تاند- یو شمېر افغان سوداګرو په دې اعتراض کړی چې حکومت پر وارداتي مالونو، په تېره بیا پر هغو چې له چین څخه راوړل کېږي، مالیه زیاته کړې ده.

د افغانستان د مالیې وزارت د هر وارداتي جنس د یوه کانتینر ګمرکي محصول له ۱۵۰ زره افغانیو ۴۵۰ زره افغانیو ته زیات کړی دی.

د افغانستان حکومت او یو شمېر داخلي تولیدوونکي دا اقدام د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره ګټور بولي خو سوداګر وايي چې په یو وار د تعرفې دومره زیاتول بیې لوړوي او د خلکو ژوند تریخوي.

یو شمېر افغان سوداګرو د حکومت دا اقدام د اعتراض وړ او ظالمانه بللی. دوی خبرداری ورکوي چې که حکومت له خپلې پرېکړې تېر نه شو، د اعتراض په دود به بازارونه بند کړي.

اکثره اعتراض کوونکي هغه سوداګر دي چې له چین څخه مال واردوي. دوی وايي چې د دومره مالیې معنا دا ده چې نور له بهره سوداګري جنس وارد نه کړي.

له ډېره وخته یو شمېر کورنیو تولیدوونکو ویل چې حتي هغه مېوې، چې په افغانستان کې پرېمانه کېږي، له چین او نورو هیوادونو څخه واردېږي ځکه چې ګمرکي محصول یې کم دی.

د دوی په باور د حکومت دا اقدام به مرسته وکړي چې کورني تولیدات تشویق شي او وده وکړي.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو سرپرست خانجان الکوزی وايي چې د حکومت له لوري د ګمرکي محصول زیاتېدا نامنصفانه او بې دلیله ده.

ده غوښتنه وکړه چې سوداګرو ته دې ۳ میاشتې وخت ورکړای شي  چې دوی فکر وکړي کوم مال وارد کړي او کوم وارد نه کړي.

له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې افغانستان د ازاد بازار په تقلید خپلې پولې د بهرنیو، په تېره بیا ګاونډیو هیوادونو پر صادراتي مالونو پرانیستي چې له کبله یې داخلي تولیدات وده نه شي کولی. ځکه چې له یوې خوا د ګاونډیو هیوادونو حکومتونه خپلو صنعتي او تولیدي کمپینو ته سبسیډي ورکوي او له بلې خوا د دوی خپل کورني بازارونه د افغانستان په پرتله خورا پراخ دي.

چین نژدې ۱۴ سوه ملیون (۱۳۷۹ ملیون)، پاکستان ۲۰۶ ملیون او ایران نژدې ۸۰ ملیون نفوس لري او پر دې سربېره د درې واړو هیوادونو د وګړو پېرودوس تر افغانانو زیات دی.

3 thoughts on “حکومت پر وارداتي مال مالیه ۳ برابره زیاته کړې، سوداګر اعتراض لري”
  1. ډیره په ځای پریکړه یی کړی ده باید داخلی تولیدات تشویق کړای شی تر څو د ایران او پاکستان له اکتفا نه خلاص شو

  2. ډيرپه ځای اقدام . موږ خپلی مڼی لرو خو په بازار کی اووس هم د ایران له زهرو ډکی مڼنی پلورل کیږی. زما یوه بوجی پیاز اووس په 100 افغانی دی خو دوه میاشتی وروسته دپاکستان کنډه پیاز په 400 افغانی رانیسم.

ځواب ورکول Nasrullah Stanekzai ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *