خبرنامه

تاریخ: 15 جدی ۱۳۹۴

کابل افغانستان : افغانستان او ایران د سپورت او فرهنګي اړیکو د پراختیا لپاره دوه توافقپاڼې لاسلیک کړې. دغه توافقپاڼې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه رئیس او د ایران د مرستیال ولسمشر په حضور کې د ایران د ارشاد د وزیر ښاغلي جنتي او د هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزي او دویمه هغه د ایران د سیاحت د وزیر او د هېواد د اطلاعاتو او کولتور د وزیر عبدالباري جهاني له لوري لاسلیک شوې. د دې توافقپاڼو له مخې به دواړه لوري، د ګډو زده کړو، فرهنګي راکړې ورکړې، د لرغونو اثارو د ساتنې او سپورت په برخه کې همکاري کوي.

د یادو توافقپاڼو د لاسلیک له مراسمو وروسته د هېواد اجرائیه رئیس او د ایران مرستیال ولسمشر، د سعد اباد ماڼۍ په جمهور تالار کې په یوې خبري غونډه کې برخه واخیسته او د خبریالانو پوښتنو ته یې ځوابونه وویل.

د ایران مرستیال ولسمشر ښاغلي جهانګیر په دې ناسته کې اجرائیه رئیس او ورسره پلاوي ته هرکلی ووایه او مننه یې ترې وکړه. هغه د دواړو هېوادونو تاریخي مخینې، دیني ـ فرهنګي مشترکاتو او نیکو اړیکو ته په اشارې وویل، چې دا اړیکې په سیمه کې له ګاونډیانو سره د اړیکو لپاره ښه الګو کېدای شي.

ښاغلي جهانګیر زیاته کړه، چې د ده او اجرائیه رییس ترمنځ په دوه اړخیزه ناسته کې پر اقتصادي ـ امنیتي مسایلو، د کډوالو پر وضعیت او فرهنګي همکاریو خبرې اترې وشوې. د ده په وینا، چې په اقتصادي او سوداګریزو مسایلو کې له چابهار بندر نه د ګټنې په څرنګوالي، د هرات ـ خاف د ریل پټلۍ د چارو په بشپړېدو او افغان سوداګرو ته د ترانزیټي اسانتیاوو په برابرېدو بحث وشو.

همدرانګه د امنیتي چارو په اړه هغه وویل، چې د افغانستان امنیت او ثبات د ایران امنیت او ثبات دی او اقتصادي پراختیا کولای شي چې په هېواد کې له ثبات او امنیت سره مرسته وکړي. ښاغلي جهانګیر زیاته کړه، هېواد یې چمتو دی، چې له افغانستان سره د تل په څېر له ترهګرۍ، افراط ګرايۍ، د نشه يي توکیو قاچاق او امنیتي ګواښونو پر وړاندې په مبارزه کې همکاري وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت اجرایوي رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ناسته کې د ایران له بلنې او تود هرکلي مننه وکړه او ویې ویل، چې افغانستان او ایران د ګډو تاریخي، دیني او فرهنګي مشترکاتو ا و ښو اړیکو په درلودلو سره د سیمې په کچه تر ټولو ښې اړیکې لري.

اجرائیه رئیس زیاته کړه، چې د افغانانو پرحقه جهاد او مقاومت پر مهال او په تېرو پنځلسو کالو او د اوسني حکومت په رامنځته کېدو کې د ایران مرستې او همکارۍ مهمې دي او مننه یې ترې وکړه. هغه زیاته کړه، چې ایران تل په بنسټیزو چارو، روغتیا، تخنیکي چارو، پوهنې، لوړو زده کړو، بیارغونې او د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو په پیاوړتیا کې مخکښ و، چې دا مرستې یې د افغانستان د پراختیا او ثبات لپاره مهمې دي.

اجرايوي رئیس په دې ناسته کې په ګډو همکاریو، له شته فرصتونو نه په ګټنې، سیمه ییزې همکارۍ، له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او په سیمه کې په سولې او ثبات ټینګار وکړ.

په دې ناسته کې دواړو لورو اعلان کړه، چې د اقتصادي همکاریو په پياوړتیا په ځانګړي ډول د چابهار بندر له لارې، په ایران کې د مېشتو افغان کډوالو لپاره د زده کړې د زمینې برابرولو، له ترهګرۍ او افراطیت سره د ګډې مبارزې، هر څه ژر د افغانستان او ایران ترمنځ د ریل پټلۍ د چارو د بشپړېدو او په بېلابېلو برخو کې د ګډو همکاریو د فرصتونو د پياوړي کولو په برخه کې توافق ته رسېدلي دي.

One thought on “خبري ناسته او د افغانستان او ایران ترمنځ د دوو توافقپاڼو لاسلیکول”
  1. اجرايوي رئیس په دې ناسته کې باید پر سرحد او مهاجرینو باندی بادی خبری ګړی وی
    زموږ مهاجرین ډیر په بعد حالت کی ژوند کوی

ځواب ورکول mir ajmal ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *