناوی

  11. Salam tolo afghanano wrono!

    Hekmatyar ta domra wayam che la ta khain, kafer aw ghat yahod aw da afghanano qatel da Allah pa qahr akhta aw sharminda aw sta palawayan hagha asli da islami afw afghanano doshmanan e che di mzaki pa sar bl sok nashta.Da loy alhey na darta da hr afghan da wino jaza pa jahanm ke ghwarm aw nor sta khain aw murted aw shaitan na de Allah afghanan wazghori..ameen

  12. حکمتیار یو ډیر خام لوبغاړي دی نه انجینر شو اونه په سیاست پوه شو نه ملا شوو او نه یو ښه رهبر، کله چی دداکتر نجیب حکومت سقوط وکړ او تنظمیونه کابل ته ننوتل نو حکمتیار شعار داوو چی (جنګ، جنګ، جنګ تا ختم ګلم جم) په کابل کی دسلګونو انسانانو وینی تویی شوی کابل ښار په کنډواله بدل شوو او دوینی ویالی وبهیدی خو لږ وخت وروسته بیا همدغه ګلم جم سره په ایتلاف کی شامل شوو او شورایی هماهنګی یی جوړه کړه او دربانی د دده په اصطلاح دکابل ایتلافی اداری راپرځولو پسی راواخیسته چی بیا هم د سل ګونه افغانان ووژل شول بی کوره شول او مهاجروتونو ته اړ شوول ، نه یی د ربانی حکومت را چه کړی شوو او نه یی هم واک تر لاسه کړ خو په دی پسی بیا په داسی حال کی چی طالبان د کابل دروازو ته رسیدلی وو د ټلوالی سره د ماهیپر تړون لاسلیک کړ او په خړو سترګو کابل ته لاړ او په هغه اداره کی شامل شوو چی د پرځولو دپاره یی زرګونه کسان وژلی وو امریکا پلوه رژیم کي بیا دی خپله څهره ونه لیده او له تجربوڅخه یی هم څه زده نه کړ بلکه بیاهم دطالبانو څخه بیل د امریکا پلوه نظام په مخالفت یو وړه او بی مفهومه جبهه جوړه کړه چی یواځی دمقاومت صف یی وویشه او بس نوره کومه لاسته راوړنه یی هم نه درلوده اوس وخت کی نوموړی بیا په بیړه اوغیر له عمیق فکر څخه یواځی د شخصی ګټو په بنا د داسی یوي ډلی حمایت ته خپل پلویان رابولي چی په افغاني ټولنه کی ورځ تر بلی له دغی ډلی څخه دخلکو کرکه اونفرت په زیاتیدو دي.

  13. السلام علیکم علی منتبع الهدا ! ګرا نو ورو ڼو دوستا نو الله (ج) مو روژې پخپل در بار کې قبولې کړه او مهر بان خدای دې په دې وطن کې چې لویشت لویشت یې د د بیوزلو او سپیڅلو ما شو ما نو ، سپین سرو سپین ږیرو او بې اسرې انسا نا نو په وینو لړلې ده هغه د شا عر خبره : (باده دلته چې تیریږې لږ په خیا ل ځه ــ زما د خا ورې کاڼي بو ټي شهدان دي) د صلحې کوترې په الوت را ولي نور دا بیوزله وګړي د جنګ توان نه لري خو دا جنګ د پردیو استخباراتو جنګ دي د جهان د سترو تسلیحاتي او اقتصادي ځبر ځوا کونو د ګټو د ویش جنګ دۍ هسې موږ پکې سوزو ، دا جنګ نه موږ مهار ولۍ شو او نه یې ودرولۍ شو تر څو چې دا زبر ځوا کونه پخپلو کې د ګټو د ویش په هکله یو ې هو کړې ته نه وي رسیدلي دا جنګ به دوام کوي هیچا ته ښکنځل مه کوۍ حکمتیار صا حب نه دا جنګ ودرولۍ شي او نه یې مهار د هغه په لا س کې دۍ په هغه هم تحمیل شوۍ او ټول په ګډه پکې سوزو ماته د ژوندانه اوږدې تجربې دا و ښوده چې هغه د قا ضي صا حب محمد امین وقاد خبره چې د مفکر!!!! د انتخا با تي کمپا ین په وخت کې یې وکړه چې له ملت سره ګذاره کیږي خو له جمعیت سره ګذاره سخته ده زه د جمعیت له زيږون څخه د مخه ددوی له رهبر سره بلد وم ددوی رهبر ستمۍ وه هسې یې د جمعیت او او اسلام نو مو نه سره پیوند کړي وو او ښه تجارت یې پرې وکړ په ډیر مها رت زما د ژوند تجربې دا وښوده چې زه د یوه مو من مسلمان او مجا هد په صفت ددی ملک له هر سیاسي جر یا ن سره که هغه کیڼ وي یا ښۍ تعا مل او ګډ ژوند کولۍ شم خو له جمعیت او شورای نظار سره نه ، د هغوی په خټه کې الله پا ک د نفا ق او پښتو ن دښمنۍ تو منه ګډه کړي زما او ستا د ځپلو لپاره له هندو ، یهود ، نصارا ګبر او تر سا سره لاس یو کوي خو ما او تا نه مني دا زما د پنځوس کلن سیا سي ژوند یوه ډیره بده تر خه تجربه ده نو زه فکر کوم چې حکمتیار صا حب هم کیدای شي همدا تر خه تجربه له ځان سره ولري او د طا لب خبره خو رو ښانه ده خو د دا عش په اړه ډیر ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ شته والله اعلم؟؟؟؟؟

  14. سلامونه او نیکی هیلی
    ستاسو د ټولو د نظرونو څخه معلومیږی چي تاسو د افغانی ټولنی یو وايرس یاست تر څو چی الله ج مو په یوه الاهی افت له منځه یو نه سی په دی ټولنه او هیواد کښی به ارامی را نه سی بی بختو او بی عقلو دين اسلام او افغانيت دا نه غواړی چی په سلحه کښی ژوند وکړه څه چی دی پر نقس او حیا تیریږی هغه مه درک کوه ددی سلحی د ژوند نه زر کرته څه چی میلیون کرته هغه ژوند شرف نه لری چی افغانیت ولری تاسو خو بس خپل د نفس خواهشات په ارمان یاست لکه اوس چی مو ارمانونه یو پنځوس فیصده پوره سوی دی لور او خویندی مو سهار وختی تنګ کویبایی پتلون واغوندی او تر ماشامه پوری د کابل په شکلی شار کښی ګرځي چی ستاسو په وینا دا یو سلحه ایزه ژوند دی لعنت پر داسی ژوند لعنت پر داسی اسلامی عقیده او لعنت پر داسی افغانیت چی په خپل لور او خور د سهار نه تر بل سهار پوری معلومات ونه لری!!
    درنو ملګرو هو مونګ سلحه غواړو خو چی په سلحه کشی مو د هیواد او اسلام د دشمنانو هدفونه سرته ونه رسیږی دوه ورځی مخکی کشی می یوه سهنه د کابل په پغمان کښی ولیده چی دلته یی ذکر کول مناسب نه بولم نو تر داسی سلحی او ارام ژوند مو سل کرته مرګ خوښ دی
    افغان باید افغان وی
    نه دا چی د پرديو په اشاره درومی او افغانیت او اسلاميت یی هیر وی

  15. (Gulbeedeen or Gulbo ) in the past joined communists, joined Doustam,Joined Shorai nizar now joined Daaish.
    This idiot killed thousand Afghan especially’ pashtoon and is very well known loyal servant to pak. This genius fake traitor lives there.

  16. سلام علیکم ورحمته الله

    رښتنی افغان ته

    تاته دومره وایم چه لاړ شه دپښتو دود او دستور زده کړه…..,,, تا دکابل په کوڅو کوم بی ادبه کس لیدلی او دلته دهغه تعنی موږ راته راکوی !! او بله داچی تا خپل په لیک کی ټولو ته سپکاوی کړی !!! ته باید دټولو لوستونکواو لیکونکو څخه معذرت وغواړی ,,, ته پدی خبره باید پوه شی چه هر ځای کی ښه او بد شته , ښه دا یو بی ادبه کس چا تا کابل کی لیدلی ایا دا کس دټولو کابلیانو نماینده ? او بله خبره دی د تنګو پتلونونو وکړه…. ته پدی خبره اوسه پوری نه پو هیږی چه ددیوطن خلګ پتلون والا دی او که افغانی ښیسته لباس اغوندی ? زه دی نتیجی ته ورسیدم چه ته هم په پنجاب کی پیداشوی او هم هلته ستر شوی یی ,,,!! ته اوکوشش وکړه چه په افغانی تاریخ او دود ودستور ځان پوه کړی,,,

  17. دوستانو ماد حكمتيار اوتاسي دوستانو تولي ليكني به غور ولوستلي .تولي به جنكونو او دشمنيو ديو غيبت او دبل به صفت كي بي نتيجي ليكل شوي خبري دي.ولي تاريخي واقيعتونه بر ملا شوي نه دي مكر هيجا دي ته أشاره ونكره جه ضربه به ملي او بين المللي توكه جاته متوجه وه او لا روانه ده.او افتخار هم كوى جه مونز جهاد وكر او مونز مجاهد يو نه ؟،نه ،؟ هر كرنه،؟
    تول تجارت او دشخصي كتو به خاطر دبل دلاس لاندي ،دغلا ميت او بر بريت نا مقدسه دوره دافغانستان به تولو شريفو خلكو تأمين او تيره كره او لا تر اوسه دالري روانه او دخرخ شوو كروبو مشران دافغانانو دملت او وزني خخه لاس به سرنه دي .كه تجارت نه ووه ستاسي غريب او بيجاره مشر جه خه ونه لري خوك دي او رابه كوتي كري حتي تر قوماندانانو او سركروبانو بوري.
    كورونه،بلدنكونه.مغازي،اوشهركونه نوى،موتري اواورباءيي زوند به افغانستان كي دهمدوي نه دي .
    خبره رانه اوزديزي راخم اصلي مطلب ته؟
    داجنك دخلقي به مقابل كي ،داجنك دشوراي نظار،اونورو كروبونو تر مخه دجهاد جنك وو.او يا شخصي كتو به خاطر نو ولي اول خلقيانو او برجميانو ته كافر اوبيا دكمونست نوم وركوى.هغوخو ختم شول تاسي اوس دكوم كا فر به مقابل كي زور أزما ءي كوى.
    دشرم دكه قصه ده جه روانه ده .
    لنده دا جه دا توله روانه جكره دداخلي او بين المللي ضد روانه دسيسه ده جه دزمان او شرائطو سره هره ورخ يو،نوي بنه خانته غوره كوى.
    برون دمجاهد او كمونست به نامه جنك وو وربسي دتنظيمونو شخصي جنك دجوكيو به خاطر اوبيا همداجنك دبشتون او هزاره به جنك اوبيا وروسته دتاجك شوراي نظار او دهزاره به جنك قسما قسم بني خانته غوره كري
    وروسته دطالبانو بروزه روي كاره شوه.دطالب دبروزي دباره وطن فروشانو دخارجي قوت به درندو بمبارديو ددولت بله بنه بيدا كره كومه بنه جه دخلقيانو به وخت كي روسانو وكره او امريكايانود وكره جه به سر او بر ءي نه بوهيزي .
    اوس وكوري بله لوبه طالب دداعش او داعش دطالب به مقابل كي او حكمتيار دطالب او شوراي نظار او دداعتش به نامه دكمونستانو به مقابل كي أودّ حكمتيار بشتيباني دداعش نه .
    دا تولي ملي اوبين المللي دسيسيءي نه دي نو خه دي

    أهداف ءي:
    به ملي بنه كي.
    دبشتنو وركول اوتباه كول او ددوي سيمي تخليه كول دامريكا او متحدينوءي دبعدي أهدافو به خاطر.
    به بي المللي دكر كي دافغانستان خخه ديو لاس بوخي دولت او دجست او خيز دزره وي سلاحوو داز مايش يو ميدان جورول دابر قدرتو تر منخه
    خ تري استفاده كول دي
    تول مشران دي رانده شل او كود شي جه بالخاصه حكمتيار جه نه بو هيزي أفغانيت او بشتو دواره به لمن تولوله كي ده
    داعش به درته دخبلو بإدارانو به ذريعه دعبرت درس دركري خو بيابه لاس تكوي او واربه درخخه تلي وي .

  18. D` Zalmi wror pa t`eid , rechtini? afgan ta!
    Mong virusona nayu, xo ta laka che d` salah qachaqchyano , isi+ engrezano d jang astazy Bacteria! yi , ka domra nar yi larr sha Qunduz ki d` d`aishyano( d mola fazlo patlon poshano na d Afghanano shazy, mashuman & spingyro d derbadera kaolo pa zid Intehary zanmergy wakrra!). Ta tsza pohegy che sta 1 panjabi dangttir London ki pa yawe shaze sirf laas porta kirry wo 10 kala bandy shu+jarima+ diplom yi trena waxistil sho!
    Maqsad mi da dey che d Qanun ply kedonku devlatonu ki patloon tsza che lutsz lengy aw …. wagerzy laka sta d isi madreso ki Levatet na kawi!!!. Washermega!Kalbodin xosa de d amrika stingerona pa xpila ….. ki wawali.

ځواب ورکول زلمي ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *