د ختیځ ادبي بهیر په 78 مه غونډه کې چې د ( 2139 / کال د 10 میاشتې په 28 مه ) د جلال اباد ښار د میدیوتیک په انګړ کې جوړه شوې وه، استاد عبدالغفور لېوال د (( ادبیات او فلسفه )) تر سرلیک لاندې ادبي درس وړاندې کړ.

د بهیر دا اونۍ ناسته له معمول سره سم د جمعې په مبارکه ورځ سهار نهه بجې  بهرام زي د قران پاک د څو مبارکو ایاتونو پر تلاوت کولو پیل کړه.

د غونډې مشري استاد غفور لېوال کوله، میلمه يې زېب منتظر و، د کوربه پر ځای ورسره عزت الله ځواب ناست و،  ګزارش  يې ایمل مړوند لیکه او د دریځ چارې الفت پاڅون مخ ته وړلې.

بهیروالو په سر کې د غزل بڼ شاعر او لیکوال ارواښاد استاد محمد صدیق پسرلي پر مړینه خواشیني څرګنده کړه، هغه ته يې د جنتونو او کورنۍ ته يې د جمیل صبر غوښتنه وکړه.

د تېرې اوونۍ ګزارش تر اوریدو ورسته چې بختیار ساحل ولوستلو او ملګرو وستایه، بازمحمد عابد د استاد محمد صدیق پسرلي په ژوند او فن لنډې خبرې وکړې.

د غونډې لومړۍ برخه  چې  ادبي درس ته ځانګړې شوه، استاد لېوال دریځ ته پورته شو او د ( ادبیاتو او فلسفه )) په اړه يې ادبي درس وړاندې کړ.

استاد لېوال په سرکې د فلسفې په پېژندنه، تاریخچه، د نورو علومو سره يې اړیکه، ادبیات او فلسفې په اړه اوږدې، خو خوږې خبرې او معلومات وړاندې کړل.

استاد لیوال وویل: ” فلسفه د یوناني ژبې د ( فلیوسفي )  څخه اخیستل شوې ده، چې لغوي مانا يې د حکمت او پوهې سره مینه ده.“

 هغه وویل:  داسې ویل کیږي چې فیساغورس  یا فثا ګوریس چې عربانو ترینه فثاغورث جوړ کړی دی او یو یوناني عالم دی یو چا ترې وپوښتل:

”  ته پوه یا حکیم یې…؟ “

هغه ورته ویلي وو، چې نه ، زه ” فیلاسفر یم  یعنې د پوهې مینوال یم “ ددې نه ورسته به چې په یونان کې چا د پوهې او حمکت په برخه کې کار کاوه، هغه ته به يې (( فیلاسفر )) ویلو. دا یې لغوي مانا ده.

په اصطلاح کې (( فلسفه  د هستۍ، واقیعت، پېزندنې یا شناحت، ارزښتونو، پوهې، ذهن، ارواح او ژبې په اړه د مطالعې او څېړنې هڅې ته وايي.))

ښاغلي لیوال زیاته کړه :

”  د فلسفې د بیلا بیلو تعریفونو څخه پوهیدای شو چې په دې برخه کې حیرت، پوښتنه، عقل، استدلال، د ذهن او ژبې اړیکه، تخیل یا تخییل، تجربه، فرضیه،  ثبوت، پوهه، تحلیل او بلاخیره د افکارو او پدیدو یا ښکارندو اړیکو مفهوم دی.“

استاد لېوال پورته یادې شوې کلیمې هره یوه بېلې بېلې تشریح کړې. د حیرت په اړه يې وویل:

” کله چې لومړني انسانان پیدا شول او د لومړي ځل لپاره يې لمر، ځنګلونه، حیوانات او ځينې نور شیان ولیدل دوی حیرت وکړ او همدا حیرت د پوښتنې کولو لومړنی برید دی.“

نوموړی  وویل:

” کله چې ماشوم د هر شي  سره نوی مخ کیږي، ورته حیرانیږي او غواړي تجربه يې کړي، او دا تجربه په حقیت کې له پوښتنې څخه پیدا کیږي.“

 استاد لېوال وویل: ”  سقراط به وویل ښه فیلسوف هغه نه دی چې ډېره پوهه ولري بلکې ښه فیلسوف هغه دی چې ښه پوښتنه وکړی شي او ښه پوښتنه کول د فلسفې لومړنی منزل دی.“

د ښاغلي لیوال په وینا  مونږ ولې دې دنیا ته راغلي یو ؟ ولې خلق کړای شوي یو؟ د ژوند مفهوم څه دی؟ چېرته ځو؟ له مرګ نه ورسته هستۍ پای ته رسیږي؟ که پای ته رسیږي د دې ژوند مفهوم څه و؟ ولې د 60 ـ 100 او یا زیاتو کلونو لپاره موږ پیدا شو او ایا بیا مطلق عدم ته ځو؟ کنه د هستۍ بله برخه هم شته دی؟ د څه لپاره ده؟ څنګه ده؟ او ولې ده؟ څوک صاحب مخطار دی؟ څوک  حاکم مطلق دی؟ دا هغه پوښتنې دي چې د هر انسان سره شته دی او فلسفه له همدې پوښتنو څخه پیلیږي.

 د استاد لیوال په خبره، پوښتنو ته د ځواب ورکولو قوت عقل دی، عقل  چې کومه پروسه مخکې وړي هغه استدلال دی. استدلال په دې مانا لکه موږ وايو: ” لمر راوختو! پخوا به انسانو فکر کولو چې لمر حرکت کوي خو اوس خلک باور لري چې لمر نه بلکي ځمکه ورڅخه ګرځي او دا د انسانانو د هڅو او استدلال پایله ده.“

نوموړي همداراز وویل:

” بله ډېره مهمه فلسفي خبره د ذهن او ژبې تر منځ اړیکه ده. ګڼ امریکايي پوهان چې په فلسفه کې یې څېړنې کړي دي، وايي چې د فلسفې اساسي بنسټ د ذهن او ژبې  د کار تر منځ پروسه ده. “

استاد وویل: ” فلسفه ډېر اوږد بحث دی موږ يې په اړه یوازې همدومره خبرې کوو چې یو ذهنیت له ځان سره ولرو چې د ادبیاتو او فلسفې په اړه مو د بحث په اړه سر ښه خلاص شي.“

استاد د فلسفې تر پېژندنې وروسته د فلسفې د تاریخچې په اړه هم خبرې وکړې ویې ویل: ” لومړنیو انسانانو خپل حیرت د پوښتونو په توګه رامنځ کولو او غوښتل به يې چې ځواب ورته پیدا کړي، هستي څه شی دی ؟ ژوند څه شی دی؟ همدا پوښتنې به رامنځ ته کیدې او یو له بل سره به يې په همدې اړه خبرې کولې.“

“ټامسکي”  چې یو امریکايي فیلسوف او ژبپوه دی وايي چې د خبرو یا  کلام او یا هم د تکلوم د رامنځ  ته  کولو منطق هم همدا و، چې له یو بل نه پوښتنې وکړي او ژبه رامنځ شي، چې د ژبې رامنځ ته کیدل خپله یوه فلسفي پدیده ده او ژبه بیا د ادبیاتو خام مواد دي، ژبه د ادبیاتو اساسي بنسټ دی.

استاد وویل چې د فلسفې لومړني بنسټونه له همدې ځای څخه کېښودل شوي. هغه د بیلګې په توکه د افلاطون وینا راوړله :

”  افلاطون وايي پوهه داسې ده لکه د مرغیو یوه ډله چې په یوه ځای کې نه تم کیږي او له هرې ځمکې نه ورسره څو څو مرغۍ یو ځای کیږي چې دا مرغۍ نه مصریانې دي،  نه غربیانې دي بلکې د بشریت ګډه سرمایه ده. چې هر چا په کې دوه دوه درې مرغې ورخوشې کړي دي له دې نه معلومیږي چې فلسفه  په یوه ځمکنې موقیعت او یوې بشري ټولګې پورې نه ده تړلې مګر بیا هم موږ د بشري حوزې د ویش له پلوه څو بشري حوزې پېژنو چې په فلسفه کې مشهورې دي. تر ټولو  لرغونې يې افریقايي فلسفه ده، چې په مصر پورې اړه لري.“

استاد لېوال د فلسفې د تاریخي پس منظر په اړه خبرې وکړې او د لرغونې فلسفې بېلا بېلې بشري حوزې او په کې د فلسفې او د فیلسوفانو په اړه وګړېدو او د فلسفې د حوزو په کتار کې يې، د بودايي حوزې، زردښتي حوزې او بلاخره اسلامي حوزې چې په دې دوره کې فلسفه خپل اوج ته ورسیده یادونه وکړه. له هغې نه ورسته يې د عیسوي دورې، د منځنۍ  دورې، د روښانتیا یا ویښتیا دورې، نوې دورې او بلاخره مډرنه دورې یادونه وکړه چې اوس په کې موږ قرار لرو.

د فلسفې تر تاریخ ورسته استاد لیوال د نورو علومو لکه ادبیات، تاریخ، افسانې ( اسطورې ) ادیان، عرفان، ساینس، هنر ، ارواح پوهنه او بشر پېژندنې سره د فلسفې په اړیکه رڼا واچوله. هغه زیاته کړه چې فلسفه تاسو یوازې نه شئ پیدا کولی بلکې د یادو علومو سره يې په ګډه موندلی شئ.

استا وویل: ”  دا هغه بشري ارزښتونه دي، چې فلسفه ورسره ګډې پولي لري. چې زموږ اصلي بحث په ادبیاتو کې فلسفه ده. “

 لېوال صیب پورته یادې شوې ټولې کلیمې جلا جلا تشریح کړي او ورسره  يې د فلسفې په اړیکه او په کې د فلسفې د شتون په اړه يې هم خبرې وکړې.

زیاته يې کړه فلسفه له پورته ټولو یادو شویو شیانو سره ګډ مشترکات لري، خو تر ټولو زیات يې بیا له ادبیاتو سره دي ځکه چې ادبیات د انسان تر ټولو لرغونی ښکلایز ارزښت دی، چې هغه رامنځ ته کړی دی.

نوموړي وړاندې وویل: ” د لرغونتیا له مخې هیڅ بل علم ادبیاتو ته نه شي رسیدلی. ځکه شعر تر ټولو لرغونی یادولی شو، لومړنیو انسانانو هماغه وخت هڅه کوله، چې خپل پیغامونه منظوم کړي، ددې لپاره چې حافظې ته وسپارل شي.“

ښاغلي لیوال  وویل: ”  کله چې ژبه د انسانانو ترمنځ یو ټولنیز قرارداد ومنل شو، نو وروسته  ورنه ادبیات رامنځ شول او له همدې امله ورته تر ټولو لرغونی علم ویلی شو.“

له نورو علومو سره د فلسفې د اړیکې درلودلو تر بحث وروسته استاد لېوال اصلي موضوع  چې د بحث موضوع  وه ادبیات او فلسفې ته راغی.

استاد په سرکې د ادبیاتو لنډ تعریف بیان کړ.

هغه وویل: ” ادبیات هغه وینا ده، چې د اوریدو پر مهال یې خلک د یو ځانګړي احساس خوښۍ، غم،  ښکلا یا هیجان احساس وکړي او یايې ولري او په دې توګه ددې خبرو غوره والی تر عدي خبرو توپیر کړی شي.“

د هغه په وینا ادبیات تر عدي خبرو لوړ دي ځکه چې هنریت په کې دی، احساس په کې وي، ښکلا په کې وي، حیرت په کې وي او په انسان کې یو هیجان پیدا کوي. دا هیجان که د خوښۍ وي او یا  هم د غم خو د انسان د وجود عاطفي برخه په حرکت راوستلی شي.

د غفور لیوال په وینا  ادبیات  د بشري ټولنو یا فرد د غوښتنو ،  ارمانونو ،  عواطفو، احساساتو، او غریضو تصوریونکی، تمثیلونکی او غبرګونکي وینایز ارزښت دی.))

د استاد غفور په وینا بشریت د خورا لرغونې زمانې څخه د خپلې هستۍ باورونو، ژوند پېژندنې، عرفاني تبادلاتو ، مینې او کرکې، روانې غبرګونونو او انګیزو، ذهني پروسو په اړه خپلې پوښتنې عقلي، حی\سي، تخییلي، شعوري او عاطفي موندنې په هنري ژبه بیان کړي دي او فلسفه د هنر او ادبیاتو سره ګډه راستره شوې ده پرمختیا او پراختیا يې موندلې ده.

استاد لیوال د خپل ادبي درس د دوام په یو ځای کې وویل: ” هنر، فلسفه او ادبیات دا یو مثلث دی او ددې مثلث منځ ادبیات دي. دا د افکارو ګډه ټولګه ده، چې ادبیات يې باید ولېږدوي او ژبه ددې لېږدونې وسیله ده یانې د ادبیاتو خام مواد دي او هنر هغه میکانیزم دی چې دا ټول سره یو ځای کوي او یو ښکلی شی ترینه جوړوي لکه د یو ګیلکار کمال چې د خښتو او نورو خامو موادو څخه یوه ښکلې کوټه، ودانۍ او یا هم کوم بل شی جوړوي.“

هغه زیاته کړه هنر همداسې یو څه دي لکه یو ګیلکار چې نور ټول خام مواد ولري او یوازې کور ترینه جوړل پاتې وي. هنر هم یو ګیلکار ته ورته دي چې فلسفې ورته د ضرورت په اړه ویلي وي، خام مواد هم ورسره وي یواځې یو هنرمند ته اړتیا وي چې یو څه ښکلي ترینه جوړ کړي.

استاد لیوال د فلسفې، هنر او ادبیاتو په اړه ګډ بحث په یو ځای کې وویل:

” هنر د ادبیاتو ماهیت دی او ادبیات هغه وخت تر خبرو توپیریږي چې هنري ماهیت ولري، په داسې حال کې چې د هنر ماهیت بیا فلسفه ده او همدا ده، چې فلسفه د ادبیاتو سره ډېره ژوره اړیکه لري او فلسفه د هنر او ادبیاتو مورینه ده یانې دواړه ترینه پیدا شوي دي.“

د هغه په وینا، د انسان پېژندنه څلور ډوله ده. د انسان پېژندنه د طبیعت سره د بل فرد سره د ځان سره او د معبود سره.

استاد لېوال د انسان د پېژندنې اړیکه د یادو ټولو توکو سره تشریح کړه  او اوږدې خبرې يې پرې وکړې.

استاد لیوال په نړۍ کې د ځينو مشهورو فلسفي اثارو نومونه واخیستل او د هغې داستانونه يې هم په لنډ لنډ ډول بیان کړل.

غفورلیوال د فلسفې او ادبیاتو د پېژندنې په اړه نورې ګڼې بیلګې هم وړاندې کړې او برخوالو ته يې په اړه  تشریح ورکړه.

استاد لیوال په افغانستان کې تر ټولو منسجم فلسفي اثار د استاد بهاالدین مجروح ( ځان ځاني ښامار ) یاد کړ چې ډېر علمي او فلسفي ارزښت لري.

استاد لیوال وویل: ” په غرب کې فلسفي افکار د یادو اتو نهو علمو څخه راټول شول او د فلسفې د مکتبونو بنسټ يې کیښود او دا مکتب علمي شو او په پوهنتونونو کې تدریس شو.“ هغه زیاته کړه په شرق کې موږ د فلسفې په اړه څه نه لرو خو فلسفه یادو علومو کې تیت ده او په دې ټولو علومو کې فلسفي افکار شته، خو غربیانو سوچه کړې ده او موږ لا دا کار نه دی کړی.

استاد غفور لېوال د فلسفې او ادبیاتو په اړه ډېرې اوږدې خبرې وکړې او د بهیروالو پوښتونو ته يې هم ځوابونه وویل.

له ادبي درس ورسته غفور لېوال ته د تکړه انځورګر حمدالله ارباب لخوا د هغه جوړ شوی انځور هم ډالۍ کړی شو .

د دې تر څنګ ارباب بازمحمد عابد ته هغه د د دوستانو هغه نغدي مرسته هم ورکړه چې د استاد ایوب د درملنې په موخه يې راټوله کړې وه.

استاد ایوب د پښتو ژبې تکړه هنرمند دی، چې د څه مودې راهیسې د ناروغۍ په بستر پروت دی او د ختیځ ادبي بهیر ملګري يې د درملنې لپاره د مرستو په پیدا کولو پسې هڅې کوي.

د غونډې بله برخه ازادې مشاعرې ته ځانګړې شوې وه چې د یادو شویو کسانو سربېره په کې لسګونو تنو نورو شاعرانو هم خپل شعرونه وویل.

د غونډې ارزونه، زیب منتظیر صیب وکړه، هغه  غونده ډېره ښه او ارزښت ناکه وارزوله او د استاد لېوال په راتلو يې ډېره خوښي څرګنده کړه.

په پای کې ضیاالدین همت مل د بهیروالو په استازوالۍ د استاد غفور لېوال څخه مننه وکړه او د هغه شتون يې په بهیر کې د بهیروالو لپاره ویاړ وباله.

د غونډې برخوالو د استاد لېوال نه د مننې تر څنګ خوښي ښکاره کوله او ویل چې نن يې له استاد څخه ډېر نوي او په زړه پوري څه یاد کړل.

د راتلونکې اونۍ لپاره، فاروق دیدار ژمنه وکړه، چې خپله لنډه کیسه به کرکتنې ته وړاندې کوي.

غونډه غرمه ناوخته پای ته ورسیده.

2 thoughts on “ختیځ ادبي بهیر ملګرو خپله ۷۸ مه غونډه د استاد غفور لېوال په مشرۍ وکړه”
  1. سلامونه، یوازې یوه یادونه غواړم چې لیکنه یا راپور بیا ندی کتل شوی، ځکه ځینې املایي او نورې نیګمړتیاوې لري، بیلګې په توګه ۲۱۳۹ کال په لومړئ کرښه کې او یا مخطار . مننه.

ځواب ورکول جمال غریب مل ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *