هارون چحانسوري - د ولسمشر وبندوی

تاند- د افغانستان حکومت به د لوی اختر په شپو – ورځو کې له طالبانو سره د اوربند په اړه ژر پرېکړه وکړي.

د ولسمشر غني یوه ویندوی هارون چخانسوري په یوه ټویټري پیغام کې ویلي چې نن /شنبه – د اګست ۱۸/ مشورتي غونډې روانې دي چې په پای کې به یې د افغانستان د ملي یووالي د حکومت دریځ د ولسمشر له لوري اعلان شي.

تر دې مخکې د چخانسوري له قوله ځینو رسنیو ویلي و چې د افغانستان حکومت به یواړخیز اوربند اعلان نه کړي.

په همدې حال کې د ارګ له خوا نن په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې افغان ولسمشر اشرف غني په افغانستان کې د سولې او نورو ملي مسلو په اړه نن له غرمې مخکې د هېواد د چاپي، تصویري او صوتي رسنیو له یو شمېر مسوولانو سره په ارګ کې مشورتي غونډه وکړه.

ولسمشر دغو مسولانو ته په خبرو کې وویل، حکومت یې د سولې لپاره طرحې او پلانونه ترتیب کړي او هم یې په دې برخه کې د اسلامي هېوادونو، سیمې او نړیوالې ټولنې اجماع ترلاسه کړې ده او همدا علت دی چې طالبانو په افغانستان کې د جګړې مذهبي صبغه له لاسه ورکړې ده.

ولسمشرد رسنیو له مسوولانو وغوښتل چې د هېواد د ملي مسایلو په اړه له حکومت سره د ملي اجماع په رامنځ ته کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي.

له بلې خوا د طالبانو مشر بیا د لوی اخترپه مناسبت په خبرپاڼه کې ویلي، ترهغو په افغانستان کې سوله نشي ټینګیدای چې په دې هیواد کې بهرني پوځیان حضور ولري.

په خپره شوې خبرپاڼه کې د تمې خلاف د اوربند هیڅ یادونه نه ده شوې او مولوي هیبة الله اخوندزاده ویلي چې له امریکا سره مخامخ خبرې د روانې لانجې یوازینۍ حللاره ده.

د افغانستان د سولې عالي شورا نن په یوه پیغام کې له حکومت او وسله والو طالبانو غوښتي چې اوربند وکړي.

د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې د یوې تازه خپرې شوې سروې پایلې ښیې چې ۹۳ سلنه افغانان له وسله والو طالبانو سره د دایمي اوربند غوښتونکي دي.

دا سروې د اروپايي ټولنې په مالي مرسته د افغان ښځو شبکې او صلاح کنسورشیم له خوا له۴۷۲۵ کسانو سره د مرکو پر اساس شوې ده.

One thought on “حکومت به ژر له طالبانو سره د اوربند په اړه پرېکړه وکړي”
  1. دطالبانو بی رحمه – ډله یزو وحشی حملو – د افغانستان د مظلوم ،مسلمان او مجاهد ملت پر ښاروونو ، پر کورونو ، ماشومانو ، ښځو اوهمدارنګه دهغوی کورونه په جبری توګه خپل سنګرونه ګرزول – په بار بار دا ثابتوی چه د طالبانو ډله د اسلام نه نه یوازی باغی ډله ده ، بلکه دا ډله دداعش په شان د اسلام او افغانستان ددښمنانو د ستراتیژیکو مخودپاره استخدام شوی .
    ددی بشری ضد ډلو منطق د صلحی منطق نه بلکه د زور منطق دی ، ددی سفاک دښمن د ماتی د پاره د افغانستان نظامی ځواک باید دیو مؤثر پلان د لاری د ۳۰میلیونی ملت سره په همغږی خپل غاښ ماتونکی زور استعمال کړی ، داسی زور او طاقت لکه څنګه چه یی د انګریز ، چنګیز او شوروی وحشی سپیو په مقابل کی استعمال کړی ؤ . پریږدی چا بیا دوی د صلحی دروازی وټکوی او دبخښنی التماسونه وکړی .

ځواب ورکول farhad ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *