تاند، دوشنبه، د عقرب ۲۰مه: ګلبدین حکمتیار چې په وروستیو کې یې د عبدالله له ټیم سره د یو ځای کېدو خبرې روانې دي خبرداری ورکړی چې ۳۰۰ زره تقلبي رایې نه مني او بیا دې له سره ولسمشریزې ټاکنې وشي.
ښاغلی حکمتیار نن دوشنبه په یو خبري کنفرانس کې وویل، په ولسمشریزو ټاکنو کې یو میلیون او ۲۰۰ زره تقلبي او جعلي رایې کارول شوې دي چې د ټولو رایو ۴۴ سلنه جوړوي: (( شرمناک تقلب شوی دی، بایومتریک ماشینونه په قصدي ډول ورک شوي،دا ټاکنې ګټونکی نه لري باید دویم پړاو ته ټاکنې ولاړې شي.))
نوموړی وايي، د ټاکنو بیا ترسراوي ته اړتیا ده او داسې حکومت باید د ټاکنو ترسراوي ته وګمارل شي چې مشر یې ټاکنو ته نوماند نه وي: (( ټاکنې بحراني شوې دي، کمېسیون یې د پایلو د اعلان وسه نه لري او هیڅ نوماند به دا پایلې هم ونه مني.))
ښاغلي حکمتیار همدا راز تور لګولی چې درغلګر ټیم درملوګ شرکت ته ۲۷ میلیونه ډالر رشوت ورکړی دی.
نوموړی دا تورونه په داسې حال کې لګوي چې د ټاکنو کمېسیون درایو بیا شمېرنه پیل کړې او په هیڅ صورت یې نه دروي.
د حکمتیار په اړه ویل کېږي چې له پاکستان سره د نږدې اړیکو له کبله یې د ټاکنیزې پروسې د تخریب پروژه راوړې ده او غواړي یو وار هېواد له بحران سره مخ کړي.
امنیتي سرچینې وايي، ښاغلي حکمتیار ته د عینا د طالبانو دنده سپارل شوې خو نوموړي ته ویل شوي چې خپل ماموریت د سیاسي لارو مخته یوسي.
د ښاغلي حکمتیار په اړه ویل کېږي چې په دې وروستیو کې یې د عبدالله له ډلې سره ایتلاف کړی او د دغه ایتلاف څخه تېره ورځ امرالله صالح پرده پورته کړه.
عبدالله او حکمتیار دواړه د کابل د کربلا قهرمانان دی. دوۍ دی لومړی د هغو شهیدانو ادرس ورکړی بیا دی د افغانستان تخت ته راشي
Talking and criticizing by words is free but offering help is the right thing to do.
زما پشو ، ماته میو!
که ښاغلي دوکتور محمد اشرف غني ، حکمتیار سره سوله نه وی کړي ، هغه به اوس هم د شمشتو ګرمیو ، سپږو ته ناست وو.
اوس د خپل ملت پرضد د پنجاب غوښتنو اوپلانونو باندې په کابل کې کار کوي. خواره دې شي مینځه چې د مینځې کالي مینځي.
حکمتیار غواړي چې تل د ویلن نقش ولوبوي
حکمتیار دقتلونو او غلامی حکمت لری او نوموړۍ د کابل قصاب با ندی مشهور دی ، دی قاتل په پاکستان شمشتو سیمو کښي هم د
پاکستان په اجازه شخصی زندانونه درلودل او نوموړۍ د کابل قصاب باندی بی ځایه ندی مشهور شوۍ
دوی ټولو قاتل ګلبدین ، ډبل قاتل او لوچک عبدالله ، د قتلونو محقق ، خلیلی قاتل، دوستم کمونست قاتل، قانونی قاتل ، سیاف قاتل ، او داسی نور دوی ټول ملت د قاتلانو ، د اجنبیو جاسوسانو او غلامانو تر نامه پیژنی !!!! او اوس احدی هم ورسره یو ځای ګډا کوی دی ټو لو قاتلانو ته خائين جاسوس کرزای د امریکا، پاکستان او ایران په هدایت زمینه د خائين خلیلزاد په مټو برابره کړی او طالبان هم د ابتدا کوچنیوالی څخه د خائين خلیلزاد او آي ایس آي تر پاملرنی لاندی تربیه شوی دی !!!
دوکتور اشرف غنی هر وخت ځان د ملت خدمتګار ښکاره کوی که دا شاغلۍ واقعی د ملت خدمتګار وی نو دا شاغلۍ باید دی قاتلانو لپاره سره د خائين کرزای یو خاصه قضی ترتیب کړی که دا کار ونکړی نو دده سپیڅلی او غیرتی پلار د نوموړی سره سربیره په زړه زخمی سره په کامل ډول د ویاړنی رفتار کړۍ دی او بیا باید ټول منورین دده څخه د ملت په خاطر هم کاملآ نفرت وکړی او دۍ هم باید ددی قاتلینو په قطار کښي وشمیرل شی !!!! صبر هم حدود لری
دا به په خپل ذات کې نه یوازې ستره ناپوهي وي، بلکې لویه سپین سترګي به هم وي که څوک په حکمتیار د “بې عقل” ټاپه ووهي، ځکه چې ناپوه نه دی۔ خو د اوسنیو ویناوو، غوښتنو او سیاسي دریځ بر بنسټ یې سړی کولای شي چې د ده، په ځانګړې توګه د ده د حزب د پړي سر پیدا کړي چی له چا سره دی او چا خپلو سندرو ته پرته له ډول څخه په اټن راوستلی دی۔ ښاغلی حکمتیار چې له کوم وخت راهیسې کابل ته راغلی دی، ټول ولس هره ورځ د ده د اړوپېچ (ضد او نقیض) خبرو شاهد دی۔ د ده ځینې ویناوې او کړه وړه هرګور سړي ته هم خندا ورولي او هم یې له د زړه د کومي له درد څخه اوښکې راشي۔ د ښاغلي حکمتیار د زرینو ګلمرجاني ویناوو او د ده د نړیوال سیاست له بې سارو بېلګو څخه یې لاندې د لوستلو وړ دي:
• ټول پارلمان له غلو او مفسدینو ډک دی او ټول په درغلۍ راغلي دي، خو یوازې د ده د حزب دوه پنځوس کسان پاک او په پاکو رایو بریالي شوي دي۔
• ټول کابل د ده او د نورو په نامه مجاهدینو په وخت کې لولپه شو، شپېته زره ملکیان یې ووژل، خو ښاغلي حکمتیار یوازې دوه راکټونه پر کابل ویشتلي دي، هو ، دکي دوه راکټونه! هغه هم پر ارګ۔
• ټول ولس له ده سره ولاړ دی او د واک لېږد باید د رایو په ورکولو سر ته ورسېږي، خو اوس یې چې دوه سلنه رایې واخیستلې، ټاکنې د واک د لېږد مناسبه لاره نه ګڼي۔
• د پخوانی ولسمشر داوود خان د نظام پر ضد د حزب اسلامي ټول کړه وړه جهاد وو، خو دا چې خلقیانو او پرچمیانو داوود خان شهید کړ، دا نو بیا جهاد نه دی۔ (حکمتیار ډارېږي چې اوس به خلقیان او پرچمیان د جهاد اولجو داوه وکړي)
• د ښځې لپاره تر ټولو امن او ښه ترا ځای د هغې مېرمنې کور دی، خو مېرمن نغمه باید له ده سره سنګر ته ولاړه شي۔
• ټول ولس ده ته رایې ورکړې دي، خو د رایو یوازې څلوېښت سلنه پاکې دي۔
• له ډاکتر نجیب سره سوله نه کېده، ځکه چې د سیاسي لیدلوري له پلوه د دوه بشپړو مخالفو ګوندونو په شتون کې سوله نه شي راتللای، خو د امریکانو او څلوېښتو نورو کفارو په شتون کې هم اوربند کوي، هم سوله، هم کابل ته راځي، هم په ټاکنو کې برخه اخلي۔
• کورنۍ جګړې د مسکو او واشنګټن په غوښتنه او مرسته د جبرالسراج د تړون په بنسټ وشوه، خو نن د مسکو، واشنګټن او څلوېښتو نورو کفارو په شتون کې د جبل السراج د تړون له غړو سره د غني د دولت په ضد نارې وهي۔
• د پکیستان استخبارات، نظامي او سیاسي بنسټونه د افغانستان غلیمان نه دي، خو دا چې د ده زوم یې ونیوه، نو اوس ور ته د غلیم نوم ورکوي۔ دا دوه نیم میلیونه ملکیان چې د پنجاب د نظامي، سیاسي، استخباراتي او مذهبي ډلو په مرسته شهیدان شول، دا پروا نه لري، خو یوازې د ده د زوم بندیخانې د ده فکر بدل کړ۔
• حکمتیار هر ځلې په خپلو ویناوو او ان له محراب څخه غږ پور ته کړی چې راځئ د ټاکنو له لارې خپل زعیم وټاکو، خو نن یې چې ټاکنې بایلولې، پایلې یې نه مني۔
• له ټاکنو وړاندې د لنډمهالي حکومت سرسخت مخالف وو، خو له ټاکنو وروسته یې سخت شوقي دی ۔
• موږ باید تل تر تله د مظلوم لاسنیوی وکړو، خو د پښتونخوا په مېړوښې یې ضمیر و نه ننګېده چې پنجابي فوځیانو تر کراچۍ تېرې کړې او نه یې هم په هغو پښتنو ماشومانو او ځوانانو زړه درد وکړ چې پنجابي فوځ په هره کوڅه او سړک په ګولیو سوري سوري کړل۔
تر ټولو خنداوړ یې دا بله سپکه:
• د بیا ټاکنو په موخه باید یو لنډمهالی حکومت جوړ شي تر څو ټاکنو ته لاره هواره شي۔ دا په دې مانا چې د ولسمشر د ټاکلو لپاره باید لومړی یو ولسمشر وټاکل شي، تر څو د بل ولسمشر لپاره لاره هواره کړي۔ دا ضمانت هم نه ورکوي چې بیا به د “زه یې نه منم” کیسې پکې نه وي۔
د ښاغلي حکمتیار د پنځوس کلن سیاسي ژوند تجربه کېدای شي چې ان تر دې ډېره وي لکه ځینې وګړي یې چې باټې ولي، خو تر لمر روښانه هر ګوره دا ده چې ښاغلي حکمتیار هېڅ وخت داسې سیاست و نه کړ چې د افغان ټولنې دې پکې خیر او ښېګڼه وي۔ ښاغلی حکمتیار په ریښتیا چې د یو سلو اتلسو کتابونو لیکوال دی، خو له بده مرغه چې تر اوسه یې د خپلې فکر او اند نه کومه خبره کړې ده او نه هم کومه لیکنه۔ ټولې لیکنې او ویناوې یې داسې مالومېږي لکه د بل چا چټل نویس یې چې پاک نویس کړی او په یوه بلنه بڼه، خو په همغه پخوانۍ موخه یې ولس ته زمزمه کوي۔
ښاغلی حکمتیار باید هېر نه کړې چې ده، د ده همفکرو، د ده جهادي ملګرو، خو سیاسي مخالفینو د افغانستان واک په بشپړه توکه تر لاسه کړ، خو له ده څخه نیولې، بېرته تر ده پورې، ټول داسې ناکام شول چې بیه یې دا مظلوم ولس تر اوسه د خپلو بچیانو، زلمیو، مېرمنو او سپین ږیرو په وینو پرې کوي۔