تاند- د اسلامي حزب مشر وايي، د ولسي جرګې د ۲۴۹ چوکیو لپاره دې هیواد په همدومره انتخاباتي حوزو ووېشل شي.

ګلبدین حکمتیار نن /پنجشنبه/ په هغه کتنه کې، چې د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ (فیفا) مشر جانداد سپینغر ورسره وکړه، رڼې، ازادې او عادلانه ټاکنې د هیواد د روان ناورین یوازینۍ حللاره وبللې، ویې ویل چې د پارلماني ټاکنو حوزوي سیستم تر ټولو ښه او عادلانه دی.

حکمتیار زیاته کړه« د راتلونکو ټاکنو لپاره زموږ غوښتنې دا دي چې د متناسب تمثیل پر اساس رایه احزابو ته ورکړل شي، ګوندونه د ټاکنو پر ټولې پروسې په ټول هېواد کې د څار صلاحیت ولري، هېڅ رایه حدر ولاړه نه شي، هره رایه باید اغېز ولري، او هر څوک خپل استازی ولري، چې د ګوندي ټاکنو سیستم پر مټ یې کولی شو، هېڅوک باید له ټاکنو محروم نه شي.»

حاضردمه د افغانستان هر ولایت یوه انتخاباتي حوزه ګڼل کېږي. په دې حالت کې ممکن د یوه ولایت ټول استازې له یوې ولسوالۍ یا د ولایت له مرکزه غوره شي.

ښاغلي حکمتیار په تېرو انتخاباتو کې د ۴ ملیونه مهاجرو او همداراز د ناامنو سیمو د اوسېدونکو د محرومېدو یادونه وکړه، ویې ویل چې دا ځل باید داسې میکانیزم جوړ شي چې هم مهاجر او هم د ناامنو سیمو اوسېدونکي خپلې رایې استعمال کړای شي.

حکمتیار د فیفا له مشر سره په خبرو کې د کوم ځانګړي میکانیزم چې پر اساس یې د ناامنو سیمو اوسېدونکي په انتخاباتو کې \ډون وکړای شي، وړاندیز ونه کړ.

فیفا یوه له هغو ډلو څخه ده چې د انتخاباتي کمیسیونونو د غړیو د ټاکل کېدو او د انتخاباتو لپاره د حکومت او انتخاباتي کمیسیونونو د تیارۍ پر څرنګوالي انتقاد لري.

د دې بنسټ مشر جانداد سپینغر له حکمتیار سره په کتنه کې وویل، د سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو، قومي مشرانو او مطرح دیني او سیاسي شخصیتونو یووالی او پر حکومت فشار کولی شي چې د ټاکنو نامعلوم لوری د هېواد د روان ناورین د حل لپاره راوګرځوي.

ده همداراز وویل، د ټاکنو په قانون، مېکانېزم او نورو مسایلو کې ډېرې ستونزې شته چې باید وخت له لاسه ونه وځي او کار پرې وشي.

5 thoughts on “حکمتیار : په انتخاباتو کې دې د کډوالو او ناامنو سیمو د اوسېدونکو ګډون یقیني شي”
  1. د حکتمیار صاحب دغه خبره په تیرو پنځلس کلونو کې هیڅ لیډر نه وه کړې. دا د انتخاباتي عدالت په لور تر ټولو مهمه خبره ده چې باید تایید شي او هغوی چې د ملت خیر غواړي، لیکنې ورباندې وکړي او ویې ستایی.

  2. ډیرښه کار دی خوکه تطبیق شي۰ زه هم په خپل وارسره په انتخاباتوکې د عدالت غوښتونکې یم او د یوه آزاد، سرلوړي اوآباد افغانستان په هیله۰

  3. زه دیوازاد افغانی وګړی په توګه دحکمتیار صیب خبره پر ځای بولو اوپر اولسمشر اوحکومت باندی ږغ کوم چه دغه خبره دټولو افغانانو خبره ده

  4. ښې خبرې هغه وخت کوو چې خپله ګټه مو په کې وي. توره یې کړې چې خبرې یې کړې دي، هغه خبرې چې په اوسنیو شرایطو کې عملي کېدای نشي

ځواب ورکول Suliman Zahid ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *