بلال اندړ

د کابل ښار د امنیت په لسم ریاست د وسله والو مخالفینو په برید کې ۶۴ ملکي وګړي شهیدان او د ۴۰۰ په شاوخوا کې ټپيان شول. په شهیدانو کې ډېری د غریبي کورنۍ سرپرستان و چې د یوې ګولۍ ډوډۍ پيدا کولو په لټه کې له سهاره تر ماښام په یاده سیمه کې انتظار باسي.

طالبانو په دې ډول بیا وښوده چې جنګ یې د بې دفاع افغانانو په ضد دی، ناره یې د وطن وراني او مبارزه یې د پردیو لپاره ګټه ده. دوی چې د عمري په نوم د افغانانو د وژلو لپاره په طرح کړیو عملیاتو کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري مخ توري مات شول، عمري عملیاتو ته د رنګ ورکولو لپاره یو ځل بیا د شاه شهید برید غوندې حملې تابیا ونیوله او دا ده ویې ښوده چې لا هم دومره پاخه ځناور دي چې د انسانانو د وینو سیندونه بهولی شي.

په دې بریدونو کې که له یوه لوري کورنۍ په غم کېنې، هېوادوالو مو شهیدان کېږي، د یتمانو چیغې پورته کېږي، بې سرپرسته کېږي، میندې بورې، مېرمنې کونډې او خویندې ورارې پاته کېږي؛ بل لور ته د طالبانو په وړاندې عامه افکار ډېر ښه ترمیمېږي؛ په دې شرط چې موږ او حکومت ترې ښه ګټه پورته کړای شي.

په کار خو دا وه چې د کابل له حملې وروسته حکومت لا توند غبرګون ښودلی وای، په زندانونو کې په اعدام تورن څو مشهور قومندانان او چړیان یې په دار ځړولي وای، د سولې خبرې یې بیخې فسخ اعلان کړي وای او افغان امنیتي ځواکونو ته یې امر کړی وای چې د طالب په نوم خزندې ورکولو او له منځه وړلو لپاره له خپل ټول قوت څخه کار واخلي، ژوندي نیول شوي څڼیور ووژني، له پاکستان سره په اړیکو له سره کتنه وکړي او نړیوالې ټولنې ته په واضح توګه ووایي چې پاکستان ته موږ د دوستۍ لاس ورکړ خو دوی په ازغن لاس روغبړ راسره وکړ.

په تېرو پنځلسو کلونو کې افغان حکومتونو له طالبانو سره د سولې دریز را اخیستی، دوی ته دښمن نه بلکې د ناراضه وروڼو القاب کاروي، د هېواد بچیان یې بولي او له مخالف لوري سره د جوړجاړې په نوم یې کله پاکستان، کله امریکا او کله قطر هېواد ته د هیلو لمن غوړولي وي.

افغان دولت باید نور د جنګ سیاست غوره کړي، په امنیتي ځواکونو پانګونه وکړي او د دښمن په وړاندې قاطع دریز غوره کړي. له دې سیاست سره به د امنیتي ځواکونو مرال لا قوي شي، د شهیدانو کورنۍ به ایله د سکون ساه واخلي او د دښمن په وړاندې جګړې کې به یې بریاوې څو چنده لوړې شي.

د دې ترڅنګ افغان حکومت ته په کار ده چې په تبلیغاتي برخه لا ښه پانګونه وکړي، د هغو رسنیو مخه ونیسي چې د نظام په چوکاټ او د دې دولت تر جواز لاندې د دولت په ضد تبلیغات کوي، عامه افکار تخریبوي او د خلکو مرال کمزوری کوي. د دې سربېره حکومت باید هغه کسان له دندو لرې او عدالت ته را کش کړي چې ډوډۍ یې د دولت له کوره او معاش یې د دولت له غاړي وي.

دولت به په نورو برخو کې پراخې ستونزې لري، خو امنیتي ځواکونه او په ټوله کې د دولت امنیتي برخه له طالب سره په جګړه کې ښه صداقت کوي، په دې شرط چې رهبران او مشران یې د قاطع دریز اجازه ورکړي. دوی تر پخوا په ولس کې هم ښه محبوبیت لري او دا څه ورځ په ورځ زیاتېږي.

افغان دولت ته یوازې دومره په کار دي چې ځواکونو ته امر وکړي چې طالب ترعدلي اورګانونو ورڅخه ونه رسېږي او د جګړې په میدان کې کار ور خلاص او په دې ډول د شهیدانو روح سکون او پاتې شونو ته د دوی د وینې د غچ اخیستلو اثبات وکړي.

One thought on “حکومته! نه سوله، نه د خبرو سیاست؛ د طالب په وړاندې د جنګ قاطع دریځ”

ځواب ورکول Dilawar ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *