عبدالستار ايدهي د جنورۍ په لومړی نيټه کال ۱۹۲۸ کې د هند په ګجرات ايالت کې پيدا شوی و، د پاکستان له جوړیدو وروسته ايدهي د خپلې کورنۍ سره د کراچی ښار کې ميشت شو.

د راتګ نه پس يې ۱۹۵۱ کې د يوې کوټې نه د خيراتي ادارې کار پیل کړل، د دې کوچني مرکز څخه يې د انسانیت خدمت جاري وساتلو چې وروسته يې د ټول انسانیت لپاره د امبولانس وړيا خدماتو پيل کړل. چې دغه خيراتي اداره اوس نه يواځي په پاکستان بلکې په نړيواله کچه ياده مرستندويه خیراتي اداره شمیرل کیږي. يوازې په کراچۍ کې ایدهي فاونډېشن اته روغتونونه لري چې وړیا طبي خدمات وړاندې کوي، د سترګو روغتونونه، د شکر ناروغۍ مرکزونه، د جراحۍ برخه، او يو د سرطان مرکز هم لري. دې نه علاوه د خرابه شویو او بې وارثه مړیو لپاره مرده خانه يې هم جوړه کړه چې ګور کفن يې د دوی کول، ایدهي فاونډېشن کې روغتونونه، زيږنتونونه، د وینې بانکونه،يتيم خانې، او د بې وراثه ماشومانو د ساتلو مرکز، د معيوبو کسانو پناه ځای، د لیک لوست مرکزونه او هر انساني ټولنې ضروري مرکز رامنځ ته شول.

په پيل کې يې د مخالفانو له لاسه د دفتر پر لوحه وليکل: “چنده ورکوونکی د هر شک په صورت کې خپله مرسته بېرته اخيستلای شي” د ايدهي فاؤنډېشن د شمیرو له مخې اوس دغه اداره ټول ۱۸۰۰ امبولانس لري کوم چې د هر ډول پېښو په وخت خلک روغتونونو ته رسوي او مرسته يې کوي، د ایدهي فاونډېشن کراچۍ کې هر دفتر مخې ته د بې وارثه یا ناجایز ماشومانو لپاره يوه زانګو زوړنده وه چې له کوڅو او د سرکونو له غاړو ژوندي او مړه اچول شوي ماشومان راټول کړي یا یې څوک پکې پریږدې چې دوی يې ساتي. خلکو ته به يې ويل او په هره زانګو به یې لیکلي و چې ماشومان که نه غواړئ، دلته يې واچوئ. وژنئ يې مه.بیا مذهبي خلکو پسې تبليغات پيل کړل چې ایدهي ټولنه کې فحاشۍ ته زمينه برابروي خو دی په شا نشو او نن د ايدهي د شمېرې له مخې په دغو زانګوګانو کې تر اوسه پورې پرېښودل شوي او په بيلابيلو ځايونو کې لاوارثه موندل شوي د ۲۲ زرو نه زيات ماشومان بې اولاده جوړو ته ورکړل شوي دي او یا یتیم خانو کې پالل شوي.

دا اداره اوس ټول ۳۳۵ د خېرښېګړې خيراتي مرکزونه لري کوم چې شپه او ورځ خلاص وي. د مالوماتو تر مخه د ایدهي فاونډېشن امبولانسونو ته کراچۍ کې شپږ زره کسانو په یوه ورځ د مرستې غږ کړی چې تقريبآ لسو دقيقو کې دوی ور رسیدلې. امريکايي خبریال دانیل پیرل چې ۲۰۰۲ کې کراچۍ کې وژل شوي و نو مړی يې ایدهي امبولانس انتقال کړ. ايدهي سره يو هيلي کاپټر، دوه الوتکې او ۲۸ کشتۍ هم دي او دا هم د خلکو د مرستو د پاره هر عاجل وخت کې د لرو ځايونو لپاره د ژر رسیدګی لپاره کاروي. ايدهي فاؤنډېشن پينځلس کورونه لري په دغو کورونو کې ذهني ناروغان، يتميان هلکان جينکۍ او د کورني تشدد څخه تښتيدلي خلک اوسیږي د ايدهي فاونډېشن د شمېرې له مخې په دغو کورونو کې نهه زره کسان ساتل کيږي. ايدهي فاونډيشن کونډو او بې وسه ښځو ته په کور روزګار او د هنر زده کولو څانګه هم پرانيسته چې زرګونه میرمنو پکې هنر او د حلال رزق ګټل زده کړل.

ايدهي د ځناورو لپاره هم خيراتي روغتون او د ساتنې ځايونه لري. ایدهي فاونډېشن یو حقوقي ریاست هم لري چې پکې یو يې د بندیانو د علاج او خوړو کتنې لپاره یو منظم ټیم موجود و چې جيلونو کې به یې هر وخت د دوی کتنه کوله او نور به یې ورسره د بې ګناه خلکو د خلاصون لپاره هم هڅې کولې چې امن کې ازاد ژوند وکړي. ایدهي فاونډېشن د لیک لوست پروګرامونو نه علاوه د حرفوي زده کړو مرکزونه هم لرل چې پکې د موټر چلولو جامو ګنډلو او نورو کسبونو ښودنه کيده. ايدهي فاؤنډېشن په کراچۍ کې غټه مرده خانه لري چېرته چې د مسلمانانو ترڅنګ د غېر مسلمانانو مړي اېښودل کيږي او د هغوې د مذهبونو په مطابق ورته غسل او نور خدمات ورکولی شي. وايي یوه ورځ له ایدهي صیب يو مسلمان پوښتنه وکړه چې ايدهي صيب ستاسو په امبولانس کې يو عيسوي مريض هم وړل کیږي؟ نو ايدهي ورته وايي چې زما امبولانس تانه ډېر مسلمان دی. د ایدهي یوه وینا ده چې زما مذهب انسانیت دی او زه د انسانیت خادم یم. ايدهي په کراچۍ کې خپله هديره لري او تراوسه پورې يې د دوه لاکه نه زيات بې وارثه مړي ښخ کړي دي چې پکې ددې ادارې د شمېر له مخې د کال ۲۰۰۵م تر کال ۲۰۱۲م پورې د ۵۸ زرو نه زيات بې وارثه مړي ښخ کړی شوي دي.

د عبدالستار ايدهي جوړه خيراتي اداره په کراچۍ، حيدراباد، ملتان، لاهور پېښور او اسلام اباد کې ۳۰ یتیم خانې، په ۲۰ ښارونو کې خيراتي لنګرونه ، ليبارټرۍ، د ماشومانو د زېږون مرکزونه او د نرسانو د روزنې ادارې هم لري. ایدهي د پاکستان نه علاوه نورو ملکونو کې هم د زلزلو او جنګ ځپلو خلکو مرستې کړي دي، دې ادارې له مخې د کال ۱۹۷۸ نه د لسو کالو پورې د افغان کډوالو مرستې، اتيايمه لسيزه کې د لبنان په کورني جنګ، د بنګله دېش او ايتوپيا د زلزلې، نویمه ليسزه کې د خليج د جګړې نه علاوه موغاديشو، سومالیا، بوسنيا، بنګله دېش او البانيه کې د خلکو مرستې کړي دي. ايدهي فاؤنډېشن سري لنکا او انډونيشيا کې د سونامۍ، بنګله دېش کې د طوفان او هيټي کې د زلزلې په وخت هم خلکو ته خوراکونه، خېمې او دوايانې رسولي دي. عبدالستار ايدهي به ويل “د عام خلکو نه مالي مرستې اخلي او چې پېسې ورسره خلاصې شي بيا په سړکونو خېرات راټولوي او د انسانيت خدمت پرې کوي”. ايدهي فاؤنډېشن په امريکا، برطانيه، جاپان، متحده عرب اماراتو، کېنيډا او اسټريليا کې څانګې لري او د هلته نه هم د غريبو هېوادونو خلکو سره مرستې کوي. عبدالستار ايدهي د پاکستان په سياسی او سماجی ټولنه کې يو غير متنازعه شخصيت و او عبدالستار ایدهي خپله ویلي وو چې “د آی ایس آی د هغه وخت مشر جنرال حمید ګل او عمران خان ماته راغلل چې زه د بې نظیر بوټو حکومت ورسره ړنګ کړم.خو ما انکار ورته وکړ”. خو د افغان وطن مجاهدینو او سیاستوالو د هم دې حمید ګل په خوله نه یوازې حکومت بلکې خپل ګران هیواد افغانستان دړې وړې کړ. عبدالستار ايدهي ته د هغه د خدماتو په سر په ملکي او نړيواله کچه يو شمېر ايوارډونه يا جائزې هم ورکړل شوې وې .ايدهي په کال ۱۹۶۵م کې خپله خيراتي اداره کې کارکوؤنکې نرسې بلقيس ايدهي سره واده کړی او د هغې نه يې دوه زامن او دوه لوڼه يې دي . بلقيس ايدهي او يو زوی فيصل ايدهي دوې دواړه اوس ايدهي فاؤنډېشن چلوي. ايدهي فاؤنډېشن په ايمبولنسو او نورو مرکزونو کې په سلګونو نارينه او ښځينه رضاکار لري .

عبدالستار ایدهي خپله ډېره ساده ژوند کولو او وايي ژوند کې يې دوه جوړه ساده کالي لرل چې ټول ملکیت يې همدغه و.هغه د هر رقم انسانانو د اصلاح لپاره به يې د هغوي سره ناسته کوله او زیاتره به ېې په خپلو مرکو کې ویل دغه سادګي ېې د پښتنو نه زده کړی ده. په خپله یوه مرکه کې خداې بخښلي وېلي وو د خداېي خدمتګار باچا خان د کار او ژوند نه متاثره دی او زياتوي چې اصل اتل باچاخان دی زه نه یم. هغه وېلي وو که څوک ساده او ښه ژوند لیدل غواړي نو د پښتنو سېمې ته دی لاړ شي. او د پښتنو په اړه به یې ويل چې زما ډېر خوښيږي ځکه مينه ناک خلک دي. د باچا خان د لاسه اخستل شوې یوه جایزه یا ایوارډ په اړه خداې بخښلي وېلي وو دغه ېې د ژوند تر ټولو غوره جاېزه ده.

د ايدهي فاونډيشن يتيم ماشومانو سره يې ډېر نږدې او د يو ملګري په حیث ژوند کولو. ایدهي د پښتورکو ناروغې لرله او ورسره یې ساه اخیستو کې هم مشکل و چې د عمر د زياتوالې له وجې ورته د پښتورکو بدلون نشو کیدلی او همداسې درملنه يې روانه وه چې د جولای په اتمه يې له ساه ورکولو مخکې هم خپل ځينې د بدن روغ اعضاء د وصیت له مخې انسانیت ته ډالۍ کړل. د ایدهي زوی فیصل ایدهي وايي: “پلار مې خپل کور نه درلود شل کاله مخکې چې يې کوم بوټونه اخیستی هغې سره مړ شو” فیصل وايي “پلار مې پنځه کاله مخکې نصیحت کړی و او ځان لپاره يې د کراچۍ ایدهي کلي کې قبر انتخاب کړی و چې دده وینا مطابق همالته د ۲۰۱۶ د جولای په نهمه د ماسپښین وروسته خاورو ته وسپارل شو.”

د ده په مړینه کراچۍ کې درې ورځې او پاکستان کې یوه ورځ ملي ماتم اعلان نه علاوه د نړۍ اکثریت بشردوست خلک خفه و. روح يې ښاد. Jul 09,2016

  سرچینې: بیلابیلې ويبپاڼې

2 thoughts on “خدايي خدمتګار ایدهي/ اسدافغان”
  1. جناب متوفی را هرچه میتوان توصیف کرداشکال ندارد اما موصوف را به خدایی ختمدگار مقایسه کردن وخطاب کردن قابل اعتراض و انزجار است و خیانت به نهضت خدایی خدمتگاران است بااحترام

  2. الله دی و پخښي!
    لوی انسان و
    ملکګجان وایی
    قربانیږه د هفو لاس وقلم نه
    چی مشتاق یی مراد مومی له کرم نه
    چی په مینه کړی کتل د مظلوم خواته
    زه به یی ولی نه جاریږم له قدم نه
    انا لله وانا الیه راجعون!

ځواب ورکول درویشش ته ځواب لرې کړه

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *