حکمت خلیل کرزی

تاند- وروسته له دې چې د ثبات او همپالنې ټیم مشر عبدالله عبدالله او د هغه ملاتړکوونکي جنرال عبدالرشید دوستم وویل چې حکمت خلیل کرزي موافقه کړې چې د ثبات او همپالنې د ټیم د بریالیتوب په صورت کې به اجرايي ريیس شي، ښاغلي کرزي نن په یوه خبرپاڼه کې وویل چې له هیڅ انتخاباتي ټیم سره نه یوځای کېږي.

راپورونه وايي چې عبدالله عبدالله، د دې لپاره چې په ټیم کې یې هیڅ پښتون نشته، هڅه وکړه چې حکمت خلیل کرزی د اجرايي ریاست د چوکۍ منلو ته وهڅوي خو ښاغلي کرزي دا وړاندیز رد کړی دی.

نن جنرال دوستم د ثبات او همپالنې د ټیم په غونډه کې وویل«څوک دې نه وايي چې دلته یوازې ازبکان، تاجکان او هزاره ګان راټول شوي، پښتانه هم لرو، حکمت کرزی هم زموږ سره دی او د اجرايي ریاست چوکۍ مو ورته په پام کې نیولې ده.»

ښاغلي کرزي، چې پخوا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال و، په یوه بیان کې ویلي، غواړي چې په اوسنیو حساسو شرایطو کې په افغانستان کې د سولې لپاره کار وکړي.

ده انتخاباتي ټیمونه تورن کړي او ویلي یې دي«هېڅ ټیم به په هېواد کې د خلکو د ارمانونو د پوره کېدو لباره کار ونه کړي.»

ګومان کېږي چې که عبدالله عبدالله بریالی هم شي، اجرايي ريیس به یې د ده د اجرايي ریاست په شان واک نه لري ځکه چې عبدالله اوس ځان د واک نیم په نیم خاوند بولي خو بل اجرايي ريیس به د ده په امر اجرايي ريیس کېږي. له همدې کبله ښايي څوک په اسانه داسې یوه غیرمنتخبه او بې صلاحیته چوکۍ ونه مني.

2 thoughts on “حکمت خلیل کرزي د عبدالله له لوري د اجرايي ریاست چوکۍ رد کړه”
  1. ډېره جالبه ده چې د ښاغلي عبدالله په انتخاباتي ټیم کې یو پښتون هم نشته . که فرض محال دوي انتخابات وګټي او د دوي ټیم هم په قومي سیاست ولاړ دی ، نو د پښتنو له منافعو او حقوقو به څوک دفاع کوي؟

  2. ژوندۍ اوسې ښاغلۍ حکمت خلیل کرزۍ صیب ، پر ځای پرېکړه دې کړې ، واقعاً د هېواد غم درسره ، بريالۍ اوسي وروره

ځواب ورکول شاهین افغان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *