ژباړن: حزب الله اتل
د پاکستاني طالبانو وژل شوی مشر حکیم الله مسید (مسعود) د ۱۲۰ زره ډالرو په ارزښت په یوه پوخ، سپین رنګه کور کې اوسېده، چې ځمکه یې په مرمرو پوښل شوې، د کور مخ ته لوی چمن دی، خونې یې وریښمینې پریړې پردې لري او په سر یې دنګه مناره جوړه شوې.
د نوموړي کور په شمالي وزیرستان کې د پاکستاني پوځ نظامي مرکز څخه یوازې یو کیلو مېتر فاصله درلوده، خو خلکو کله هم داسې فکر نه کاوه، چې دا خطرناک سړی دې پداسې یوې حساسې سیمې کې بود و باش ولري او هغه هم په خورا ارامه او هوسا کور کې.
د حکیم الله مسید له وژنې وروسته اوس پاکستاني طالبان سخت په غوسه دي او له پاکستاني حکومت سره یې د سولې د نیمګړو خبرو د قطع کولو اخطار هم ورکړی دی.
پاکستاني چارواکو د امریکا دا اقدام غندلی او اعلان یې کړی دی، چې له امریکا سره پخپلو اړیکو یو ځل بیا له سره غور کوي.
مسید د غرونو په منځ کې پدې قبایلي سیمه کې خپل ډېری وخت په ماڼو وهلو تېروه، څو وکولای شي پدې ډول د امریکایي بې پیلوټه الوتکو له بریدونو ځان خوندي وساتي.
خو د هغه کورنۍ او په ځانګړي ډول دوه میرمنو یې د کور د اتو خونو په منځ کې ژوند تېراوه، داسې خونې چې پرېړې پردې یې درلودې او دا ددې لپاره چې له بیرون یې څوک ونه ویني.
د ځنګله په منځ کې ددې کور مخې ته ښکلی لوی چمن دی او یو ښکلی وړوکی باغ هم لري، چې مڼې، نارنج، انګور او انار پکې کرل شوي دي.
له میرامشا څخه په پېنځه کیلو متره فاصله کې، په دنته خېلو کې دغه جوړ شوي کور کې د خوراکي توکو یو زیرمتون هم و، چې اوسېدونکو یې ترې استفاده کوله او د کور پر سر د سپېڅلتوب لپاره یوه مناره هم جوړه شوې. له لرې ځایه دغه کور یو سپڅلي او مذهبي ځای ته ورته کېږي.
پاکستاني نظامي سرچینو ویلي، چې په شمالي وزیرستان کې د حکیم الله مسید لپاره دغه کور نږدې یو کال وړاندې په ۱۲۰ زره ډالره اخستل شوی دی ـ دا رقم د کالدارو په حساب یو لوړ قیمت بلل کېږي ـ د حکیم الله مسید لپاره دا کور د هغه نږدې ملګري لطیف مسید اخستی و، چې تېره میاشت (اکتوبر) په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې ونیول شو او لا تر اوسه هم ورسره بندي دی.
د فرانسې خبري اژانس یو خبریال چې په همدې سیمه کې یې څو ځل تګ راتګ کړی ویلي، چې پدې سیمه کې یوازې بډای، ملکان او خانان ژوند کوي او په عمومي ډول ددې سیمې ډېری خلک پیسه داره دي.
په نا ارامه شمالي وزیرستان کې د حکیم الله مسید کور له نظامي مرکز څخه یوازې شاوخوا یو کیلو متر فاصله لري، چې کټ مټ لکه د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن په شان، چې هېچا یې هم د استوګنې په ځای ګومان نه کاوه.
هغه هم په ورته ډول په آیبټ اباد کې اوسېده او تر هغو چې د امریکایي ځانګړو ځواکونو په برید کې نه و وژل شوی چا یې د اوسېدو د ځای په اړه فکر هم نه کاوه.
د فرانسې خبري اژانس سیمه ییز همکار اختر خان وایي :((ما څو ځله د موټرونو کاروان لیدلی چې پدې کوڅو کې به یې یو کس بدرګه کاوه، خو ما کله هم حکیم الله مسید له نږدې نه و لیدلی چې نوموړی به مې پېژندلی وای او ورسره ما له سره فکر هم نه کاوه، چې هغه به دلته اوسېږي. له دې پېښې وړاندې له امنیتي لحاظه دا سیمه ډېره ارامه بلل کېده.))
دا راز وروسته له هغې افشا شو، چې د تېرې جمعې په مازیګر ناوخته د امریکا یوې بې پیلوټه الوتکې په یو موټر دوه میزایلونه وتوغول. په موټر کې ناست کس په دنته خېلو کې د خپل کور د دروازې مخې ته انتظار ویست څو زر خپلې حویلۍ ته ننوزي، خو د میزایل برید له هغه سره یو ځای د هغه څلور ساتونکي هم ووژل.
وروسته خبره د نړۍ د مطبوعاتو تازه خبر شو، چې میرامشا ته نږدې د پاکستاني طالبانو مشر حکیم الله مسید د بې پیلوټه الوتکې په برید کې ووژل شو.
دنته خېل د حقاني شبکې لپاره ډېر مهم ځای بلل کېږي او دې شبکې ته سم لکه د موټر د ارابې هومره ارزښت لري. حقاني شبکې په تېرو څو کلونو کې له همدې سیمې په افغانستان کې مهم بریدونه پلان کړي او رهبري کړي دي.
کله چې په افغانستان کې د طالبانو امارت حاکم و، نو ددې سیمې ډېری کورنۍ نورو ځایونو ته وکوچېدې، خو هله بېرته راوګرځېدې، چې تر یوولسم سپتمبر وروسته امریکا پر افغانستان برید وکړ او د طالبانو پاچاهي یې دړې وړې کړه.
په همدې سیمه کې د سمیع الله وزیر په نوم هټۍ وال د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: ((هر سهار به مې لیدل چې د تورو شیشو څلور یا پېنځه موټرونه له دې کوره وتل، ددې تورو شیشو له موټرونو به د کلاشینکوفونو ماشې را اېستل شوې وې، سهار وخته به یې دا سیمه پرېښوه او مازیګر هله چې لمر به پریوت بېرته به راګرځېدل.))
ښاغلي وزیر زیاته کړې؛ چې موږ کلیوالو فکر کاوه دا کوم مهم کس دی، چې دلته پدې کور کې اوسېږي او په عادي ډول تګ راتګ کوي. وسله وال د غلو له وېرې ددې کس موټرونه بدرګه کوي او د هغه ساتنه کوي:
((یوه ورځ ما یو کس ولید، چې سپین څادر یې اغوستی و او دې کور ته ننوت، ماته کټ مټ لکه د حکیم الله مسید ښکاره شو، خو بیا مې فکر وکړ، چې څنګه کېدای شي هغه د امریکا د بې پیلوټه الوتکې له څار څخه خوندي په دې سیمه کې په قراره ژوند وکړای شي.))
خو حکیم الله مسید د تېرې جمعې په ورځ هغه مهال ووژل شو، چې د وروستي ځل لپاره مازیګر لمر پریوته مهال د خپل کور پر لور ولاړ؛ اما بیا کله هم لکه د معمول په شان سهار مهال بېرته را ونه ګرځېد.
هټۍ وال وزیري وایي، کله چې د دوو میزایلو په واسطه د هغه موټر په نښه شو، نو تورې لوخړې خورې شوې او موږ زر زر خپل دوکانونه وتړل او سیمه مو پرېښوه، هسې نه چې په موږ څه وشي.
لږ وروسته د وسله والو طالبانو یوه ډله راغله او سیمه یې محاصره کړه، هغوی د خپل وژل شوي مشر جسد یو نا معلوم لور ته یوړ.
داحقیت ډیرکم دی زکه حکیم الله دیردفاکستان فوجیان وژلی دی خاص کرداستخباراتولوړرتبه مامورکرنل امام که داحقیقت وی نوکیدی سی چی نیژدی دفوج قرارګاوالادحکیم الله محسودسره لاس درلودی اواوس هم ده دی دوجې شهیدسوی وی بایدټول طالبان پوه سی چی پاکستان ده دی سره څمره پخه دشمنی لری
دغه انځور د کوټکي د سيمي دي په دغه انځور که چه کوم تفريحي پارک ښکاري دغه پارک د حکيم الله محسود د کور د ورانولو نه پس د پاکستان پوځ جوړ کړي
this is a fake report. V dont trust on it.
دا ټول د پاکستاني فوځ پروفیګنډه ده وروڼو، دا خبره هیڅ امکان نلري، چې ددومره قوي ګذارونو سره سره ، چې حکیم الله مسید د پاکستان په فوځ وکړل، هغه دې سره لدې هم د پاکستان دوست وګرځي او یا دې د پاکستان جاسوسي اداره په هغه باور وکړي، د پاکستان استخبارات غواړي، چې د هغه د مرګ نه وروسته په لرو او برو پښتنو کې د هغه په ملاتړ ایجاد شوی ذهنیت، له منځه یوسي او بل دا کار ددې لپاره کوي، چې ای ایس ای خپله جاسوسي وړتیا خلکو ته وښيي، چې موږ خپل شدید ترین دښمن هم خپلولی شو او د ځان په ګټه یې کارولی شو ، پدې پورته لیکنې کې ، یوازیني کره شواهد د دوکاندارانو خبرې دي. زما په نظر دوکاندار ته چې د زمري زړه هم ورکړې ، پداسې حالاتو کې پدې ډول نظر نشي څرګندولی ، دا د خندا وړ خبرې دي … حکیم الله مسید یو تکړه پښتون او متعهد افغان وو .