تاند، چهار شنبه، د دلوې ۱۶مه: پاکستان وايي، افغان حکومت یې په کابل کې سفارت ته اجازه نه ده ورکړې چې د فبرورۍ ۵مه نېټه له کشمیر سره د پاکستانیانو د یووالي د ورځې په توګه ونمانځي.

پاکستاني چارواکو خپلو رسنیو ته ویلي، ټاکل شوې وه چې د پاکستان سفارت د کابل په انټرکانټیننټل هوټل کې له کشمیر سره د یووالي د ورځې په مناسبت غونډه ونیسي، خو افغان حکومت ورته اجازه نه ده ورکړې.

سرچینه وايي، افغان چارواکو په کانټیننټل هوټل کې دغې غونډې ته د ریزرف نیول شوي تالار هوکړه هم لغوه کړې او پاکستانیان یې رخصت کړي دي.

پاکستان د فبرورۍ ۵مه له کشمیر سره د یووالي د ورځې په توګه لمانځي خو افغان حکومت تل په دې ټینګار کړی چې د سیمې د هیوادونو دښمنۍ پر خپل ځای مګر هیڅکله به خپله خاوره د سیمې د هیوادونو تر منځ د نیابتي او تبلیغاتي جګړې د ډګر په توګه کارېدو ته پرېنږدي.

5 thoughts on “حکومت کابل کې له کشمیر سره د پاکستانیانو د یووالي د غونډې اجازه نه ده ورکړې”
  1. ډیر شه
    مونږ د حکومت دا اقدام تاییدوو۰ پنجابی تورمحو ته باید په افغانستان کی د هر قسم فعا لیتونو
    اجازه ور نه کړل شی۰
    مننه

  2. د پاکستان سفير ته کوم چه په افغانستان کي دنده لري او يا چا چه دا لار ښوونه ورته کړي زما په هاند بايد د ديپلوماسي په هکله يو څه د ديپلوماسي کورسونو زده کړه وکړي

  3. دوی که دومره وجدان لري نو بیا دې پښتنو لپاره د حق غوښتنې آواز اوچت کړي. تور مخي د پښتنو سره څه ډول ظلمونه دي چئ نه یې کوي

  4. پاکستانیانو او هندیانو ته باید ته باید د حال په ژبه یا په ډیپلوماتیکه ژبه وویل سی چی آزاد او معقول او منلی انسان او افغان د کشمیر د استقلال غوښتونکی دی هغه غوښتنه چی د دواړو مغصوبه کشمیرونو د اکثریت اوسیدونکو ارمانی غوښتنه ده.

  5. عجیبه ده ! سپین سترګي هم حد او اندازه لري.

    کله چې زمونږ په ولسمشر د منظور پښتین د نیولو لپاره یوتویت لیکلی وو او دې کار یې یواځې خواخوږي ښودلې وه ، د پنجاب د خارجه چارو وزیر شاه محمود قریشي احتجاج او اعتراض وکړ،
    پنجابیان اوس په کابل کې د کشمیر د نیولو دعوه کوي او ځان د نړۍ د ټولو مسلمانانو وارث ګڼي.

ځواب ورکول razmohammed mohmend ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *