امیر خان منګل|

کرزي ته وویل شول چی امنیتي تړون امضا کړي هغه ډډه وکړه، ځکه پوهيدو چې ددې تړون وروسته څه پیښیدونکي دي.

کرزي په خپله دوره کې ټول جهادیان غله قاتلین راغونډ کړي وو میلیونونه ډالر د همدې غلو جیبونو ته لاړل. د هیواد په ابادې لس سلنه هم مصرف ونشو.

د اشرف غني په راتلو د غلو اصلیت راښکاره شو ټول ددی شاهد یو چی د کرزي په دوره کې د ځوان نسل په تعلیمي برخه کې بهرنیو هیوادونو ته ټول د زورواکانو جهادي غلو زامن تلل وو.

نو کرزي ځکه امنیتي تړون امضا نه کړ ځکه پوهيدو چې ددې امنیتي تړون سره به د غلو جیبونو ته هم خطر پیښ شي. همداسی نن وشول.

مثالونه یی ډیر لرو مګر یو وکیل چی پخپله خوله یی اقرار وکړ هغه ظاهر قدیر وو هغه وویل چی څو میلیونه ډالر سرمایه لرم ماته دغه سرمایه خدای راکړې ده. ایا خدای هم داسی بانکونه لري چی خلکو ته مفت ډالر ورکړي؟ ایا خدای دومره بی انصافه دی چی افغانستان کی په زرګونو کونډې ماشومان وږي ویده کیږي خدای یی د هغوی پر ځای قاتلانو او غلو ته ورکړي؟ هیڅکله نه خدای د ډالرو بانکونه نلري.

که ظاهر قدیر په خارج کی کومې فابریکې درلودی نو خامخا به یی ویل چی زما سرمایه له خپلو فابریکو څخه دی. رحمت الله نبیل یی هم اوس یو بل مثال دی چی کله یی جیب ته پیسې ورتلې فکر یی کاوه چی دا به دوام وکړي.

اوس چې له غلا کولو ګوښه شو اصلیت یی ملت ته په ډاګه شو نبیل چې په دولت او اشرف غني کوم تورونه لګوي دا په دې معنی چی هغه وخت کې په همدې فساد کې شریک وو ځکه یی څه نه ویل … خو اوس ملت پوه شوی غله یی وپیژندل مګر د ملت له ورخ نه اوبه تیرې شوي دي.

اوس د غلو جهادي نجسو څیرو ته غوږ نه نیسي دوی د نظام د ننه په خرابیدو لګیادي طالب او داعش مو مخامخ دوښمن دی.


د لیکوالو له نظر سره د تاند د دریځ یووالی ضروري نه دی.

One thought on “خاينان او غله د څه لپاره هرځای کې غونډې کوي؟”

ځواب ورکول mha ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *