پوهنمل حاجی محمد نوزادي –

     وایی چی زور غونډی هواروی او د سری سترګی څخه زمری هم بیریږی . په دی خو موږ ټول پوهیدو چی جنګ د ملا نصرالدین پر پوستین دی . د پوستینه سره سم داده کشاله هم حل شوه . تاسی به یی ووینی چی نور به نه د رایو شمیرلو پر وخت د چا پزه ماته شی ، نه به یی غاښ ووځی او نه نور د چا مخ  په وینو لژند وی . دا ځکه چی د پوستین څښتن پیدا شو او هر چاته خپله برخه ورسیده .

      د یو لړ اوږدو ناندریو ، تهدیدونو ، خنډونو رامنځته کولو او فزیکی شخړو وروسته د جنجالونو د حل وخت راورسید . اوباما تلیفونی اړیکی و نیولی ، ښاغلی جان کیری بیا د وروستی حَکم هیات په توګه راغی ، دواړو نوماندانو سره کښینول ، د اوباما د مشورو زڼۍ یی ورته څرګند کړ ، دواړو ته یی قلم پلاس ورکړ او هغه تړون یی ور باندی لاسلیک کړ چی پخاطر یی د رایو بیا شمیرنی په « دوستانه ؟ » راونډ کی مخونه په وینو سره وه . د جان کیری دی کور ودان او زوی دی لوی شی . دادی حق یی و حقدار ته ورساوه او هر څه سم شوه .

     څه شوه هغه « دموکراسی نهادینه شده » ؟ څه شوه هغه دموکراتیک انتخابات ؟څه شو هغه د« ملی یووالی حکومت » ؟ دملی یووالی حکومت ځانګړتیاوی په تړون کی داسی ښودلی شویدی :

«  . . . . . دا حکومت به دا ځانګړتیاوې لري:

۱- د افغانستان د خلکو د پیاوړتیا او د سولې، ثبات، امنیت، د قانون د حاکمیت، عدالت، اقتصادي ودې او د خدماتو د وړاندې کولو په شان د اړتیاوو د ځواب ویلو لپاره د ملي یووالي حکومت د اصلاحاتو هراړخیز  پروګرام ته انکشاف ورکوي او هغه تطبیقوي.

۲- ولسمشر د لویې جرګې په دایرولو د اساسي قانون د تعدیل بهیر پیلوي او د اجرايي صدراعظم چوکۍ په دوو کلونو کې رامنځته کوي.

۳- تر څو چې د اجرايي صدراعظم چوکۍ د اساسي قانون پر اساس رامنځته کېږي، د صدراعظم دندې او مسوولیتونه به اجرايي (اجراییوي) رييس په غاړه لري. دا چوکۍ به د واک له ترلاسه کولو سمدستي وروسته ولسمشر د یوه فرمان له لارې رامنځته کوي او اجرايي ريیس به هغه څوک وي چې ولسمشرتایید کړی وي خو د دوهم کس (هغه څوک چې انتخابات یې بایللي وي) له لوري به معرفي کېږي.

۴- ولسمشر  به د اپوزیسیون د مشر مقام رامنځته کوي او دوهم کاندید (بایلونکی) به د خپلې خوښې کس غوره کوي چې د اپوزیسیون مشري وکړي.

۵- د ملي امنیت، د خپلواکو او اقتصادي اورګانونو د کلیدي چوکیو لپاره چارواکي به د ولسمشر او د اپوزیسیون د مشر ترمنځ په مساوي ډول ټاکل کېږي.

 د وزارتونو، قضا، د ولایتونو په کچه مقررۍ به د عادلانه استازیتوب اصل ته په پام د اپوزیسیون د مشر په مشوره د ولسمشر له لوري کېږي.  »

الف ـ ایا  د افغانستان د خلکو د پیاوړتیا او د سولې، ثبات، امنیت، د قانون د حاکمیت، عدالت، اقتصادي ودې او د خدماتو د وړاندې کول بیله دغه تړون نه د اولسمشر دنده نه وه ؟ دا کار د ملی یوالی حکومت د ځانګړتیاوو سره څه اړه لری ؟

ب ـ ایا د لویی جرګی دایرول او د صدراعظم چوکۍ ورباندی تحمیلول د ملی یوالی د حکومت ځانګړتیا ګڼل کیدلای شی ؟ افغانستان خو خدای مکړه د قومونو تر منځ د جنګ په حالت کی نه وو چی لویه جرګه به یی ددی چوکی په رامنځته کولو سره د حل لاره ومومی .

ج ـ تر څو چی اساسی قانون تعدیل شوی نه وی او صدارتی نظام منځته نه وی راغلی ، بیا نو د صدراعظم دندی او مسئولیتونه له کومه شوه چی هغه دی و کوم خیالی ( اجرائیوی ) رئیس ته وسپارلی شی ؟ او دا به هم هغه څوک وی چی د انتخاباتو نازدانه بایلونکی به یی معرفی کوی .

د ـ د څلورمی او پنځمی فقری نه داسی ښکاری چی اولسمشر به په دولت کی د ( اپوزیسیون ) د مشر د پاره داسی یو مقام رامنځته کوی چی ددی مقام صلاحیت به هم تر صدراعظم کم نه وی ځکه چی ټول وزیران او والیان یوازی او یوازی دده په خوښه د اولسمشر له خوا ټاکل کیدلای شی او ټولی چوکی به په مساویانه ډول دده او جمهور رئیس تر منځ ویشلی کیږی . دادی د نر بچی « اپوزیسیون  ! » . اپوزیسیون په حقیقت کی د دولت د واکمن اړخ هغه مخالفه ډله ده چی انتخابات یی په ټولټاکنو کی بایللی دی ، اوس یی د بایللی په توګه ټول کوښښ  داوی چی د واکمن اړخ نیمګړتیاوی برملا کړی او سالم انتقادونه ور باندی وکړی څو په راتلونکو ټاکنو خلګ رایه ورنکړی . پخپله اپوزیسیون کومه صلاحیت لرونکی دنده نلری چی د نیمګړتیاوو مسئولیت پرغاړه واخلی او یا ځان پدی نیمګړتیاوو کی شریک و ګڼی . پدی ائتلافی تړون کی بیا باید دغه آپوزیسیون ته د لوړ مقام پرته د صدارت چوکی هم که حق وی یا ناحق ، ورته جوړ شی ، برسیره پر دی یی نیم وزیران او والیان هم باید دده خپل نفر وی او پاته نیم یی هم ددوی د موافقی او تائید وروسته مقرر کیدلای سی . د نیمګړتیاوو مسئولیت هم ځکه پر غاړه نه اخلی چی « اپوزیسیون » دی . دا اپوزیسیون هم کوزه ګر او هم کوزه فروش دی خو د ماتی شوو کوزو تاوان بیا په ده پوری اړه نلری .

     دا تړون په واقعیت کی نه د انتخاباتو سره تړاو لری او نه هم د ملی یووالی د حکومت سره . دا یوازی د دوو تنو یا دوو ډلو تر منځ د یرغمل شوی واک د تقسیم تړون دی . دغه تړون زما په اند د شخړو پای نه بلکه د یوه بل ناورین پیل دی مګر خدای دی وکړی داسی و نه شی . دادی و به یی وینو که خلګ پر خپلو رایو پښیمانه نه شوه ، بیا می ږیره راته و خروئ . زه ددی هیواد هر اوسیدونکی ته دده د کفایت او اهلیت سره سم د دندی سپارلو پلوی یم چی باید همداسی اوسی ، مګر نه د یوه نامشروع ائتلاف د لاری چی د انتخاباتو تر پوښښ لاندی د خلګو پر رایو باندی د معاملی پایله وی .

                                        پای .

                                     ۹ / ۸ / ۲۰۱۴

0 thoughts on “خبره چی غړکه شی ، سمه لاره ورکه شی”
  1. Do not worry, It will be much better than existing government. I am just hoping that corrupted individuals, bank robbers and thieves, who stole public properties, be brought to justice(Insha-Allah).

ځواب ورکول MHA ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *