تاند (کابل) – د افغانستان د اسلامي ګوند د مشر ګلبدین حکمتیار زوی حبیب الرحمان حکمتیار وایي چې امریکایانو د طالبانو مشر ملا اخترمحمد منصور د ایران په مرسته وژلی دی.‌

په یوه بیانیه کې چې نوموړي په خپل فیس بک خپره کړې ده راغلي چې،‌ د کره معلوماتو له مخې ملا اخترمحمد منصور د پاکستاني پاسپورټ په کارولو سره ایران ته تللی وو او د می په ۲۱مه چې له ایران څخه بېرته پاکستان ته راستون شوی د بلوچستان ایالت په دالبندین سیمه کې چې د ایران له سرحد سره نژدې ده د امریکایي بې پیلوټه الوتکې په برید کې وژل شوی دی.‌

ښاغلی حکمتیار لیکي چې امریکایان د ایران د استخباراتو په مرسته په دې توانېدلي دي چې ملا منصور ووژني.‌ نوموړي لیکلي چې دا چې ملا اخترمحمد منصور په یوه متحرکه وسیله کې وو او د بې پیلوټه الوتکې له پاره د روان هدف په نښه کول کره معلوماتو ته ضرورت لري،‌ نوموړی د ایران له سرحد سره نژدې وژل شوی او دا چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د یادې پېښې په غبرګون کې په پاکستان کې د امریکا سفیر احضار کړی او د حملې په هکله یې ترې سپیناوی غوښتی دی ښیي چې دا پېښه د پاکستان نه بلکه د ایران په استخباراتي لارښوونه شوې ده.

د اسلامي ګوند دغه مخکښ غړي دا ادعا په داسې حال کې کړې چې امریکایي چارواکو ویلي دي چې د ملا منصور د وژنې په هکله یې پاکستاني چارواکي خبر کړي ول.‌ ویل کیږي چې پاکستان پخوا هم د پیسو په بدل کې ګڼ شمېر عرب او نور جنګیالي په امریکا پلورلي یا وژلي دي.‌ په دې لړ کې، نن د برتانیا د اکانومېست مجلې لیکلي چې دا د پاکستان له پاره دوه ځلې شرم دی چې اختر منصور د هغوی په خاوره کې وژل کیږي.

په وروستیو وختونو کې چې د افغانستان حکومت له اسلامي ګوند سره د سولې خبرې پیل کړې ګڼ شمېر ځوانو فعالینو د دغې پروسې ملاتړ او افغانستان ته د ګلبدین حکمتیار د راستنېدلو ننګه وکړه،‌ خو د چارو شنونکي وایي چې له پاکستان سره چې له تېرو څلورو لسیزو راهیسې د افغانانو د وژنې او په افغانستان کې د عامه تاسیساتو د ویجاړولو له پاره ترهګر روزي د ښاغلي حکمتیار وروستۍ خواخوږي ډېر خلک له دغه ګوند څخه زړه توري کړي.‌

3 thoughts on “حکمتیار: د ملا اختر په وژنه کې د ایران لاس دی”
  1. پلار یې خو یې یو لوی عالم ، مفسر د جهاد قاید دۍ ، دا چې دلاور جان بلوغ ته نه دۍ ریدلۍ چې د هلک او یوه رهبر تفکیک وکړي دا نو د دده ګناه ده ، الله د دوې پوه کړي

ځواب ورکول Dilawar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *