سره له دې چې دوستم او حکومت دواړو ویلي، چې د دوستم د کور شاوخوا د نظامي ځواکونو ځای پر ځای کېدل د دوستم او یا د هغه د ساتونکو د نیولو لپاره نه وو، خو هېوادوالو ته یې په ذهن کې ګڼ شمېر سوچونه او اندېښنې پیدا کړې وې.

د دوستم د کور شاوخوا د نظامي ځواکونو درېدل او د لارو تړل هغه چلند دی، چې تفرقې او خپلمنځي شخړو ته لار هواروي او د خلکو پر ټولنیز ژوند بده اغېزه پرې باسي.

که څه هم د دوستم او ایشچي شخړه یوه سیاسي او حقوقي موضوع ده او حکومت ته لازمه ده، چې قانون او بشر حقونو ته په احترام یې له قانوني لارو حل کړي چې دا کار به له یو لوري د اسلام سپېڅلو قوانینو د پلې کېدو لامل شي او له بل پلوه به د نړیوالو باور پر افغان حکومت زیات شي، چې قانون او د بشر حقونو ته ژمن دي.

خو په دا ډول د دغې موضوع تعقیب او څېړل چې نظامي ځواکونه دې د دوستم کور محاصره کړي او لارې دې وتړي له ځان سره څو ډوله زیانونه هم لري:

له شک پرته به یو نوع حکومت کمزوری کېږي، قومي اختلافات به رامنځته کېږي، ګاونډي هېوادونه به له دغه فرصته ناوړه ګټه پورته کړي او په ټوله کې یې د افغانستان حیثیت نړۍ ته په دوه پیسې کړی دی.

نو افغان حکومت دې هڅه وکړي، چې د سیاسي فشارونو او مذاکراتو له لارې دغه حقوقي او جنایي موضوع ته رسیده ګي وکړي، د اقوامو او ډلو ترمنځ دې همغږي او یووالی وساتي او له یو اړخیزه پرېکړو دې ځان وساتي.

خو که داسې وي، چې په سپکو او درنو وسلو سمبال ځواکونه د یو مهم شخص د کور شاوخوا ولاړ وي او لارې یې د عامو خلکو پر مخ تړلې وي، نو خلک داسې فکر کوي، چې خدای مه کړه نه یو ځل بیا د نویمې لسیزې په څېر خپلمنځي جګړې او تاوتریخوالی رامنځته شي.

نو ولسمشر دې امنیتي او دفاعي ځواکونو ته داسې لارښوونه وکړي، چې د خلکو د ناارامۍ لامل ونه ګرځي او خلک له ذهني فشاره لرې وساتي.

د دوستم کور محاصره کولو د کابل په ډیری خلکو کې وېره او وحشت راوستی، ځکه دوی کور په کور او کلي په کلي جګړې لیدلي او زیانمن شوي دي.

2 thoughts on “حکومت باید له دوستم سره داسې ونه کړي/ محمد کمال افغان”
  1. محمد کمال افغان صیب ستاسو نظر معقول دی خو که مقابل لوری د افغانی دود، قانون ، اسلام او بشري حقوقو خلاف خپلو سرزوریو ته دوام ورکړی او د قانون په مقابل کې له لجاجت نه کار واخلي ، هېواد ته د کار او خدمت په مقابل کې له خپلو جګړه مارو سره یوځای د هېواد نارامۍ ته ملا وتړي. د خدمت پرځای له خپل قانوني صلاحیت نه غلطه استفاده وکړي، یو یا دوه ولایتونه له نورو قومونو نه پاک او ټول اوسېدونکي یی د ټالب په نوم قتل عام کړی ، هغوی ته بې شرمي او بې عفتي ورواړوی ، حتی خپل قومي اوسیاسي ملګري هم بې عزته کړی او له هغوی سره حتی د جنسی تېري تر سرحده وړاندې لاړی او بیا مجرمين هم د عدالت منګولو ته تسلیم نه کړی ، د ولسمشر ، لویې څارنوالۍ ، محکمې احکامو ته په سپکه وګوري ، په میاشتو ، میاشتو ورک او چېرته د بزکشي نندارې ته ناست وی نو داسې شخص چې جرمي سوابق یی هم یو ترن یا اورګاډی وې نشي وړای ، نو دولت به هسې لاس تر زنې ناست وي او هغه ته به اجازه ورکړي چې له سلګونو او زرګونو مليشو سره آزاد د هېواد په پلازمېنه کې چکر ووهي؟
    د افغانستان دولت مکلفیت لري د هر مجرم ولو که لوړرتبه کسان هم وی باید د قانون منګولو ته تسلیم کړي.د کابل ښاریان او ټول اقوام باید له دولت سره د مجرمینو په نیولو کې مرسته وکړی.

ځواب ورکول فضل الرحمان ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *