تاند (پېښور) – د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون په یوه یادښت کې غوښتنه کړې ده چې د پېښور په اسلامیه کالج پوهنتون کې دې پښتو ډیپارټمنټ په سملاسي توګه بند کړای شي.‌

ویل کیږي چې، د پښتونخوا حکومت به په راتلونکیو څو ورځو کې لاس په کار شي چې په یاد پوهنتون کې د پښتو ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ دروازې بندې کړي.

د پشتون ټایمزخبري وېب سایټ لیکي چې، د پاکستان د لوړو زده کړو کمېسیون ویلي دي چې د پښتو ژبې او ادبیاتو ډیپارټمنټ له دې امله تړي چې په یوه کال کې یې ۳۰ تنه نوي زده کوونکي نه دي موندلي.‌ ویل کیږي چې، په کال کې د ۳۰ نویو زده کوونکیو شاملول په یاد پوهنتون کې د هر پوهنځي یو لومړنی شرط دی.

دغه خبري سرچینه لیکي چې، په مجموعي توګه د یاد پوهنتون د فعالیت په کمي کې د پوهنتون د مرستیال رییس نه موجودیت چې د اوږدې مودې په مخه له طالبانو سره په وزیرستان کې بندي ووهم رول لري.‌

د پشتون ټایمز لیکي چې، د پاکستان د لوړو زده کړو د کمېسیون د دغه یادښت له صدور څخه دوه ورځې مخکې په پښتونخوا کې ګڼ شمېر قلموالو ته سړي سر د دېرشو زرو روپیو ورکړه یو سیاسي رشوت دی څو د داسې یوې پېښې په مقابل کې د احتجاج له پاره پرانستل کېدونکې خولې بندې کړای شي.

په پښتونخوا کې د پخواني کرکټي عمران خان د انصاف ګوند د حکومت له واک ته رسېدلو راهیسې په ښوونځیو کې پښتو ژبه بنده کړای شوه او که په اسلاميه کالج پوهنتون کې د پښتو ژبې او ادبیاتو څانګه وتړل شي دا به یو بل مېخ وي چې په پښتونخوا کې به د پښتو ژبې په تابوت ټک وهل شي.

7 thoughts on “حکومت د پېښورپه اسلامیه کالج پوهنتون کې پښتو ډیپارټمنټ بندوي”
  1. د یو ژبی زده کولو هدف او اهمیت پدی کی دی چه په روزانه کاروبار ، رسمییاتو او یا په علمی او مسلکی ساحه کی تر کار واخیستل شی ، متآسفانه پښتو په دواړه هیوادو کی په پورتنی دری واړو ساحو کی ورته د کار چانس نه ورکول کیږی ، نو ځکه یی زده کونکی ورځ تر بلی ورځی کمیږی ،نو دا سلسله چه کومه په اسلامیه کالج کی وشوه هملته به پاتی نشی او زر ده چه نورو ادارو او پوهنتونو ته به هم ورسیږی

  2. که چيري دپښتون خوا مشران دپنجابيانو دکاسه ليسئ څخه لاس پر سر نه سي دپښتنو وضعت به نور هم خراب سي بله لار وپښتنو ته پاته چه نوي پاک مشران دي وټاکي تر څو نه يوازي دپښتنو دحق لپاره بلکي دآذادۍ لپاره دي تپ اوتلاش وکړي .

  3. سم بندیز یی لګولی وای چی هیڅوک حق نه لری چی په پښتو خبری وکړی خوند به یی کړی وای.
    .

  4. که چېرته زمونږ مشرانو زمونږ دپښتو ادب لپاره خدمت کړای وای ولې به مو دا حال وه.مشران مو دپیسو په غم کې دي دپښتو نه

  5. خوار اوغریب پختانه دتور سپو په محاصره کی ژوند کوی ٫ خدای دی دوی ددی زندانی ژوند سخه ازاد کری٫ انشاالله

ځواب ورکول samsoor wadan ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *