رحمت الله حکیمي

دغږونو سېستمایک تړل، جملې جوړوي اوانسان ته دتکلم قوت وربښې خبرې د خبر اوښتی شکل دی چې مخاطب ته دیوڅه په اړه خبر ورکوي  دلته یوازې دخبروپه تاثیر خبرې کوم.

اغیز اوتاثیر په الفاظو کې دی، اثرمنې خبرې هغه دي چې مخاطب ته ذهنیت ورکړي اودرسره یې ومني داهله کیدای شي چې خبره دفکر په مدار وڅرخیږي کله چې خبره کول غواړو لومړی باید خپل مخاطب په پام کې ونیسو چې څوک دی، زما دخبرې داوریدلو وړتیا لري اوکنه ، ډیری وګړي غواړي چې داسې خبره وکړي چې چانه وي کړي یعنې ( نوې ) وي  ، ځان  ته  دا ویاړ بس بولي چې زه هم درنې خبرې کولای شم داسې وګړي یوازې په خبرو زده کولو باندې مصرف دي نه په کولو .

که څوک د مړۍ خوړلو په حالت کې درته ووایې ( اوبه ونیسه ! )  که ته ورته ووايې چې ( دارو دې شه .)

اوکه ورته ووایې ( نه یې څښم. ) دلته د دواړو ځوابونو یو مفهوم دی مګر لومړی ځواب سړي ته روحي خوښي وربښي ځکه دارایې دخوږ چل څخه کار اخیستل شوی اوپه دویم ځواب کې دارایې چل ترې ورک شوی یوازې وچه خبر ه یې کړې.

په خبرو کې دالفاظو رغښت اوپه خپل ځای راوړل اړینه اړتیا ده ، زه خپله کله وارې  دخبرو په وخت کې دداسې الفاظو پسې لالهانده وم چې مخاطب یې راسره ومني.

متل دی (ویل هر څوک کوي خو خوله دملافاروق غواړي) ددې متل مخینه اوشالید دخبرو په تاثیر راڅرخي  نو دالفاظو جوړښت اوسم ویل دژوند  مهمه اړتیا ده ، ډېری خلک دخپلو خبرو په واسطه دزندان اوتاترین کندې ته کوز شوي.

حضرت محمد (ص) فرمایي : (اغیزناکه ژبه دانسان ښکلا ده.)
راځئ  په دې هوکړه وکړ و چې داسلامي ارزښتونو تر سیوري لاندې خوږې، اثرمنې، ښکلې اومخاطب ته داسې ذهنیت ورکوونکې خبرې وکړو چې په (سبیل الله ) موبرابرکړي او د( وقولو لناس حسنا) له چینې څخه مو سېرابه کړي .

2 thoughts on “خبرې کول که خبرې زده کول! / حکیمي”
  1. حکیمي وروره السلام علیکم ورحمة الله
    روغ جوړاوسی ،ښه مطلب ته مواشاره کړیده،خوزما یونظردی ،که اینده کی لیکل کوی قرآني نصوص اواحادیث چی مودلیکني په سرکی وي دابه ښه وي.

    مننه

ځواب ورکول خوازک ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *