ولسمشر غني او خامنه يي

تاند- د ایران مذهبي مشر آیت الله علي خامنه يي نن د افغانستان له ولسمشر محمد اشرف غني سره په کتنه کې وویل، د ایران اسلامي جمهوریت د افغانستان امنیت او پرمختګ ته د خپل هیواد د امنیت او پرمختګ په سترګه ګوري.

خامنه يي د افغانستان او ایران ترمنځ کلتوري، مذهبي او تاریخي تړاوونو ته په اشارې وویل، افغانستان له کلتوري، بشري او د طبیعي زېرمو له نظره خورا بډای هیواد دی.

ده همداراز وویل، په دې کې شک نشته چې د امریکا متحد ایالتونه او د سیمې ځیني هیوادونه د افغانستان له ظرفیتونو او وړتیاوو خبر نه دي او د دوو هیوادونو د همکاریو او همږغیو مخالفت کوي خو ایران د افغانستان امنیت او پرمختګ خپل امنیت او پرمختګ ګڼي.

ایران له افغانستان سره د اوبو په مسله کې اختلاف لري او توقع لري چې افغانستان پر خپلو اوبو بندونه جوړ نه کړي او تر اوسنۍ اندازې، چې بندونه یې لا جوړ کړي نه دي، زیاتې اوبه ایران ته پرېږدي.

خامنه يي د اوبو مسلې ته اشاره وکړه، ویې ویل:«د کډوالو، اوبو، ترانسپورت او امنیت په شان د دوو هیوادونو ترمنځ موجودې مسلې حل کېدای شي خو باید ټولو ته په ټاکلي چوکاټ کې زیات پام وشي.»

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني وویل، په دې خوښ دی چې ایران ته یې سفر کړی او دا یې هیله وه چې افغانستان خپل پخوانی هویت ترلاسه کړي او له یو بل سره د سیمې د هیوادونو د نښلولو لپاره د پُل رول ولوبوي.

ده دا هم وویل چې افغانستان اراده لري چې له ایران سره اړیکې او همکارۍ پراخې کړي او په دې برخه کې به هیڅ راز هڅه ونه سپموي.

د افغانستان ولسمشر وویل چې د دوو هیوادونو په پولو کې د ترهګرۍ، د مخدرو موادو د قاچاق، مهاجرت او د اوبو په شان ستونزې حل کېدای شي ځکه چې دواړه هیوادونه یې د هواري اراده لري.

4 thoughts on “خامنه يي وايي، ایران د افغانستان امنیت او پرمختګ امنیت او پرمختګ خپل ګڼي”
  1. د ایران پلوؤ رسنیو او ایران صفته افرادو له روحی او حرکاتو څرګنده‌ حدس وهل کیږی،چی د ولسمشر سفر دی هیواد ته سخت خفه او بی روحیه کړی،طلوع نیوز خو ګردسره اور اخیستی او په سرولمبو سوځی. ګردی میزو ته یی ټول هغه منفی فکره عناصر راټول کړی،چی په اشرف غنی د عقدو ډک زړونه تش کړی.خو غوصه او کینه یی نه سړیږی.
    رمز به څه کی؟ایا دا چی د ریس صاحب ښه هرکلی شوی؟یا ریس صاحب د اخوندانو له غوږه‌ تیره کړی چی بس دی نور سپی دی وتړه؟یا د دواړوحکومتونو تر مینځ ښی اړیکو کی د دوی فردی او ډله‌یز زیان دی؟
    راتلوونکی نیږدی په سوالونه ځواب کړی

  2. د ایراني شیطانانو سره باید زمونږ دولتمشران په ټولو مواردو کې خورا محتاطې اړیکې وپالي او دانسان په جامه کې د درنده ګانو په توطئېو او دسیسو ونه غولیږي!

  3. تش په نوم غونډی او مجالس نه سی کولای چی تر څو دافغانستان دغه پیچده مسایلو ته دحل لاره پیداکړی ترڅو پوری چی په عملی ډول ګامونه نه وی اوچت سوی ځکه تیره کلونه یی ډیره ښه بیلګه وه چی دی ته ورته تش په نوم غونډی زیاتی وی خو عملی جنبه یی بیخی نه وه.

ځواب ورکول Omat nabi ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *