تاند- شنبه، د حوت ۲۴مه: د افغانستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، د بین الافغاني خبرو لپاره د پلاوي د جوړولو کار بشپړ شوی دی.
د ارګ سرچینې وايي، د پلاوي د جوړېدو کار د ځینو مشورو او بحثونو لپاره ځنډول شوی و.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د موافقې پر اساس ټاکل شوې وه چې بین الافغاني خبرې څلور ورځې وړاندې یعني د مارچ په لسمه پیل شوې وای خو د مارچ لسمه د ولسمشر غني د نوې دورې د ولسمشرۍ د لوړې ورځ په پام کې نیول شوې وه.
د ولسمشر غني مرستیال ویندویه، درانۍ وزیري وايي، هرکله چې طالبان خبرو ته تیار شول، د مرکچي پلاوي نومونه به اعلان کړي.
دې وویل«د افغانستان حکومت مرکچي ټیم نهايي کړی. هرکله چې طالبان د افغانستان له حکومت سره مخامخ خبرو ته حاضر شول، د ټیم د غړیو لیست به اعلان کړو.»
طالبانو تر دې وړاندې ویلي و، تر څو چې د دوی ۵ زره بندیان خوشي شوي نه وي، خبرې به پیل نه کړي.